شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" معتزله (يو شپېتمه برخه) د ماډرنسټانو (د عصريتوب د پلويانو) اهداف څه دي؟ ماډرنسټان ډیرې موخې لري. په كتابونو كې د تحقيق او څيړنې له لارې څرګنديږي چې دوى په ډېرو مواردو كې د اسلامي امت له علماوو سره اختلاف لري؛ خو د دغې ډلې تر ټولو مهم هدف دا دی چې اسلامي هېوادونه د لوېدیځو هېوادونو په شان د بدلون په لور حرکت وکړي. له همدې امله دوی اسلامي احکامو ته لکه: په غیبو باندې ایمان، سود او داسې نورو مسایلو ته ځانګړې توجه نه کوي، او دغه شيان د اسلامي امت د وروسته پاتې والي لاملونه ګڼي او عقلانیت د اصلي معیار په توګه مني. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د دې ډلې ټول اعتقادات او اعمال د عقل پر بنسټ دي، او عقل د دوی لپاره خورا مهم دی. له همدې کبله ډېری دیني مسایل چې له عقل سره مطابقت نه لري د دوی په اند د منلو وړ نه دي. د دوی په اند د اسلامي امت د وروسته پاتې والي لامل د اسلامي اصولو، احکامو او ضوابطو مراعات کول دي. له همدې امله دوی د اسلام د اصولو د بدلولو هڅه کوي. ځکه دوی په دې باور دي چې دا طریقه کولای شي د امت د اصلاح او پرمختګ لامل شي. د عصريتوب پلويان هڅه کوي چې د لوېدیځ فکر او ژوند په دې اعتبار چې د دوی له نظره دا د پرمختګ او ترقۍ حل دی، ختيځ ته انتقال کړي. په همدې خاطر يې امت له رسالت او دعوت څخه هغه حکومت ته يې راوبولل چې د خلکو لپاره ماديت، سوکالي او هوساینې رامنځته کوي. دوی غواړي دیني اصول د لوېدیځ له تمدن او مفکورې تابع کړي. او دين د تمدن د بدلونونو تابع او د ژوند په چارو کې يې مبيّن وګرځوي. هغه لیکوالان چې د عقلانيت او عصريتوب څخه اغېزمن دي: په عربي هیوادونو کې ځینې لوی لیکوالان وموندل شول چې نظرونه یې د عصري پلويانو سره ورته وو، لکه: شیخ محمد عبده، شیخ محمد رشيد رضا، قاسم امین، په ځانګړې توګه د ښځو د حجاب په اړه، علي عبدالرازق، محمد فتحي عثمان، امين خولي، محمود شرقاوي، شيخ عبدالله العلايلي؛ او په غیر عربو هیوادونو کې سید احمد خان او د هغه شاګردان. مناسبه ده چې د هغه لیکوالانو نومونه یاد کړو چې نه دي یاد شوي؛ مګر د عصريتوب د پلويانو په توګه پېژندل کیږي: ډاکټر محمد عماره، ډاکټر طه حسین، ډاکټر حسن ترابي، ډاکټر احمدزکي ابوشادي، محجوب بن میلاد، احمد امین او… د معتزلهو (زاړه او نوي) مسايلو لنډيز: – د قران کریم د آیتونو تأويل او توجیه که د دوی د عقیدې خلاف وي. – د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او احادیثو کُلي او جزئي انکار او په ځانګړې توګه د غيبياتو په اړه آحاد احاديث؛ – صحابه کرامو څخه نیوکه او سپکاوی کول؛ – د اجماع انکار؛ د معجزو انکار (که څه هم دا مسله کُلي نه ده او په ځینو مسلو کې ده)؛ – د عذابونو، د قبر عذاب او نعمتونو څخه انکار؛ هغه شیان چې د عصريتوب د پلويانو سره تړاو لري: – د سنګسار د حد څخه انکار کول؛ – د جهاد د فرضيت او مشروعیت څخه انکار [د دوی د ډېرو مشرانو لخوا]؛ – د ښځو ازادي؛ – د ښځو او نارینهو ترمنځ مساوات؛ – د اديانو يووالي ته بلنه. « لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې معتزله د قرآن او سنتو له غيبي حقایقو څخه لکه: ابرار ملائکې، پېريان، شیطانان، د قبر عذاب او د هغه نعمتونه او نورو شيانو انکار په باطلو تأويلونو سره کاوه، نوي ماډرنسټانو هم همداسې وکړل.» یادونه: دې ډلې هم لکه د پخوانیو معتزلو په څېر له ډېرو شیانو انکار کړی، چې په راتلونکو برخو کې به یې په تفصیل سره بیان کړو. پایله په دې اړه د تحقیق او څېړنې له لارې دې نتیجې ته رسیږو چې نوي معتزله یا د عصريتوب پلويان د پخوانیو معتزلهو له کتابونو څخه کار اخیستو ته لېواله وو او په دې برخه کې یې د مقتدا په توګه ګڼل. او کوښښ يې کاوه چې په اسلامي ټولنه کې د اعتزال مذهب بېرته راژوندی او هغه په اسلامي ټولنه کې ترويج کړي. دا ډله د معتزلهو پوهه د دين په اړه سمه ګڼي او د اوسني عصر له روح سره يې مطابق بولي، هغه څه چې دوی يې هغې ډلې ته ډېر متوجه او لېواله کړل. ادامه لري…