Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودائیزم لنډه پیژندنه (پنځمه برخه)
بودائیزم یکشنبه _28 _جنوري _2024AH 28-1-2024AD

د بودائیزم لنډه پیژندنه (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي

د بودائیزم لنډه پیژندنه (پنځمه برخه)

د بودائیزم د پیدایښت شرایط او لاملونه

ځیني هندو پوهان په دې آند دي چې «ګوتمه بودا» هندو نړۍ ته راغی او هندو له نړۍ څخه ولاړ؛ او د هغه او د هندوانو د دیني عقایدو، نظریاتو او افکارو ترمنځ اساسي توپیر په دې کې ده چې «بودا» انسان دوستانه (اومانیسم) لیدلوری درلود او همدغه لیدلوری د نوموړي آیین د هغه څه څخه چې هندوییسم یی بولو، جلا کوي؛ اما د دې ټولو سره، ځیني وخت ویل کیږي چې د بودا دین نه یوازې د برهمني مذهب د مهمې مبانۍ وارث دې؛ بلکه د هغه معنوي رنګ او دیني ماهیت هم له هندوییسم څخه اغیزمن دې او ځیني نور بیا بودایي دین د هندویي دین یوه څانګه بولي.
اما لیدل کیږي چې د بوداییسم او هندوییسم دینونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالي، بله بڼه هم شتون لري؛ یعنې داچې د وضعیت په غبرګون سره چې د ودایي دورې په وروستیو کې د هندو آیین لپاره رامنځته شو، مختلف حرکتونه او بدلونونه ترسره شول چې کولی شو هغه په دوه برخو اصلاحي او انقلابي و ویشو؛ اصلاحي حرکت هغه حرکت و چې د هندو آیین دننه ترسره شو او هڅه یې کوله چې کمزورتیا او نیمګرتیا یې اصلاح کړي، دغه نهضت چې په ځنګلونو کې د هندوانو یوې ‌ډلې له انزوا څخه پیل شو، په پای کې د هندو آیین په  عقایدو، کړنو او شعایرو کې لوی بدلونونه رامنځته شول او هندوییسم ته یې باطني او عرفاني بڼه ورکړه. د «اوپانیشاد» لیکنه چې د هندو آیین مهم متن په دې دوره کې دې، اوس هم په نړۍ کې ځانګړی معنی او مفهوم دغه آیین ته ور په برخه کړی؛ اما انقلابي خوځښتونو له بنسټ څخه دغه آیین تر پوښتنې لاندې راوستلی او د نوي رسمونو دروازه یې پرانیستله او بودایي رسمونه [ ۵۰۰ تر ۶۰۰ کال مخکې له میلاد څخه] د بودا او جینه په واسطه او [ ۶۰۰ کاله شاوخوا مخکې له میلاد څخه ] د مهاویره په واسطه، د دغه انقلابي خوځښتونو ثمره وه.
د جینه آیین، د هغو دینونو په منځ کې چې د یو ځانګړي بنسټګر لخوا په هند کې رامنځته شوي، تر ټولو پخوانی او لرغونی ګڼل کیږي؛ همداراز دغه دین په لومړیو څو پرلپسې پیړیو کې د ځواکمن مذهبي رهبر تر نظر لاندې سازمان شوې هڅه وه چې د هندوییسم لرغوني دین د ودې او پراختیا په لټه کې و او د جینه دین څخه دوه دیرش کاله وروسته، بودایي دین د یو بل اصلاح غوښتونکي خوځښت په توګه سر را پورته کړ او دغه دواړه دینونه چې د هندوییسم له فروعاتو او بیلیدونکو څخه دې؛ په هندوییسم کې د کاست طبقاتي نظام په نسبت، آزادي خوښوونکی او په تاوتریخوالي د نه باور لرونکی لیدلوري باندې ولاړ دي؛ اما د دواړو اعتراض نیوونکو اصلاحي خوځښتونو اصلي پایله د هندویي دین د اصلاح او سمون پرځای، د دوه نورو دینونو پیدایښت شو.
په بل عبارت، هندوان خپل فلسفي نظریات په دوه برخو «ناستیکه» او «استیکه» ویشلي دي، له «ناستیکه» څخه موخه، هغو عقایدو او نظریاتو ته اشاره ده چې د وداګانو اسماني سندیت نه مني؛ لکه «بودایی»، «جینه» او «چارواکا» دینونه چې غیر متشرع دي او له «استیکې» څخه موخه، د «برهمنی» شپږ فلسفي مکتبونه دي چې له دلیلونو پرته د وداګانو حقیقتونه او منزلت مني او له برهمني شریعت څخه پیروي کوي او خپل شتون په هغه پورې تړلی بولي؛ په دې اساس، هغه کسانو چې د وداګانو اسماني لحاظ نه کاوه له دین څخه وتلي او بدعتکارو په توګه معرفي کیدل او دغه مسئله، ډیرو ته سرخوږی جوړ شوی وو.
بودیسم، بودا ته منسوب دین دې. بودا د لغت پیژندنې له مخې، د سانسکریت او پالي ژبې څخه د « روښانه شوي، حقیقت ته رسیدلی او نور» په معنی دې او د هندې دینونو له مخې دغه کلمه هغه چاته کارول کیږي چې بصیرت ته رسیدلی وي او مطالب هغه ته د نور وړانګو په واسطه چې په باطن کې یې قرار لري، ښکاره شوي دي.
