Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)
اصحاب کرام یکشنبه _7 _اپریل _2024AH 7-4-2024AD

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: زید

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)

وروسته له دې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکې سپیڅلي ښار له فتحې څخه فارغه کیږي، خپل یو شمېر صحابه کرامو ته امر کوي ترڅو د مکې ښار په څنډو او شا او خوا کې وګرځي او هر هغه څه چې شرک شمېرل کیږي او د باري تعالی د توحید خلاف دي، محو او له منځه یوسي؛ څرنګه چې حضرت امام ابوالولید ازرقي رحمه الله په خپل کتاب کې له حضرت سعید بن عمرو الهذلي څخه روایت کوي، نوموړي داسې وفرمایل؛ ژباړه: «د جمعې په ورځ چې د روژې مبارکې میاشتې لس ورځې تېرې وې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې ښار ته تشریف راوړ، ده مبارک مختلفې ډلګۍ او جماعتونه د ښار هرې خوا ته واستولې او هغوی ته یې امر وکړ چې هر هغه شی چې د اسلام د شعائرو سره په ټکر کې وي بدل یې کړئ؛ په همدې بنسټ هشام بن عاصي د دوه سوه کسیزې ډلې په مشرۍ د «یلملم» سیمې ته ولاړ، خالد بن سعید بن عاصي د درې سوه کسیز جماعت په مشرۍ د «عرنه» سیمې خواته ولاړ او خالد بن ولید هغې سیمې ته ولیږل شو کوم چې د عزی بت شتون درلود، تر څو هغه ړنګ او له منځه یوسي؛ نو فلهذا نوموړی د دیرش کسیزه آس سوارو په مشرۍ د عزی بت لوري ته حرکت وکړ؛ تر هغو چې هلته ورسیدل او د عزی بت تر ماتولو وروسته بېرته را ستانه شول.
شیخ ابو زید شلبي لیکي چې دغه د سریو او ډلګیو لیږل، د مکې تر فتحې پنځه ورځې وروسته پیښه شوه.
امام ازرقي د هغه حدیث په دوام چې د عزی بت د له منځه وړلو په اړه دې، لیکي: «خالد رضی الله عنه د عزی لوري ته ولاړ او هغه یې له منځه یووړ او بېرته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوا ته ستون شو او خپل رپوټ یې وړاندې کړ؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغه څخه وپوښتل: «ایا بت دې له منځه یووړ؟» هغه په ځواب کې وویل: هو؛ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا هلته دې څه شی ولیدل؟» خالد وویل: نه؛ څه مې و نه لیدل؛ بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمایل: «تر اوسه دې هغه له منځه نه ده وړی! بیاځلي ولاړ شه او هغه له منځه یوسه».
حضرت خالد رضی الله عنه د غوسې او قهر په حالت کې خپله توره وویستله او بیرته د عزی بت لوري ته روان شو، کله چې هلته ورسېد، په هغه ځای کې یې یوه توره او بربنډه ښځه ولیده چې د عزی بت له ځای څخه ووتله او یو شعر یې وویل چې مفهوم یې داسې ده: «ای عزی که همدغه شیبه خالد له منځه یو نسې! زه تا ته کافره کیږم»؛ حضرت خالد رضی الله عنه د خپلې تورې سره مخته شو او د هغې په ځواب کې یې وویل: «ای عزی زه له تا څخه منکر یم او هیڅکله تا سپیڅلی نه بولم، ما لیدلي چې الله تعالی ته سپک او ذلیل ګرځولی یې»؛ وروسته حضرت خالد هغه بت او ښځه د تورې په ګوزار دوه ځایه کړه او له منځه یې یووړه او د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چوپړ ته حاضر شو او کیسه یې بیان کړله، بیا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هو؛ د عزی بت همغه وه، له شک پرته هغه اوس له دې چې ستاسو په وطن کې یې عبادت وشي، د تل لپاره ناهیلې شوه».
