Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د عرفې د ورځې فلسفه، فضیلت او د هغه لمانځل
متفرقه شنبه _15 _جون _2024AH 15-6-2024AD

د عرفې د ورځې فلسفه، فضیلت او د هغه لمانځل

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي


د عرفې د ورځې فلسفه، فضیلت او د هغه لمانځل

د عرفې ورځ یوه له سپېڅلو ورځو څخه ده چې په کال کې یوازې یو ځل راځي. دا ورځ یوه ځانګړې ورځ ده، چې په دیني احکامو کې یې په ډېر ارزښت او فضیلت سره یادونه شوې ده. د عرفې ورځ هغه ورځ ده چې په دغه ورځ سهار وختي مسلمان حاجیان له «منی» څخه د عرفې غره او د عرفې دښت ته ځي. دا هغه ورځ ده چې رب العالمین خپل بندګان د هغه عبادت او اطاعت ته رابولي او د هغوی لپاره د رحمت او نیکۍ سترخانونه هواروي او په دې ورځ لعنت شوی شیطان د نورو ورځو په پرتله ډېر ذلیل کیږي. ځکه چې په دې ورځ رب العالمین خپل فضل او کرم پراخوي او د خپلو ډېرو بندګانو بخښنه کوي او هغوی ځان ته نږدې کوي. له همدې امله ډېرو رواياتو دغه ورځ د ګناهونو د بښنې لپاره د ځانګړې ورځې په توګه معرفي کړې ده. لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي دي: “الله تعالی د عرفې په ورځ خپل بندګان د بلې هرې ورځې په پرتله د دوزخ له اور څخه خلاصوي …” نو مسلمانان باید د دې مبارکې ورځې پیل په روژه، توبه، دعا، تکبیر او تهلیل(لااله الا الله) سره وکړي، او ځان د خدای د هر اړخيز رحمت مشمول وګرځوي، او لعنت شوی شيطان نااميد کړي؛ لکه څنګه چې حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام هغه مایوسه او ناامید کړل.

 

د عرفې د نومولو لامل
د عرفې د نوم په اړه څو اقوال شته چې عبارت دي له:
  1. حضرت ابراهیم علیه السلام د حج د مناسکو د ادا کولو وروسته، حضرت جبریل علیه السلام خطاب ورته وکړ: ایا په هغه ښه پوه شوې؟ او هغه دې په ښه توګه ترسره کړ؟ هغه ورته وویل چې هو«عرفتُ» په پوه شوم.
  2. کله چې حضرت آدم او حوا له جنت څخه ووتل، هلته یې سره ولیدل او یو بل یې وموندل.
  3. مسلمانان (په ځانګړې توګه حاجیان) هلته د خپلو ګناهونو او خطاګانو اعتراف کوي او د لوی مهربان خدای له دربار څخه بښنه غواړي.
  4. خدای تعالی هلته خپلو بندګانو ته خپل نعمتونه او رحمتونه ښکاره کوي.
د عرفې د ورځې فضیلت او اهمیت
د عرفې ورځ ډېره مبارکه او له برکته ډکه ورځ ده، هغه ورځ چې رب العالمین خپلو بندګانو ته خپل رحمت او مغفرت وربخښي. په حقیقت کې په دې ورځ فریادونه، دعاګانې او غوښتنې آسمان ته ځي او په بدل کې یې رحمتونه او برکتونه نازلیږي. د دې ورځې له ځانګړنو او فضیلتونو څخه د ګناهونو بښنه او له دوزخ څخه خلاصون دی. لکه څنګه چې په احادیثو کې راغلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د عرفې په ورځ الله جل جلاله خپل بندګان د هرې ورځې په پرتله ډېر د دوزخ له اوره خلاصوي. په هغه ورځ خدای به خپلو بندګانو ته څنګه چې پوهیږي نږدې به شي، بیا به د دوی په حضور کې پرښتو باندې فخر وکړي او په فخر سره به ووایي: دوی څه غواړي؟ (ایا دوی زما له رضا او د خپلو ګناهونو له بښنې پرته بل څه غواړي؟!)» همدارنګه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وویل: د [الیوم اکملت] آیت د جمعې په ورځ او د عرفې په ورځ نازل شوی دی او دا دواړه زمونږ لپاره اختر دی.
پخوانیو نېکو علماوو د دې ورځې اهمیت درک کړی، چې څومره الله تعالی په دې ورځ خپل رحمت پراخوي. فضیل بن عیاض رحمه الله د عرفات په ورځ د عرفات په میدان کې ولاړ و، چې ناڅاپه د خلکو ژړا د هغه پام ځان ته راوګرځاوه، نو هغه وویل: « تاسو په اند که دا ټول خلک یو چا ته ورشي او یو دانه غنم ځیني وغواړي، ایا هغه به یې رد کړي؟ هغوی وویل: نه. ويې ويل: په خداى قسم الله تعالی ته د ګناهونو بښنه د غنمو د يوې دانې په پرتله اسانه ده.

