په تېرو یادښتونو کې د ډیموکراسۍ د ګټو او زیانونو په اړه خبرې وشوې، خو په راتلونکو څو نوټونو کې به د نویو او زړو لوېدیځ پوهانو د نیوکو په تله کې د ډیموکراسۍ مسئله مطرح شي. دا چې د اسلام له نظره د دیموکراسۍ حیثیت څه دی او څنګه دی، په دې اړه به وروسته په تفصیل سره خبرې وکړو.
سیاسي علوم پوهانو د ډیموکراسۍ نظام تر مایکروسکوپ لاندې نیولی او له مختلفو اړخونو یې ستونزې راپیدا کړي دي او په اړه یې د پراخو ادعاوو په اړه پوښتنې کړې دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
سقراط ویلي دي: آیا دا خرافه نده چې یوازې لږ شمېر یا ډېر به د علم لامل شي؟
سقراط چې په ۳۹۹م م مړ شوی، په نړۍ کې تر ټولو مشهور فلسفي شخصیت دی او امکان دې ډېر لږ وي چې څوک یې و نه پېژني. ځینې یې لومړی ښوونکی بولي. هغه په دې باور و چې کله د ډيموکراسۍ په څېر حکومت کې اخلاقي او مذهبي محدوديتونه لرې کېږې، هر څوک آزاد وي، هر څه چې وغواړي کولای یې شي. پایله دا ده چې پوهنه د دې پر ځای چې ټولنه روغه کړي، ټولنیز جنجالونه او تضادونه لا پسې خرابوي او دا هماغه ناروغي ده چې ډیموکراسي ورسره مخ ده؛ له همدې امله سقراط ډیموکراسي د جهالت او خود غرضۍ له واکمنۍ سره پرتله کوي.
“آيا موږ نه وينو چې په ټوله نړۍ کې د خلکو ګڼه ګوڼه د هغو لږو احمقو، وحشي او ظالمه خلکو په پرتله ده چې زده کړه او پوهه يې له نورو خلکو بېله کړې ده؟”
افلاطون ویلي: ډیموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه ده.
افلاطون چې په ۳۴۷ کال مخکې له میلاد مړ شوی، د سقراط شاګرد دی، چې تر ډېره د سقراط په څېر مشهور دی.
افلاطون ډیموکراسي د ناپوهو خلکو حکومت ګڼي، په کوم کې چې خلک عدالت او اعتدال نه لري او د هوا و هوس لېواله او د نظر خاوندان کېږي.
د داسې حکومت پایله د سقراط په څېر د هوښیارانو اعدام او د آتن د پنځه سوه کسیزې شورا د غړو ټاکنه ده. پداسې حال کې چې لاټري(قرعه کشي) یو احمقانه روش ده او لکه څنګه چې تاسو نشئ کولی د لاټرۍ په واسطه یو څوک ډاکټر یا انجنیر جوړ کړئ، تاسو نشئ کولی او تاسو باید د لاټرۍ له لارې د خلکو د سیاست مسلک ته پام ونه کړئ.
د افلاطون نيوکه دا ده چې وايي؛ کله چې تاسو ناروغ شۍ، نو له ډېرو نه پوښتنه نه کوۍ چې راټول شئ او وګورئ چې زه څه ډول ناروغي لرم، بلکې ته يو ډاکټر يا هغه کس رابولۍ چې په دې کې متخصص وي. نو ولې باید د حکومت کولو په وخت کې د اکثریت نظر ته پام وکړو؟