هغه د نامتو استادانو او شیخانو یوه ډله درلوده؛ په دوی کې: حماد بن سلیمان اشعري، زید بن علي زین العابدین، محمد باقر زین العابدین، جعفر صادق، عبدالله بن حسن بن حسن او جابر بن یزید جعفي رحمهم الله و. خو تر ټولو ډېر یې د کوفې فقیه، حماد بن ابي سلیمان اشعري رحمه الله تر اغیز لاندې علم حاصل کړ او د قرآن کریم قرائت یې له امام عاصم (رحمه الله)، یو له سبعه قرَّاو څخه زده کړ.
د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه د سلفو اقوال:
د امام ابوحنيفه رحمه الله په درناوي او ستاينه کې د سترو مخورو او سلفو ويناوې د ناپېیلو ملغلرو په څېر دي چي له دغو عالي او شاهوارو ملغلرو څخه ځينې به وليکو څو د هغه د لوړ مقام د څرګندولو په برخه کې مرسته وکړي. امام شافعي رحمه الله د ده په اړه وايي: “خلک په فقه کې د امام ابو حنیفه رحمه الله عیال دي” او په بل روايت كې راغلي دي: څوک چې غواړي فقه زده كړي، نو د ابوحنيفه او د هغه د ملګرو ملازمت دي وکړي. ځکه؛ پرته له شکه چي ټول خلک په فقه کې هغه ته محتاج او د هغه عیال دي”. عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمایي: “که اخبار او آثار پېژندل شوي دي او رایه او نظر ته اړتیا پیدا شوي وي، نو باید وپوهېږو چې دا نظر د مالک، سفیان ثوري او ابوحنیفه رحمهم الله رأی دي. په دوی کې د امام ابوحنيفه رحمه الله رأی تر ټولو غوره او د عقل له لحاظه تر ټولو سم او صحیح او په فقه کې تر ټولو ژور دی.”
حکم بن عبدالله رحمه الله فرمایي: په احادیثو کې ما له سفیان ثوري څخه زیات فقیه نه دی لیدلی او ابو حنیفه تر هغه زیات فقیه و. سفیان بن عیینه رحمه الله فرمایي: ما ګمان نه کاوه چې دوه شیان دي د کوفې له پله تېر شي، په داسې حال کې چې ټولې نړۍ ته ورسېدل: د حمزه قرائت او د ابوحنیفه رأی او نظر.
د امام ابو حنیفه رحمه الله کلامي مکتب:
امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايي: د احکامو د اخستلو لپاره لومړی د الله تعالی جل جلاله کتاب ته مراجعه کوم، که د خدای جل جلاله له کتاب (قرآن) او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه مي حکم ونه شوای اخستلای، نو د صحابه کرامو له قولونو څخه کار اخلم او پاتې یې پرېږدم او په نورو خبرو عمل نه کوم. بیا زیاتوي: که موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کوم حدیث راشي، ترې ګټه اخلو، او که له صحابه کرامو څخه وي، په منلو یې مختار یو او که د تابعینو څخه وي، مقابله یي کوو.”