لیکوال: ابو جریر
په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې(څلورمه برخه)
د مختلفو نظرونو او اندونو له مخې، د تمدن په ظهور کې لاندې عناصر ذکر کیدای شي:
کله چې د اسلامي تمدن په اړه خبرې کیږي، نو مانا دا ده چې اسلامي تمدن د بعثت د ځلانده لمر له ختلو او د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رالیږلو وروسته منځ ته راغی او د نمونې په توګه باید وپیژندل شي؛ بې له شکه د تمدن د ودې په ډګر کې د اسلام د پیغمبر رول بې ساری دې؛ خو تر ټولو مهم ځواب چې په اوسني عصر کې اړین ګڼل کیږي دا دي:
۱. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د امنیت او هوساینې رامنځته کول
د اسلامي تمدن بنسټ په مکه کې د دعوت سره پیل شو او په مدینه کې د حکومت په تاسیس سره پیاوړی شو، دا هغه ځای دی چې اسلامي حکومت د ښاري کیدو سره مخ وو، په هغو کلونو کې چې مسلمانان په مکه کې وو، قریشو په ډیرو هڅو او کوښښونو خلک یې د اسلام له منلو څخه راګرځول او د نوي مسلمانانو په ځورولو کې یې هیڅ راز ډډه نه کوله.
په شعب ابی طالب کې د بنی هاشمو اقتصادي محاصرې او د حضرت خدیجې رضی الله عنها او ابو طالب مړینه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کلکو ملاتړکوونکو څخه وو، د مسلمانانو له ژوند څخه یې امنیت او هوساینه سلب کړې وه ؛ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ستر اسلامي تمدن د بنسټ ایښودلو لپاره یو امن او خوندي ځای ته اړتیا درلوده؛ په همدې خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف، بنوقندا او بنو ساسان ته سفرونه پیل کړل، د سفر موخه یې د شریعت حاکمیت او د اسلامي نظام ټینګول وو، تر څو د فشار لاندې مسلمانانو ته د امن او ارامۍ فضا پیدا شي؛ خو له بده مرغه طائف ته سفر ګټور نه و؛ نورو قومونو په سوله ییز ډول ځواب ورکړ؛ خو د طائف خلکو او د ښار مشرانو د هغه بلنه ونه منله او حتی لنډغر او جاهل خلک یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څارنې او شړلو ته وهڅول.
په دغه کال کې د یثرب د خلکو د یوې ډلې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملاقات زمینه برابره شوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه داسې وه چې د حج په موسم کې به هغه قبیلې ته تلل چې د حج لپاره راتلل او هغوی ته به یې د مسلمانیدو بلنه ورکوله، په همدې کال کې هغه صلی الله علیه وسلم د خزرج شپږ تنه یې ولیدل او هغوی ته یې خپل پیغام ورساوه، کله چې دوی د هغه مبارک خبرې واورېدې، نو د هغه صلی الله علیه وسلم له بلنې یې چې د سولې، پاکۍ او پرهیزګارۍ زیری یې ورکاوه، هرکلی وکړ؛ او ویې ویل: موږ به خپلو خلکو ته ځو او هغوی به ستا له دین څخه خبره وو ، ښايي ستا په برکت به زموږ له ښاره جګړه له منځه ولاړه شي، که ته موږ له یو بل سره یو ځای کړې، نو ته به موږ ته تر ټولو ګران سړی یې.
په هغه وخت کې په مدينه کې درې ډلې اوسیدلې؛ لومړۍ ډله: هغه مسلمانان چې له مهاجرينو او انصارو څخه جوړ شوي وو او دوی تر نورو زيات وو، دويمه ډله: د اوس او خزرج له قبيلو څخه مشرکان چې لا نه وو مسلمان شوي او په لږ اقليت کې وو او درېيمه ډله: يهوديان وو چې په څلورو برخو وېشل شوي وو: يوه برخه يې په مدينه کې وه او بله برخه يې له مدينې بهر وه په مدينه کې دننه د بني قينقاع قبيله او هغه کسان چې له مدينې بهر وو عبارت دي له: بني نضير، د خيبر يهودان او بني قريظه.
