Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( اتمه برخه)
اسلام یکشنبه _7 _جولای _2024AH 7-7-2024AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو عرفان


امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( اتمه برخه)

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حکم
تر هر څه لومړی باید پوه شو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام له مهمو او اساسي اصولو څخه دی او ډېر اړین دی. ځينو علماوو دا د اسلام په ارکانو کې شامل کړی دی، او د اسلام جوړښت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرته نه بشپړ کیږي. خو هغه څه چې د شريعت له عملي او اساسي منابعو څخه معلومېږي هغه دا دي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو الزامي وظیفه ده. لکه څنګه چې په قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې په واضح ډول راغلي دي.
له قرآن څخه دلایل
لاندې آيت په ښکاره ډول څرګندوي چې د انسان د کاميابۍ او نجات له لاملونو څخه يو هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دى. الله جل جلاله فرمایي: “«وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»؛ ژباړه: “باید په تاسو کې یوه ډله وي چې نیکۍ ته بلنه ورکړي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، او داسې خلک به بریالي شي.” شیخ حامد بن احمد آل بکر د دې آیت په اړه لیکي چې، که دا الهي وظیفه پریښودل شي نو اسلامي امت به سوکالۍ او نجات ته ونه رسیږي.
په دې مبارک آیت کې الله جل جلاله موږ ته یادونه کوي چې د مؤمنانو یو له اساسي او اړینو صفتونو څخه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دي، الله تعالی فرمايي: «وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ»؛ ژباړه: «او مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې د يو بل دوستان دي. دوی په نیکۍ امر کوي او له بدیو منع کوي، لمونځ کوي، زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي. دوی هغه کسان دي چې الله جل جلاله به پرې رحم وکړي، بې له شکه چې الله غالب او د حکمت څښتن دی.»
شیخ آل بکر هم په دې اړه وایي: له دې آیت څخه معلومیږي، چې واجب ایمان، یوازې هغه څوک ترلاسه کولی شي چې دا صفات ولري او دا هم معلومه شوه چې د الله تعالی په رحمت کې هغه کسان شامل دي چې دا کارونه په سمه توګه کوي. او همدارنګه پوهېدلای شو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځانګړې بلنه نه ده او په هر مؤمن نر او ښځه د خپل توان له مخې واجب ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پرېښودلو په اړه خدای تعالی فرمایي: «لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي‌إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (۷۸) كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُون (۷۹) تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ»؛  ژباړه: «د بني اسرائيل کافران، د داود او عيسى عليهما السلام به وسیله لعنت شول، ځکه دوی سرغړونه وکړه، او (له حد څخه یې) تېری وکړ، دوی نهی عن المنکر نه کاوه، رښتیا هم چې بد کار یې کاوه، له هغو څخه به ډېر کسان ووینې چې له بت پرستو سره مینه کوي، څومره بد دی هغه شی چې د دوی نفس دوی ته وړاندي کړی دی، الله جل جلاله به په دوی غضب وکړي او دوی به په عذاب کې تلپاتي وي.»
په دې آيت كې الله جل جلاله د ځینو امتونو بریا امر بالمعروف او نهی عن المنکر بولي او فرمايي:  «فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلاً مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ»؛ ژباړه: «نو له تا نه مخکې په امتونو کې ولې داسې هوښياران نه وو چې په ځمکه کې له فساده منع وکړي؟! خو يو څو کسان چې هغه موږ وژغورل [او هلاک نه شول]»
الله سبحانه وتعالی د هغه کسانو لپاره چې امر بالمعروف او نهی عن المنرک کوي فرمایي: «فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ»؛ ژباړه: (نو کله چې دوی هغه څه هېر کړل چې دوی ته نصیحت شوي وو، نو موږ هغه کسانو چې نهی عن المنکر کاوه وژغورل، او هغه کسان چې ظلم یې کاوه، د کوم سرغړوني لپاره چې دوی کاوه، په سخت عذاب سره اخته کړل.)
ادامه لري…
Previous Articleعلماء او واکمنان (دوهمه برخه)
Next Article خوارج (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD14 Views

ليکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶) سریزه په تېرو…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري: برخه: ۲۳)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD8 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري: برخه: ۲۳) په ماسوني تفکر کې د سیارو او ستورو نښې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD11 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳) (ج) د اسلام له نظره د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵)

یکشنبه _8 _مارچ _2026AH 8-3-2026AD14 Views

لیکوال: ابو عائشه  له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۵) له مرګ وروسته…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD

فراماسونري: برخه: ۲۳)

دوشنبه _9 _مارچ _2026AH 9-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.