لیکواله: ام عایشه
مرجئه (پنځه ویشتمه برخه)
د عباسي دورې مرجئه
ځینې مستشرقین په دې باور دي چې مرجئه د امویانوسره د میني له امله یا د امویانو د زوال په خاطر، له منځ ولاړل. او وروسته نورو لیکوالانو هم دا خبره راپورته کړې ده. خو حقیقت دا دی چې د مرجئه و ظهور او د امویانو په دوره کې د هغوی حرکت او دریځ تل د امویانو په ګټه نه وو، بلکې مرجئه هم د امویانو په ضد پاڅون کې برخه اخیستې وه. له همدې امله، نور عوامل د مرجئه و تدریجي ورکېدو لامل شوی. د یادولو وړ ده چې لږ تر لږه د دریمې پیړۍ تر پایه پورې د مرجئه و فکر له منځه نه وو تللی او حتی دا ادعا هم کېدای شي چې د دوی شمېر هم کم نه شو. ځکه چې د درېمې او څلورمې پېړۍ د رجالو په اثارو کې ډېر احادیث پوهان(محدثین) په ارجا (مرجئیت) باندې تورن شوي او د مرجئه و نظريات په هغو فرقو کې چې په درېیمه او څلورمه پېړۍ کې مشهور وو، لکه کرامیه او نجاریه فرقې، په ښکاره توګه لیدل کېږي. حتی ځینې مرجئه د بني عباس په دوره کې حکومت ته نږدې شول، په داسې حال کې چې ځینې یې په مخالف دریځ کې وو.
د عباسي عصر د لومړۍ دورې د نورو مرجئه و له جملې څخه د ابو معاويه ضریر، يونس بن بکير، بشر مريسي او داسې د نورو يادونه کولى شو.د مرجئه و مشترک ټکی د ایمان په مسائلو کې دی او د بني عباس په دوره کې ځینې د حکومت مخالف وو او ځینې یې د حکومت طرفدار وو او ورسره موافق وو. «ارجاء» د اموي او د عباسي دورې په لومړیو کې انقلابي روحیه درلوده او د هغه وخت د ظالمانو په وړاندې و. مګر ورو ورو د پاچاهانو تابع ګرځېدل. تر دې چې نضر بن شمیل، مرجئیت (ارجاء) د پاچاهانو په دین کې بللې، او دا خبره یې د مامون په حضور کې او د هغه د پوښتنې په ځواب کې مطرح کړه.
د مرجئه و ژوبله
اخلاقي اړخ
د ارجاء نظریه د فردي او ټولنیزو اخلاقو لپاره لوی خطر دی او فساد او سرغړونې ته وده ورکوي؛ ځکه دوی فکر کوي چې په کبیره ګناهونو باندي د مسلمان ایمان ته کوم تاوان نه رسیږي، او د هغه په مرتکب باندي د جنت او د دوزخ قضاوت نه شي کېدای.
سیاسي اړخ
د مرجئه و عقیده د امویانو لپاره چې ځینو یې په پټه او ښکاره ګناه او ظلم کاوه ښه بهانه وه؛ ځکه د مرجئه و عقیده د دې سبب شوه چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کړي او ووایي: «که یو امام یا خلیفه کوم کبیره ګناه وکړي، له ایمان څخه بهر نه دی او اطاعت یې واجب دی.» په نتیجه کې د مرجئه و فکر د استبدادي او جنایتکارو واکمنانو په لاس کې یوه اسانه وسیله شوه. له همدې امله د اموي واکمنانو له ډلې څخه هیچا د ارجاء د مفکورې له امله د مرجئه مخالفت ونه کړ او دغه مفکوره یې هم پیاوړې کړه.