لیکوال: زید
وروسته له دې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکې سپیڅلي ښار له فتحې څخه فارغه کیږي، خپل یو شمېر صحابه کرامو ته امر کوي ترڅو د مکې ښار په څنډو او شا او خوا کې وګرځي او هر هغه څه چې شرک شمېرل کیږي او د باري تعالی د توحید خلاف دي، محو او له منځه یوسي؛ څرنګه چې حضرت امام ابوالولید ازرقي رحمه الله په خپل کتاب کې له حضرت سعید بن عمرو الهذلي څخه روایت کوي، نوموړي داسې وفرمایل؛ ژباړه: «د جمعې په ورځ چې د روژې مبارکې میاشتې لس ورځې تېرې وې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې ښار ته تشریف راوړ، ده مبارک مختلفې ډلګۍ او جماعتونه د ښار هرې خوا ته واستولې او هغوی ته یې امر وکړ چې هر هغه شی چې د اسلام د شعائرو سره په ټکر کې وي بدل یې کړئ؛ په همدې بنسټ هشام بن عاصي د دوه سوه کسیزې ډلې په مشرۍ د «یلملم» سیمې ته ولاړ، خالد بن سعید بن عاصي د درې سوه کسیز جماعت په مشرۍ د «عرنه» سیمې خواته ولاړ او خالد بن ولید هغې سیمې ته ولیږل شو کوم چې د عزی بت شتون درلود، تر څو هغه ړنګ او له منځه یوسي؛ نو فلهذا نوموړی د دیرش کسیزه آس سوارو په مشرۍ د عزی بت لوري ته حرکت وکړ؛ تر هغو چې هلته ورسیدل او د عزی بت تر ماتولو وروسته بېرته را ستانه شول.
Previous Article(اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (څوارلسمه برخه
Next Article (د حجاب مفهوم او فلسفه (څلورمه برخه