Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږمه برخه)
اسلامي علما سه شنبه _16 _اپریل _2024AH 16-4-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: عبیدالله نیمروزی

 

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږمه برخه)

په ماشومتوب کې د سیرت النبي (ص) سیمینار په لاره اچول

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره د سید ندوي د بې سارې او شدیدې مینې له وجې د ماشومتوب په هغه دوران کې چې نوموړي د کتابتون او نورو پلورنځیو توپیر نه شوای کولای، د سیرت کتابونو سره یې ځانګړې مینه او علاقه درلوده؛ خدای تعالی چې کله خپل بنده ته د خیر اراده وکړي، د هغه خیر، لارې چارې ورښیي او په هغه چارې کې یې بریالی کوي؛ څرنګه چې د امام ندوي په وجود کې یې ځیني ځانګړي او پټ استعدادونه په ودیعت ایښي و چې د وخت په تیریدو سره ښکاره کیدل.

د زده کړو دوران

له شک پرته د انسان پرمختګ او د فضل او کمال لوړو پوړو ته رسیدل، د داسې استاذانو په شتون او ورڅخه په ګټې اخیستنې کې دې چې فن او پوهه یې د ځان او روح سره نه بیلیدونکې اړیکه ولري او د دې په لټه کې وي چې هغه څنګه د خپلو شاګردانو تنکي ذهن ته ولیږدوي، همدارنګه له داسې معنویت او زړه سوي څخه برخمن وي چې شاګرد ځانته جذب کړي او له شوق او علاقې څخه یې ډک کړي. پر علامه ندوي د الله تعالی پیرزوینه وه چې نوموړي ته یې د دا ډول استاذانو له محضر څخه د ګټې اخیستنې توفیق ورکړ او د خپلو زده کړو په لومړي پړاو کې د داسې ماهرو او برلاسو استاذانو په لاس وروزل شو.

د حدیثو زده کړه

حضرت مولانا ندوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو سره ډیره زیاته مینه او علاقه درلوده او داچې نبوي حدیثونه تر قرآنکریم وروسته د اسلام سپیڅلي دین د دوهمې اساسي سرچینې په توګه، د ځانګړي اهمیت او منزلت څخه برخمن دي؛ له دې امله خپل همت او هوډ یې د هغو په زده کړې کې په کار واچول چې مطلوبې پایلې یې تر لاسه کړې.

ستر محدث او شیخ، «حیدر حسن خان تونکی» چې په خپله دوره کې د حدیثو او د رجالو تاریخ یو ستر او جید عالم و او د ندوة العلماء د دارالعلوم استاذ و او مولانا محدث العصر شیخ عبدالرشید نعماني (رح) د نوموړي په اړه وایي: «نوموړی په علم رجال، حدیث او تاریخ کې برلاسی و او معجم المصنفین یې تصنیف کړ چې څه د پاسه (۶۰) ټوکه دې او په دې برخه کې یې کم ساری تبحر درلود.» علامه ندوي د داسې استاذ په وړاندې د شاګردۍ زنګون پر ځمکه لګولی او په (۱۹۲۹) زیږدیز کال کې یې د حدیث درسونه پیل کړل او صحیح بخاري، صحیح مسلم او سنن ترمذي یې د ده څخه په بشپړه توګه زده کړل او د بیضاوي تفسیر ځیني برخې یې هم د نوموړي له محضر څخه زده کړل. همدارنګه په نورو علومو کې یې هم له ده څخه ګټه پورته کړه تر دې چې له پوره دوه کلو زده کړو وروسته، سند او د حدیثو اجازه ترلاسه کړه.

دیوبند ستر پوهنتون ته سفر

که څه هم علامه ندوي د حدیثو علم د زده کړې په برخه کې ډیرې هڅې وکړې او په خارق العاده وړتیا او استعداد سره وتوانید چې په دې برخه کې برلاسی شي؛ سره له دې، د نوموړي تنده د دې شریف فن په تړاو، ماته نشوه او د دیوبند ستر پوهنتون خوا ته چې د  احادیثو او نورو دیني علومو تر ټولو لوی او ځلیدونکی مرکز و، د سفر هوډ وکړ؛ د دیوبند دارالعلوم چې د تأسیس له پیله تر هغې مودې، لویې کارنامې یې له ځان څخه په میراث پریښې وې، د دیني علومو د فیض سرچینه ګڼل کیده او هغه جامعیت او پراخ نقش چې د هغې مدرسې استاذانو په هره برخه کې درلودل، د بېلابېلو اسلامي هیوادونو د علم او معرفت د تږو پام یې ځانته اړولی وو؛ په هغه دوران کې حضرت مولانا حسین احمد مدني (د معنی او د زړه د اهلو د کاروان سر لاری) د حدیثو لوړو درسونو مسئول و چې د شهرت لوړې کچې ته رسیدلی و.

علامه ندوي هم د دغې له فیضه ډکې چینې څخه د ګټې اخیستنې او د حدیثو په برخه کې د داسې وړ او ځواکمن شخصیت څخه د استفادې په موخه، دیوبند ته رهي شو او صحیح البخاري او سنن ترمذي یې د دوی له محضر څخه زده کړل. د مولانا حسین احمد مدني مجلس ډير د وقار او سکون څخه ډک مجلس و او په تمکن او خارق العاده ځواک سره بحث ته دننه کیده او د دغو دوه کتابونو سربیره، کولای شو د علامه ندوي د ځانګړو امتیازاتو څخه یو هم دا وګڼو چې نوموړی له دوه سترو او نوموتو پوهنتونونو (ندوة العلماء دارالعلوم او دیوبند دارالعلوم) څخه فارغ شوی او د دواړو له فیضه ډکو سرچینو څخه یې ګټه پورته کړه او دا کار سبب شو چې مولانا د دغو دوه دیني مرکزونو د خصوصیاتو او ځانګړتیاوو په اړه په بشپړ ډول ځان خبر کړي.

ادامه لري…

Previous Articleاسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اتلسمه برخه)
Next Article په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کړنې (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.