Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودائیزم لنډه پیژندنه (څلورمه برخه)
بودائیزم شنبه _27 _جنوري _2024AH 27-1-2024AD

د بودائیزم لنډه پیژندنه (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
بودائیزم
لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي

د بودائیزم لنډه پیژندنه (څلورمه برخه)

لنډیز

په هر دین کې د مقدسو او معینو متنونو شتون یو له بنسټیزو مسائلو او په واقعیت کې د هر آئین د دیانت معیار په توګه پیژندل کیږي؛ له دې وجې، د دین پیژندنې په څیړنو کې یو له اړینو بحثونو څخه د دینونو د مقدسو او اخلاقي متنونو څیړنه او پیژندنه ده، که څه هم چې اسماني دین وي او که بشري؛ او دغه مطلب تر دې حده اړین دې چې کولی شو د دینونو ډیری موضوعات او اساسي مسائل د هر دین په اساسي متنونو کې، تر پیژندنې او لټونې لاندې ونیسو په بله وینا، د هر دین او آئین پیروي کوونکي د یو لړ مستنداتو لرونکي دي چې هغو ته په پام سره خپل چلند او کړنو ته نظم وربښي، دقیقاً لکه چې په اسلام کې قرآن کریم د مسلمانانو د ټولو عملونو او کړنو مبناء تشکیلوي، په نورو دینونو کې هم، دغه راز مستندات شتون لري چې د هغوی پیروان دغې مبانۍ ته پام سره، عمل کوي.
پورته مطلب ته په پام سره، اساسي پوښتنه دا ده چې د «بودا» دین مقدس متنونه څه شی دي او هغه آثار چې د بودا پیروان د هغو څخه پیروي کوي له څه تاریخي منزلت څخه برخمن دې او داچې اخلاق په دې دین کې څه ځای او مقام لري؟ دغه څیړنه د پورته پوښتنې د ځواب لپاره د توصیفي- تحلیلي تګلارې په کارولو او د شته کتابتونونو د سرچینو په مرستې، دغو موندنو ته ورسیدو؛ له دې چې «بودائیزم» یو اسماني دین نه دې؛ له دی امله متنونه یې یولاس او ثابت نه دي او په بله وینا، د بودائیزم په آئین کې مقدس متنونه وروسته له هغې چې خپله بودا ومړ، د پیروانو لخوا یې د مختلفو نومونو تر عنوان لاندې او بودا ته منسوب، را غونډ شوي دي او همدغه لومړنۍ راټولونه هم د وخت په تیریدو سره د ګډوډۍ سره مخ کیږي تر دې چې په حاضر حال کې څو څانګې په دې دين کې شتون لري چې هره یوه یې د مقدسو متنونو خاوندان دي؛ په ځانګړي توګه د شمال او جنوب متنونه چې د بیساري شهرت لرونکي دي؛ همدارنګه په دې آیین کې اخلاقي مسائل تر ډیره انساني دې، تر هغه چې اسماني او الهي مباني ولري.