 

د عرفې ورځې اعمال
  1. لمونځ؛ د ذوالحجې په لسیزه کې یو له خاصو اعمالو څخه په ځانګړې توګه د عرفې په ورځ د رب العالمین په وړاندې دعا او ژړا ده. لکه څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي:« تر ټولو غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده…» همدارنګه د امت صالحینو ویلي دي: «د عرفې ورځ د دعاګانو د قبلېدو ورځ ده». له همدې امله صحابه کرامو او سلفو صالحینو د دې ورځې لمونځ ته ډېره پاملرنه کوله. امام علي رضي الله عنه د دې ورځې په اړه فرمايي: «د عرفې ورځ هغه ورځ ده چې په هغې کې ډېر خلک د دوزخ له اوره ژغورل کېږي.» نو په دې ورځ دغه دعا زیاته کوه: « اللهم اعتق رقبتي من النار، و اوسع لي من الرزق الحلال، واصرف عني فسقة الجن و الانس.»
  2. ذکر او تکبیر؛ د ذوالحجې په لسیزه کې په ځانګړې توګه د عرفې په ورځ یو له نورو مهمو اعمالو څخه چې باید په پام کې ونیول شي، ډېر تکبیر، ذکر او تهلیل (لااله الا الله) ویل دي. د واجب تکبیر (تشریق) له ویلو وروسته – چې د عرفې د سهار له لمانځه څخه پیل کیږي او د دیارلسمې ورځې تر ماښامه دوام کوي – په نورو وختونو کې هم د تکبیر او تهلیل ویل مه هیروئ؛ ځکه د عرفې ورځ د الله تعالی له لوري د ثواب، رحمت او مغفرت د ترلاسه کولو ورځ ده او دا ګټې د لمانځه، تکبیر او تحلیل له لارې ژر تر لاسه کیدای شي. له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هیڅ داسې ورځې نشته چې نیک عمل پکې تر دې لسو ورځو زیات محبوب وي. نو په هغه کې تهليل (لااله الاالله) او تکبير (الله اکبر) او تحميد (الحمدلله) ووايست. نو په دې ورځ غوره ده چې ډېر تکبیرونه ووایو او د خپل ځان، د کورنۍ د غړو، خپلو مړو او خپلو عزیزانو لپاره دعاګانې وکړو. ځکه د عرفې ورځ د رحمتونو او برکتونو د حاصلولو او د دعاګانو د قبلېدو ورځ ده.
  3. د عرفې د ورځې روژه؛ د دې مبارکې ورځې یو له مهمو عملونو څخه روژه ده. په دې ورځ روژه نيول يو مسنون او مستحب عمل دى او ډېر ثوابونه لري. له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه یې د الله تعالی په نزد (ثواب) داسې حسابوم چې د تېر او راتلونکي کال د ګناهونو کفاره ده. بیا هم ابو قتاده رضي الله عنه وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دغه ورځي د روژې پوښتنه وشوه، ویې فرمایل: «د تېر او راتلونکي کال ګناهونو کفاره ده.»
د پورتنیو موندنو او روایتونو له مخې د عرفې ورځ ډېره ارزښتناکه او فضیلت لري او د خدای په نزد ځانګړی ځای لري. په دې ورځ د څښتن تعالی ډېر رحمتونه او برکات پر خپلو بندګانو نازلېږي؛ څومره نېکمرغه دي هغه کسان چې د دې ورځې درناوی کوي او په اطاعت، عبادت، تکبیر، تحمید، تهلیل او روژه یې هرکلی کوي.
Previous Articleد الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دوه څلویښتمه برخه)
Next Article د اختری «قربانۍ» تاریخ او د هغه حقیقت (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک څلور ویشتمه برخه په اصلاح…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله نهه‌ویشتمه برخه دوهم درس:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.