د «مکې سریو» په کتاب کې راغلي دي چې په دوهم ځل چې خالد رضی الله عنه هلته ولاړ، ویې لیدل چې ملنګان او د بت ساتونکي او مجاورین هلته ناست دي، هغوی د خالد په لیدو سره سمدستي د غره لوري ته وتښتیدل او داسې یې ویل چې ای عزی! خالد ووژنه او هغه ناکام کړه؛ وروسته یې ولیدل چې په همغه ځای کې چې خلکو د عزی بت عبادت کاوه یوه توره او سپېره ښځه ناسته ده او په خپل سر خاورې شیندي، خالد مخته شو او د تورې په مټ یې هغه ووژله؛ کله چې نبې کریم صلی الله علیه وسلم له دې پیښې خبر شو، خالد ته یې وویل چې عزی همغه وه چې ودې وژله او له منځه دې یووړله.
د «عُزّی» بُت پیژندنه
د «عزی» بت هغه بت و چې د مکې خلکو په خدایانو کې تر ټولو لوی خدای بلل کیده؛ هغوی به هر وخت هغه ته ورتلل او عبادت به یې کاوه او د هغه په نوم یې خیراتونه او نذرونه کول او د هغه لپاره یې څاروي قرباني کول او وینې یې تویولې.
علامه عمري په خپل کتاب کې لیکي: «د عُزّی کلمه عربانو د الله له نوم (عزیز) څخه اخیستی؛ د نحوې علم ځیني پوهان وایي دا د تفضیل نوم مؤنث حالت دې چې مذکر یې (اعز) دې؛ لکه (کبری) چې د (اکبر) ښځینه یا مؤنث حالت دې؛ یعنې دا یو ډير عزیز او ګران بت دې او کله چې عربانو په دغه نوم ځانونه نومول نو عبدالعزی نوم به یې پر ځان یا اولادونو کښیښود.
د عزی په بت خانه کې څه کارونه ترسره کیدل؟
امام ابوالولید ازرقي له اما طبري رحمه الله څخه نقل کوي چې ده وفرمایل: «عزی یو بت دې د بني شیبان څخه او هغه یوه سپینه ډبره وه چې خلکو د هغې عبادت کاوه».
امام ابوالولید زیاتوي چې لومړني کس چې دغه بت جوړ کړ، ظالم بن سعد غطفاني و؛ خلکو د هغه زیارت کولو او د هغه لپاره یې ګران بیه ډالۍ راوړلې او هغه ته د نږدیتوب او تقرب په نیت یې د هغه په نوم قرباني کولې، د هغه مینه د قریشو په زړونو کې په داسې ډول خپره شوې وه چې هغوی یوه لویه دره د هغه د ساتنې او حفاظت لپاره ټاکلې وه او هغه یې د کعبې شریفې د حرم سره پرتله کوله، په داسې ډول چې په هغه ځای کې یې د څارویو د ذبح او قرباني کولو لپاره ځانګړی ځای ټاکلی و.
حضرت خالد رضی الله عنه فرمایي: «ما پخوا خپل پلار لیده چې د عزی بت ته به یې خپل تر ټولو ښه مال چې اوښان، اوزې او پسونه وو، راوړل او د هغه لپاره به یې ذبح کول او درې ورځې به یې د هغه په وړاندې قیام کاوه او وروسته به د خوښۍ او خوشحالۍ په حالت کې موږ ته راستون شو».
په واقعیت چې حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د دې ویاړ لایق او وړ و چې تر ټولو لوی او بې ارزښته بت یې چې ډیر شرکي او د توحید ضد عملونه پرې ترسره کیدل، مات کړ او د تل لپاره یې نوم او نښان د ځمکې پر مخ محو کړ.
ادامه لري…
Previous Article(اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (څوارلسمه برخه
Next Article (د حجاب مفهوم او فلسفه (څلورمه برخه

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څوارلسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (شلمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.