امام ابوحنیفه رحمه الله یو له هغو سترو علماو څخه دی چې په «مرجئه» تورن شوی دی. ځینو هغو کسانو چې دغه ستر شخصیت یې ښه نه پېژانده، هغه یې د مرجئه په توګه یاد کړي دي. امام اعظم رحمة الله علیه د اسلامي نړۍ یو له سترو او نامتو شخصیتونو څخه دی چې په ټوله نړۍ کې شهرت لري او د ځمکې د نیمایي مسلمانانو امام او مقتدٰی دی. د امام د شخصیت، علمی لاسته راوړنو، عقایدو او خدمتونو پېژندنه هغه څه نه دي چې په یوه مقاله یا کتاب یا کتابونو کې ځای شي؛ نو په دې لیکنه کې به په لنډه توګه د اسلامي نړۍ د دې نامتو شخصیت د ژوندلیک یوه کونج ته پام مو واړوو او د دلیل په وړاندې کولو سره به ووایو چې د هغه عقیده د مرجئه و له عقایدو سره بالکل توپیر لري.
امام ابو حنیفه څوک وو؟
نن سبا موږ امام ابو حنیفه رحمه الله د اهل سنتو د سترې فقهي مذهب د بنسټګر په توګه پېژنو. خو د تاریخ پوهانو او سیرت لیکونکو د ګواهۍ له مخې هغه په خپل وخت کې مخکې له دې چې د یو ستر صاحب الرأی فقیه په توګه مطرح شي، د زبردست متکلم به حیث نړېوال شهرت درلودل. هغه یو داسې لوی شخصیت وو چې په خپل بې وقفه زیار ایستلو سره داسې مسائل وڅېړل چې بېلګه یې په نورو مذاهبو کې ډېر کم لیدل کېږي. هغه په خپل دُنیایي ژوند کې بریالی او د پوهې او معرفت په تحصیل سرشاره نبوغ لرل او په تفکر او د شرعي احکامو په استنباط او استخراج کې تکړه او با استعداده و. هغه دومره ښه اخلاق درلودل چې هغه یې د اسلام له سترو پېشوایانو او مشرانو سره د دوستۍ او ملګرتیا وړ ګڼل. په هغه وخت کې یې د “امام اعظم” لقب ځان ته ورکړ. هغه لقب چې د نړۍ افقونه یې د لمر په څېر روښانه کړل او کله چې موږ دا عالي لقب د هغه تر څنګ ږدو چې هغه د “عراق فقیه” و. او د “اهل رأی امام” وو، پوهېږو چې څه شی باعث شو چې عبدالله بن مُبارک د هغه په اړه ووایي: “ابو حنیفة مُخُّ العلم”؛ (ابو حنیفه د علم مغز دی.) او ابن جریج ووايي: “إنه الفقیه”؛ (هغه یوازینی فقیه دی). د مقالې دا برخه د امام ابو حنیفه رحمه الله د ژوند څیړلو ته وقف شوی او دا به وڅیړل شي چې آیا هغه مرجئه وه که نه؟
د امام ابوحنيفه رحمه الله ژوند ته يوه کتنه
د امام ابو حنیفه رحمه الله نوم او نسب:
د هغه مُبارک نوم نعمان دی، د پلار نوم یې ثابت، د نيکه نوم یې مرزبان دی او د يوې معززې کورنۍ سره تعلق لري چې په خپلوانو او ټولنه کې يې ډېر عزت او اهميت درلود. په اصل کې امام ابوحنیفه د افغانستان د اوسنۍ پلازمېنې کابل اوسېدونکی دی او د تر ټولو صحیح روایت له مخې په (۸۰هـ) کال کښې د عبدالملک بن مروان د خلافت په وخت کښې د عراق د کوفې په ښار کښې وزیږید. د هغه نیکه (مرزبان) د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په وخت کې اسلام قبول کړ او له هغه وروسته کوفې ته ولاړ او په دغه ښار کې میشت شو. خطيب د امام ابوحنيفه له لمسي اسماعيل بن حماد څخه روايت کوي چې هغه فرمایي: په خداى قسم چې زموږ له نيکونو څخه هېڅوک غلامان نه وو. امام ابوحنيفه رحمه الله په (۸۰ هـ ق) کال کې زېږېدلی او پلار يې ثابت د ماشومتوب په وخت کې علي ابن ابي طالب (رضی الله عنه) ته ورغی او حضرت دُعا ورته وکړه چې خدای دې دئ او د ده اولادونو ته برکت ورکړي. امید لرم د حضرت علي رضي الله عنن دُعا د حق تعالیٰ جل جلاله به درګاه کې قبوله شوې وي.
امام ابوحنيفه رحمه الله په ماشومتوب او د ژوند په لومړيو کې د قرانکريم حفظ ته ځان وقف کړ. د هغه لومړنۍ علاقه په علم کلام کې وه. په دیني بحثونو کې د ګډون کولو له لارې په دې برخه کې د مهارت ترلاسه کولو لپاره بصرې ښار – د کلامي بحثونو مرکز – ته ډېر سفر وکړ او د معتزله او خوارجو فرقو سره د ډېرو مناظرو له لارې د دیني بحثونو استادۍ مقام ته وسېدو.
د تاریخي روایتونو له مخې، “تکفیر” یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه و چې د خوارجو سره د امام ابو حنیفه کلامي بحثونه د هغه په شاوخوا ګرځېدو. خوارج د اسلام په تندروانه قرائت سره د تکفیر توره په کار واچاوه او په بې رحمۍ سره یې په ایمان او د هغې د نورو اسلامي فرقو د غړو په ژوند باندې برید وکړ او په همدې پلمه یې وینه تویوله او فتنې ته یې لمن وهله. امام ابوحنيفه رحمه الله د دې بدمرغه حالت په ليدلو سره په دې کې د حل لاره وليده چې د تکفیرګرو متعصبو خوارجو سره په کلامي محفلونو کې ښکېل شي او د مبانیوو په نيوکو سره د بې ګناه انسانانو ژوند د هغوى د تېزو خنجرونو او پورته شویو تورو څخه خلاص کړي. هغه پخپله وايي: زه په کلامي موضوعاتو کې ماهر سړی وم، یو وخت راغی چې زه په دې مباحثو او مناظرو کې مشهور شوم او له هغه وخته چې د خلافت مرکز اکثره په بصره کې و، شاید شل ځله مې هلته سفر کړی وي او په ځینو مواردو کې تر شپږو میاشتو پورې هلته پاتې شوی یم او ما له مختلفو خوارجو ډلو سره بحثونه وکړل.