بې له شکه چې مسلمان ولس په تېره بيا د امت ځوانان بايد په دې ډاډه شي چې دا دين د تمدن کِلي او زېرمه ده او د فرهنګ او پرمختګ خاوند دى.
همدارنګه له دې پرته بايد پوه شي چې د دې دين احکام او اصول تر ټولو بشري قوانينو او پروګرامونو چي نن ورځ شتون لري غوره دي.
په دې کې شک نشته چې اسلام د تمدن او کلتور دروازې د انسانیت پر مخ پرانیستې دي.
اسلام دبېلابېلو ځانګړنو په درلودلو سره خپل تمدن په ښکلو ډول ښودلی دی. په دې ځانګړتیاوو کې د علم عمومي اصول شامل دي، کوم چې په حقیقت کې د تمدن دروازه ده. هیڅ تمدن د نوم او نښان خاوند شوی نه دی، مګر دا چې د علم او پوهې په لټه کې یې رول لوبولی دی.
دا ناسمه خبره ده چې د مسلمانانو د زوال او وروسته پاتې والي لامل اسلام وبولو. ځکه که داسې وای نو په هغه زمانه کې به یې هم پرمختګ نه وای کړی. په حقيقت کې د اسلام له پيله د مسلمانانو پيوند او ټينګښت د ننني مسلمانانو په پرتله له اسلام او د دې دين لارښوونو ته ډېر زيات او پياوړی و.
که يو څېړونکی د اسلامي تمدن په اړه خپلې څېړنې ته په ځير سره وګوري، بايد پوه شي، چې د معاصر تمدن او علمي پرمختګونو بنسټ ايښودونکي مسلمانان دي، چې دا د اسلامي تمدن د تحرک او موثريت څرګندونه کوي.
د اسلامي تمدن طلايي دور
په حقیقت کې د اسلام زرین دور هغه وخت ته اشاره کوي چې ادبیات، هندسه، ستورپوهنه(نجوم) او نور علمي ډګرونه له اتمې پېړۍ څخه تر دیارلسمې پیړۍ پورې وده وکړه.
د اسلام د طلايي دورې علماو د عربي نړۍ په سترو کتابتونونو او په ځانګړې توګه په بیت الحکمه کې د لرغونو یوناني علومو ژباړه او ساتنه وکړه.
د اسلام د زرین دور کلتوري، علمي او سیاسي وده په ټوله نړۍ کې مشهوره وه، چې له منځنۍ اسیا او منځني ختیځ څخه نیولې تر شمالي افریقا او هسپانیې پورې غځېدلې وه.
د علمي مرکزونو او فکري خوځښتونو په رامنځته کولو سره دغه تمدن ګڼ شمېر فاضلان، حکیمان او پوهان وروزل، چې د هغې ورځې نړۍ یې له نه وصف کېدونکې لېوالتیا ډکه کړه.
جورج سارتن، یو معتبر څیړونکی او مورخ چې د تاریخ د علومو پلار بلل کیږي، په خپل کتاب “د تاریخ په علم باندي مقدمه” کې، د میلاد 11 پیړۍ لومړۍ نیمایي عصر یې د ابوریحان بیروني په نامه باندي نومولي دي.
د ادم مټز په ګډون ډېرو تاریخ پوهانو او تاریخ څېړونکو د هجري څلورمه او پنځمه پېړۍ د اسلامي تمدن طلایي دوره بللې ده.
په دې دوره کې ساماني او آل بویه حکومتونه شامل وو، چې د بغداد، ری او نور ښارونه د دې تمدن مرکزونه وو. په دې عصر کې مختلف علما لکه: ابو ریحان البیروني، ابن سینا، ابن هیثم، زکریا رازي او نور د اسلامي تمدن د تاریخ د نوي فصل بنسټ ایښودونکي وو.