د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (شپږمه برخه)
بصرې ته د اصلاح ګرۍ لپاره د عائشې رضی الله عنها تلل
حضرت طلحه او زبیر رضی الله عنهما مکې ته راغلل او له عائشې رضی الله عنها سره یې وکتل. دوی دواړه د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت څخه شاوخوا څلور میاشتې وروسته یعنې د ربیع الاخر په ۳۶ هجري کال کې مکې ته ورسیدل. بیا په مکه کې له عائشې رضی الله عنها سره د تګ په اړه خبرې پیل شوې.
په دې وخت کې پر هغو کسانو ډېر روحي فشارونه وو، چې ګواکې دوی د مظلوم خلیفه د وژنې د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه دی کړی. دوی ځانونه په دې تورن کړل چې خلیفه یې یوازې پرېښود او په دې باور وو چې د دوی د ګناهونو کفاره، پرته له دې چې د عثمان د وینې غوښتنه وکړي، شتون نلري. خو دا باید هیر نکړو چې حضرت عثمان رضی الله عنه د خدای په لاره کې د ځان د قربانولو په نیت د هغو کسانو مخه ونیوله چې غوښتل یې له ده څخه دفاع وکړي. حضرت سیدتنا عائشه رضی الله عنها به ویل:«عثمان رضی الله عنه په ناحقه ووژل شو. په خدای قسم، زه د هغه د وینې غوښتنه کوم.»
حضرت طلحه رضي الله عنه به ویل: ما د عثمان رضی الله عنه په باره کې داسې کار کړی دی چې د توبې لپاره یې باید د هغه د وینې غوښتنې په لاره کې خپله وینه توی کړم.
حضرت زبیر رضي الله عنه به ویل: موږ خلک هڅوو چې د عثمان وینه وغواړي او په دې کې ځنډ ونه کړي، ځکه په دې کې ځنډ د الله تعالی سلطه زموږ په منځ کې کمزورې کوي. که خلک د داسې وظیفو له ترسره کولو ډډه وکړي، د امت ټول امامان او مشران به د داسې کسانو له خوا ووژل شي.
دا احساس چې د دوی په اعصابو او ذهن باندې یې فشار راوړ، د خلکو د راویښولو او له آرامۍ او هستوګنځي څخه د وتلو لپاره کافي و؛ دوی په دې هم پوهیدل چې په وتلو سره، د ناڅرګند او ډاروونکي راتلونکي په لور روان دي. له همدې امله، څوک چې له خپل کور څخه وتلو، د بیرته راستنیدو تمه یې نه درلوده، او د دوی ماشومانو دوی په اوښکو سره بدرقه کول. له همدې امله له مکې څخه د بصرې په لور روانېدل د ژړا ورځ بلل کېده، داسې ورځ چې له دې ورځې مخکې به هېڅوک د اسلام په ياد نه وي ژړلي.
په مکه مکرمه کې یو لړ عواملو لاسونه سره یو کړل او هغوی یې وهڅول چې د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره مناسبه لاره ولټوي. له مدینې څخه د امویانو تېښته او په مکه کې د هغوی اوسېدل د دغو عواملو له جملې څخه وو. همدارنګه عبدالله بن عامر (د عثمان د خلافت په وخت کې د بصرې امیر) په مکه کې موجود و او خلک یې د وتلو لپاره هڅول او مادي مرستې یې ورسره کولې.
یعلی بن امیه چې له یمن څخه د عثمان د مرستې لپاره راغلی و، مکې ته د خليفه له وژل کېدو وروسته ورسېد. هغه ډیر مالونه، وسلې او څاروي درلودل او وړاندیز یې وکړ چې دا ټول مالونه دې د عثمان د قاتلینو په وژلو کې وکارول شي. دا د هغو کسانو د هڅولو لپاره کافي وه چې د عثمان رضی الله عنه د قاتلینو د محاکمې لپاره د لارې په لټه کې وو.
اوس چې د عثمان رضی الله عنه د وینې د غوښتلو لپاره د پوځونو د راټولولو لپاره اړین وسایل او عوامل چمتو شوي، دوی باید پریکړه وکړي چې له کوم ځایه کار پیل کړي. دوی په دې اړه بحث وکړ چې کوم لوري ته باید حرکت وکړي. د عائشې رضي الله عنها په مشرۍ ځینو په دې باور وو چې باید مدینې ته ولاړ شي. نورو وړاندیز وکړ چې شام ته لاړ شي ترڅو د هغه ځای د ځواکونو په ملتیا د عثمان رضی الله عنه د قاتلینو په وړاندې مقابله وکړي.
له ډېرو څېړنو وروسته يې پرېکړه وکړه چې بصرې ته ولاړ شي؛ ځکه چې په مدينه کې ډېر داسې خلک موجود وو چې د ځواکونو د کمښت له امله يې د مقابلې توان نه درلود. د شام ځمکه هم د حضرت سیدنا معاویه رضی الله عنه په شتون کې خوندي پاتې وه. له همدې امله بصرې ته ننوتل غوره تشخیص شول؛ ځکه چې په بصره کې لږ واک او ځواک موجود و او په دې توګه یې کولای شوای خپل پلان عملي کړي.
د دوی اصلي پلان او هدف دا و چې د عثمان د وینې غوښتنه وکړي، اصلاح وکړي، خلکو ته د اوباشانو کړنې وروپېژني، په ښه کار امر وکړي او له بدو څخه منع کړي او بس.