بنسټیزې کلمې

 بودا، آیین، متون، مقدس او اخلاق

سریزه

د دینونو تحولات، پر نورو اغیزه او اغیزمن کیدل د بشر تاریخ له مهمو بحثونو څخه ګڼل کیږي او د بشر تاریخي مسائل تر ډیره په دیني کتابونو کې موندلی شو او دا ادعا کولی شو چې د انسانانو هیڅ ډله او ټولنیزه طبقه شتون نلري چې په دیني باورونو باندې معتقد نه وي او یا لږ تر لږه په هغو بشري باورونو چې بلآخره په یو مافوق ځای یا امر اړخ لګوي، معتقد نه وي او دغه باورونه د مقدس کتاب په چوکاټ کې سره راغونډ شوي؛ له دې کبله، نن ورځ د دینونو د مقدسو متنونو او اخلاقي مسائلو مطالعه، څیړنه او پیژندنه د هیوادونو د علمي مرکزونو د دین پیژندني د څیړنو د اړینو مباحثو څخه شمیرل کیږي.
د دا ډول څیړنو اهمیت له همغه عنوان او پر بشري ټولنه باندې د دینونو له اغیزې څخه څرګندیږي؛ څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې په بشري ټولنه کې هیڅ خبره او باور لکه په دین او مقدسو متنونو باندې باور او اعتقاد، اغیزناک نه دې. د بشري نړۍ ډیری بدلونونه او لویې جګړې په یو دیني باور کې ریښه لري او یا دغه بدلونونه او جګړې د دین پر ضد واقع شوي چې همدغه سپیڅلي متنونه د دې ادعا ګواه دې؛ بنا پر دې، د دینونو مقدسو متنونو په اړوند څیړنه او تفحص، د هرې ټولنې اړتیا ده او هر وګړی باید د دینونو له مقدسو متنونو او د هغو له باورونو څخه ځان خبر کړي.
د دینونو د مقدسو متنونو او اخلاقو په ځانګړي توګه د نړۍ د لویو دینونو په تړاو، پراخې څیړنې ترسره شوي تردې ځایه چې په هره ژبه او قاموس کې په لسګونو کتابونه او مقالې موجودې دي چې د دینونو د مقدسو متنونو او اخلاقو بېلابېل بحثونه یې څیړلي دي.
هغه بنسټیز ټکی چې په دغه مقاله کې ورته ډير پام شوی دادې چې د «بودائیزم» اساسي، مقدس او بنسټیز متنونو ته ډیره پاملرنه شوې او د نوموړي آیین شته اخلاقي مسائل یې د کتنې لاندې نیولي دي.
پورته مطالبو ته په پام سره، اساسي پوښتنه داده چې د بودا آیین مقدس متنونه څه دي او هغه آثار چې د بودا آیین پیروان له هغه پیروي کوي د څه مقام او منزلت څخه برخمن دي او اخلاق په دې آيین کې څه ډول ځای او منزلت لري؟
حاضره څیړنه چې د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې دې، د کتابتونونو له شته منابعو څخه په مرستې او له تحلیلی- توصیفي تګلارې څخه په ګټې اخیستنې دغو موندنو او پایلو ته رسیدلی؛ داچې «بودائیزم» یو اسماني دین نه دې، فلهذا د هغه متنونه یولاس او ثابت نه دي او په بله خبره، کله چې «بودا» مړ شو، په بودا پورې منسوب مقدس متنونه د هغه د پیروانو لخوا د بېلابېلو نومونو تر عنوان لاندې را غونډ شوي دي او د وخت په تیریدو سره دغه راغونډ شوي متنونه د بدلون او ګډوډۍ سره مخ شوي تر دې حده چې اوس مهال، څو څانګې په دې آیین کې موجودې دي چې هره یوه یې د خپلو ځانګړو متنونو لرونکې ده؛ په ځانګړي توګه د شمال او سوېل متنونه چې د خورا لوړ شهرت څخه برخمن دي؛ همداراز په دې آیین کې اخلاقي مسائل تر دې چې اسماني او الهي مباني ولري، تر ډیره بریده انساني دي؛ بنا پر دې، د بودا له مړینې وروسته د پیروانو لخوا یې ډیر متنونه او لیکنې راټولې شوې او په تدریج سره پکې زیاتوالی راغی، په دې ترتیب مذهبي احکام، اغراض او بېلابېل مکتبونه بدل شول او د بودا د دین مقررات د لومړۍ زیږدیزې پیړۍ راهیسې په «پالي» ژبه بشپړ شول.
ادامه لري…
Previous Articleد اسلام په تطبیق کې ناسم تأویل (دوهمه برخه)
Next Article د بودائیزم لنډه پیژندنه (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (څلورمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (درېیمه برخه)

دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (دویمه برخه)

جمعه _31 _جنوري _2025AH 31-1-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.