په بل عبارت، د بودا کلمه د ویښ په معنی ده؛ اما ډیری بودایان غوره ګڼي چې بودا دا ډول تعریف کړي: «بودا هغه څوک دې چې دمه یا د شیانو بنسټیز حقیقت پیژني.» البته د یادونې وړ ده چې بودا یو لقب دې، نه خاص نوم؛ له دې امله، هر چاته چې دغې مرتبې ته رسیدلی وي د دغې کلمې اطلاق کیدای شي. اوس دې ټکي ته په پام سره، بودا د بوداییسم بنسټ ایښودونکی له میلاد څخه وړاندې د ۵۶۳ کال په شاوخوا کې د نیپال په اوسني هیواد کې دې نړۍ ته راغی. په ماشومتوب کې د «سیدارته» (هغه کس چې خپلې وروستې هیلې ته رسیدلی وي) او «ګوتمه» (د ودایي لرغونو پاکانو څخه او په واقعیت کې د هغه کورنی نوم دی) په نوم یادیده او وروسته له ۳۵ تر ۴۰ کلنۍ په «ګوتمه شاکیاموني» ونومول شو او بلآخره، هغه ته د «بودا» لقب ورکړل شو او په دې نوم مشهور شو. د مړینې نیټه یې له میلاد څخه مخکې په ۴۸۳ کال شاوخوا کې ښودل شوی ده. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د بودا زده کړو او لارښوونو ته په پام سره، وروسته د «بودائیزم» دین څرګند شو چې تر دې دمه ډیر شمیر پیروان او مریدان یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې پر ځان را ټول کړي.
اما له بلې خوا، تجدد پلوه بودایان د بودا په انساني فطرت ټينګار کوي او د بودا په سنتي آیین کې بودا هغه څوک دې چې له فطرت څخه لوړ دې او د انسانانو او خدایانو ښوونکی دې. لومړني بودایان د څیزونو بنسټیز حقیقت ته، دمه ویل.
د بودا له مړینې څخه وروسته، د مشهور قول له مخې په کال ۴۸۳ له میلاد څخه مخکې، لومړني بودایانو د بودا آیین لومړنۍ شورا جوړه کړه او په دې کار سره یې غوښتل چې د بودا آیین له پاشلو او انحطاط څخه مخنیوی وکړي. له میلاد دمخه په ۳۳۸ کال کې دوهمه بودایی شورا دایره شوه او په دې شورا کې پریکړه وشوه چې د پالي متنونه یا هغه څه چې په پالي کانون باندې مشهور دي چې د بودایي اصلي زده کړې او لارښوونې او د دې آیین مقدس متنونه دي، ولیکل شي. په کال ۲۷۴ مخکې له میلاد څخه، دریمه بودایی شورا رامنځته شوه؛ په دې شورا کې د بودایي دین د لومړني اختلافاتو نښې- نښانې په رسمي ډول را ښکاره شوې او د هغه پسې، مخکې له میلاد څخه د ۲۰۰ تر ۱۸۰ کلونو په لړ کې د مهایانه مکتب راڅرګند شو؛ د «لوتوس سوتره و» او نورو مهایانه متنونو لیکل وځنډیدل او د مهایانې مکتب د پالي متنونو سربیره، خپل ځانګړي متنونه یې وموندل. د ۷۰۰ زیږدیز کال په شاوخوا کې بودایي آیین په ځانګړي توګه د مهایانه لیدلوری د تبت خاورې ته لار پیدا کړه او د لامایي ډلې په نوم مشهور شو.
له دې کبله، پورته توضیحاتو ته په پام سره جوته شوه چې د بودا آیین په دریو مهمو او اساسي فرقو ویشل کیږي: لرغونې فرقه؛ ( چې غالبا ځانونه تراوادا معرفي کوي) مهایانه بودیسم او لاماییسم. د بودا پخوانی او زوړ آیین چې ده خپله راوړی او هینه یانه فرقه او یا تراوادا بوداییسم د هغه د استمرار مدعي دې او ځان د هغو د ارتودوکسي له ډلې څخه شمیري. د دې فرقې درې مهم او اساسي رکنونه په لاندې ډول دې:
دوکه (د پالي ژبه) یعنې د نړیوال رنځ فرضیه
آناتا (د ثابت جوهر نه شتون)
انیکه (د شیانو نه پایښت)
مهایانه آیین: د بودایانو یوه ډله خپل لیدلوری مهایانه یا لوی څرخ ونوموو او موخې یې دا وې چې د دوی د منلو وړ بوداییسم، ډیر انسانان له خپل ځان سره نیروانه ته بیایي له دې کبله، د دې مکتب پیروان، بله ډله یا فرقه د تحقیر او سپکاوي په پار، هینه یانه یعنې کوچنی څرخ وبلله؛ ځکه ډیر کم انسانان یې د خپل ځان سره د خلاصون لوري ته رسولي و؛ البته لکه څرنګه چې مخکې هم اشاره وشوه، د کوچني څرخ د مکتب پیروان ځانونه «تراوادا» په نو یادوي. لوی څرخ یا مهایانه نور نومونه له هغه جملې څخه «ذن» یا «ذن بوداییسم» لري چې دغه نومونه جاپانیانو کله چې مهایانه په جاپان کې نفوذ وکړ، هغه ته ډالۍ کړ. دغه دوه ډلې په خپل منځ کې څو اړخیزه توپیر او اختلاف لري.
ادامه لري…  
Previous Articleد بودائیزم لنډه پیژندنه (څلورمه برخه)
Next Article د اسلام په تطبیق کې ناسم تأویل (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه څلورمه برخه 1. د ګورو نانک تبلیغاتي…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD1 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپږمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  دووېشتمه برخه ابونصر…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.