Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»معتزله (اوولسمه برخه)
فتنې یکشنبه _28 _اپریل _2024AH 28-4-2024AD

معتزله (اوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو عائشه


معتزله (اوولسمه برخه)

د معتزله و دلایل:
معتزله د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې فاسق د عذاب مستحق دی او هغه معاف کېدای نشي، له آیاتونو او احادیثو استدلال کوي او دوى وايي: كه دا عذاب واجب نه وي، نو وعید او ګواښ هېڅ ګټه نه لري او د الله تعالی جل جلاله په کلام کې مخالفت او درواغ راځي. قاضي عبدالجبار په دې اړه  ليکي: «الله سبحانه وتعالی د اطاعت کوونکو لپاره د ثواب او ګناهکارانو ته د جزا وعده کړې ده، که دا ثواب او عذاب واجب نه وای، نو وعد او وعید مناسبه نه وو.»
د هغو له جملې څخه دا آیتونه دي:
الله جل جلاله فرمايي: «وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ»؛ (د غله سړي او ښځې لاسونه پرې کړئ د هغه څه په بدل کې چې دوی کړي دي، د خدای جل جلاله له خوا د عبرت په توګه.)
الله سبحانه وتعالی فرمايي: «الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ»؛ (هر زناکار سړی او ښځه سل دُرې ووهئ، او که تاسو په خدای جل جلاله او د قیامت په ورځ ایمان لرئ، نو د خدای جل جلاله د دین په پلي کولو کې باید پر دوی زړه ونه سوځوئ او د دوی د عذاب په وخت کې د مؤمنانو یوه ډله حاضر وي.)
قاضي عبدالجبار د دې آيت په اړه ليكي: دا آیت په دې دلالت کوي څه چې موږ د وعید  په اړه وايو، دا آيت د دې څرګندونه كوي چې زنا كوونكى د سزا مستحق دى. که چېرې زنا لويه ګناه نه وای او د هغه د فعل کوونکي ثواب یې له منځه نه وړای، نو د هغه لپاره د حد په توګه عذاب لازم نه وو. نو دا معلومه شوه چې هغه دوزخي دی. ځکه چې هغه ته دا روا نه ده چې د خپل ايمان سره سره په دې نړۍ کې د عذاب مستحق وګرځي، په داسې حال کې چې دلته يې د آخرت له عذاب څخه ځان ساتلى دى. ځکه چې هغه شی چې عذاب لرې کوي هغه باید د تل لپاره یې لیري کړي، نو لازمه وه چې په زناکار باندې حد وضع نه شي، پرته له امتحان څخه، که داسې وای نو د هغې حد به عذاب نه بلل کېدای. نو که حد د عقوبت لپاره نه وای، مهرباني لازمه وه، نو کله چې په هغه باندي مهراباني جایزه نه ده، باید د هغه سره بې توجهي وشي او دا پخپله د هغه په ​​باطلېدو دلالت کوي.
د لوی خدای جل جلاله ارشاد دی: «نَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیم»؛ (هغه کسان چې ناخبرې ښځې په زنا تورنوي، په دنیا او آخرت کې به پر هغوی لعنت وي او د دوی لپاره لوی عذاب دی).
له دې آيت څخه د استدلال طريقه په دې ډول ده: په دې آيت كې خداى جل جلاله د هغو كسانو عذاب بيان كړى، چې پر پاكو ښځو تور لګوي، او د دغو كسانو سزا لعنت دى، او د لعنت معنا: د خداى جل جلاله له رحمت او اجر څخه لرې کېدل دي. کله چې دا مسله داسې وي، نو څرګنده شوه چې دوی د خدای تعالی جل جلاله له خوا د عذاب مستحق دي.
معتزله عقیده لري: څوک چې د دوزخ اور ته ننوځي د تل لپاره به وي. ځکه چې دا سړی یا کافر دی او یا د لویې ګناه مرتکب دی چې له توبې پرته مړ شوی دی. ځکه چې یو بې ګناه، توبه کونکی کس چې د لویو ګناهونو څخه د اجتناب په وخت کې کوچنۍ ګناهونه وکړي، دوی به په دوزخیانو کې نه حسابیږي. ځکه چې د دوی د اصولو له مخې، کافران او لوی ګناهکاران چې له توبې پرته مړ شي د تل لپاره په جهنم کې دي او دا دوه لاملونه لري:
دا خلک د عذاب مستحق دي، او عذاب دایمي تاوان دی، نو دا د ثواب سره توپیر لري، کوم چې خالص او دایمي ګټه ده.
هغه نصوص چې د ابدیت او پایښت دلالت کوي: الله تعالی فرمایي: «وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا»؛ (او څوک چې مؤمن په قصد سره ووژني، د هغه سزا به دوزخ وي، چې هلته به تل وي). «وَ مَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ يَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ ناراً خالِداً فِيها» (څوک چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړي او د هغو د حدودو څخه سرغړونه وکړي، هغوی به په جهنم کې وي او هلته به تل پاتې وي.)
علامه تفتازاني رحمه الله د معتزله دا دلایل بیان کړي او د هر یوه ځواب یې هم ذکر کړی او اِن شاء الله به یې د «معتزله و ته د اصل سنتو ځوابونه» په عنوانونو کې ذکر کړو.
په هغو احادیثو کې چې معتزله په جهنم کې د یوې لویې ګناه د مرتکب پر دوام او خلود ټینګار کړی، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: «عن أبي بكر الصديق رضي‌ الله‌ عنه قال: سمعت رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم، يقول: إن الله عزّوجل حرّم على الجنة جسدا غذي بالحرام.» (له حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایلي دي: الله تعالی جل جلاله جنت په هر هغه بدن باندې حرام کړی دی چې په حرامو باندې تغذیه شوي وي.) تر څو چې الله پر دې بدن جنت حرام کړی وي، په دوزخ کې به تل پاتې وي. ځکه چې په آخرت کې له جنت او دوزخ پرته بل ځای نشته، نو که په لومړي ځای کې نه وي، باید په دویم ځای کې وي.
جنت ته د هېڅ متکبر انسان داخلېدل ممکن نه دي، که څه هم د هغه تکبر ډېر محدود وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي: هغه څوک چې په زړه کې یې د خردل د دانې په اندازه تکبر وي. جنت ته به داخل نه شي.»
نور بیا…
Previous Articleد رواني جګړې سره د مقابلې لارې (اته ویشتمه برخه)
Next Article مرجئه (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (لومړی برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فرقه

د قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه» دوهمه برخه کرامیه ډله: د دې ډلې نوم جوړښت مفتوح…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.