لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
کنفوسیوس (پنځمه برخه)
د کنفوسیوس مقدس کتابونه:
له کنفوسیوس څخه پنځه کتابونه په یادګار پاتې دي، چې د شاګردانو له خوا یې لیکل شوي دي، چینایانو هم نور څلور کتابونه هغه ته منسوب کړي دي، د کنفوسیوس مقدس کتابونه عبارت دي له: “انالکتز” او “پنځه کپنګ”؛ د کنفوسیوس د کتاب له مخې کولی شو ووایو: «هغه دیني ښوونکی نه و؛ بلکې د هغه درسونه يوازي د ښه ژوند د طريقې او رواجونو د زده کولو لپاره وو، په دې طريقه سره يې د زياتو خلکو پام ځان ته اړولی و، چي نن ورځ شاوخوا پنځه سوه ميليونه خلک د ده د کتابونو په وسيله د دغه څخه پيروي کوي.»
د کنفوسیوس د تعلیماتو د پوهېدو کلیدي کتابونه شپږ دي چې په لاندې ډول دي:
شوجینګ یا د تاریخ کتاب: په دې کتاب کې د چین د لرغونو امپراطوریو تاریخي کیسې شته چې سل اسنادو ته رسېږي، د دغو اسنادو وخت شلمې پېړۍ څخه تر اتمې میلادي پېړۍ پورې اړه لري. د کنفوسیوس لخوا د دې اسنادو د راټولولو لامل دا و چې د هغه زده کوونکي د سلطنتونو د رامینځته کیدو او ړنګیدو د لاملونو په اړه حقایق خبر کړي.
د شی جینګ یا د شعرونو/ سندرو کتاب: دا کتاب د هغه مشهور شعرونو ټولګه ده چې د خلګو په منځ کې مشهور دی، چې په پنځه سوه کلونو کې د «جو» د سلسلې د پیل او د پسرلي او مني د دورې (د 8 یا 6 پیړۍ وروسته له میلاد) ترمنځ لیکل شوی دی. کنفوسیوس ۳۰۵ شعرونه له 3000 شعرونه څخه جلا کړل او هغه یې د څلورو سرلیکونو لاندې تقسیم کړل.
یائو یا موسیقي: د کنفوسیوس په وخت کې، موسیقي له شعر سره نږدې تړاو درلود، نو هغه د پخوانیو شعرونو ټولګه جوړه کړه او په پای کې یې د هر یو لپاره یې سندره جوړه کړه.
لي جي يا د آیینونو کتاب: د لرغوني چين د شاهي سلطنتونو او خلکو کتاب دی.
یې جینګ یا د بدلونونو کتاب: د دې کتاب منځپانګه د فلسفې یو خیالي سیسټم دی چې په اتو، درې کرښې کې لیکل شوی دی، دا اته درې کرښې د درې اړخیزو ترکیبونو یا د دوامداره کرښې او مات شوي کرښې له ترتیب څخه جوړې شوي.
چون چیو یا د پسرلي او مني کالنامې: دا کتاب د «لو» د آیالت د مهمو پیښو تاریخي راپور دی چې د « یین پاچا» د واکمنۍ له لومړي کال څخه [722] د «آی شاه» د واکمنۍ ۱۴ کال پورې [۴۸۱] د “پسرلي او مني” د کالنامې نوم له هم دې لرغوني دود څخه اخیستل شوې چې په هغه کې د هرې پیښې څخه مخکې کال، میاشت، ورځ او موسم راوړل شوی دی.
د يادو شويو اثارو له مخې دا څرګنده شوه، چې کنفوسیوسیزم يوازې په مذهبي لارښوونو پورې محدود نه دی؛ بلکې په دې کې د دیني، اخلاقي، سیاسي، ټولنیزو او حتیٰ اقتصادي په ګډون بېلابېل موضوعات شامل دي، چې په هیڅ یوه کې هم د واحد موضوع نه ده مطرح شوې.
نور بیا…