له اسلام څخه مخکې يهودان د مدينې له ټولنې څخه يوه جلا ټولنه وه، چې په جلا فکرونو او وجدانونو کې او د خپلو مسايلو د حل لپاره يې جلا کړنلاره درلوده؛ له همدې امله، که څه هم دوی د مدینې په شاوخوا او داخل کې اوسیدل، اما دوی د مدینې ټولنې برخه نه ګڼل کیده؛ خو مشركان لكه څنګه چې یادونه وشوه ډېر ضعيف او کمزوري وو او اسلامي فضا چې په مدينه كې حاکمه شوې وه ، د دوى د بربادۍ لامل شوه ؛ له همدې امله اسلامي افکارو او عقایدو او اسلامي نظام ته د دوی تسلیمیدل یوه حتمي خبره وه، که څه هم دوی اسلام و نه مني؛ خو مهاجرين او انصار د اسلامي عقیدې له مخې سره یو ځای شوي وو او اسلام د دوی تر منځ مینه او محبت راپیدا کړی و، نو د دوی فکرونه او احساسات یو شان وو، چې له مخې یې د اسلام له نظره د دوی تر منځ د اړیکو تنظیمول یوه څرګنده او روښانه مسئله ده؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی د اسلامي عقیدې له مخې د دوی تر منځ د اړیکو ټینګول پیل کړل او دوی ته یې بلنه ورکړه چې د خدای د رضا لپاره په خپل منځ کې دوه دوه سره ورورګلوۍ وکړي، داسې ورورګلوي چې باید په راکړه ورکړه، شتمنیو او نورو شیانو کې یې اغیزه ولري، همغه و چې د مسلمانانو تر منځ یې د ورورګلوۍ تړون پلی کړ او په پایله کې خپله یې د علي بن ابي طالب سره ورور شو، د هغه تره حمزه رضی الله عنه د خپل ازاد شوي زید سره دوه وروڼه شول، ابوبکر رضي الله عنه د خارجه ابن زید ورور شو او د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ تړون وشو، چې په پایله کې عمر بن الخطاب رضی الله عنه د عتبان بن مالک خزرجي ورور شو، طلحه ابن عبیدالله له ابو ایوب انصاري سره او عبدالرحمن بن عوف له سعد ابن ربیعه سره، او د ورورولۍ دغه تړون په مالي برخه کې ډېره اغیزمنه وه او انصار ډېر مهربان وو. او په خپلو مهاجرو وروڼو يې سخاوت وکړ چې د دې ورورګلوۍ اړيکې يې لا پياوړې کړې، هغوى ته يې پيسې او خواړه ورکړل او د ژوند په اړتياوو کې يې ورسره شريک کړ؛ له هغه وروسته سوداګرو خپل کاروبار پیل کړ او بزګرانو په کرنه پیل وکړ او هر چا خپل مسلک پیل کړ ؛ د هغو سوداګرو له جملې څخه عبدالرحمن بن عوف هم و، چې خیدک او پنیروپېر او پلوریې کاوه او د عبدالرحمن تر څنګ ډېرو نورو هم خپل کار کاوه او له خپل کاروبار څخه شتمن شول، ځکه چې په سوداګرۍ کې یې مهارت درلود. خو هغه کسان چې په تجارت کې يې لاس نه درلود لکه: ابوبکر، عمر، علي ابن ابي طالب رضی الله عنهم او د هغوی د کورنۍ نورو غړو، په هغو ځمکو کې چې انصارو ورته ورکړې وې، کرنه يې کوله، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي و: څوک چې ځمکه ولري، يا دې پخپله کرنه وکړي او يا دې خپل ورور ته په پور ورکړي.
او ټول د خپلو ضرورتونو د ترلاسه کولو لپاره په کار بوخت وو، دوه کاله وروسته، یعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماموریت په ديارلسم کال د حج په موسم کي د مدينې د خلکو استازو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بيعت وکړ، چي له دښمنانو سره به يې دښمني کوي او د هغه د ملګرو سره به ملګرتیا پالي او له هغه چا سره چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر ضد جګړه پیلوي، دوی باید جګړه وکړي؛ له همدې بیعت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته اجازه ورکړه چې یثرب ته هجرت وکړي، په دې توګه د امنیت او ثبات په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هڅې بریالۍ شوې او د مدینې فضا ارامه شوه او په مدینه کې د امنیت ټینګښت د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د اسلامي حکومت د ستنو د جوړولو شرایط برابر کړل.
ادامه لري…