په تأویل کې د ګمراهۍ اساس (د یونان له فلسفې اغېزمن کیدل)
داچې د اسلام سپیڅلي دین د پیغام ابلاغ او رسونه د امت یوه فریضه ده؛ بنا پردې داسې وخت ورسید چې مسلمانان یونان ته داخل شول ترڅو د نیک استدلال له لارې؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَجَادِلْهُمْ بِالَتِیْ هِیَ اَحْسَن»؛ ژباړه: «او د هغوی سره په نیکې او ښې طریقې خبرې او مجادله وکړه» خلک اسلام ته را وبلي؛ اما د دعوت په ترڅ کې متوجه شول چې هلته فلسفي او منطفي افکار لکه: د ارسطو، سقراط او داسې نور حاکم و او بحثونه او خبرې اترې د دې په اړه چې حق څه شی دې او داچې په حقیقت کې حق شتون نلري مګر د بحث په ډګر کې، که چا په خپلو دلیلونو خلک قانع کړل، همدغه حق دې؛ د غیبیاتو په اړه نور منطقي او فلسفي بحثونه هم جریان درلود له بلې خوا د مسلمانو دعوتګرو دې ته پام وشو چې که د هغوی منهج او د بحث تګلاره زده کړو، د دوی خپلو بحثونو له لارې به قناعت ورکړو؛ له دې کبله د یوناني ژبې فلسفي او منطقي کتابونه عربي ژبې ته وژباړل شول تر څو د فیلسوفانو اصول او منهج په سمه توګه وپیژندل شي؛ په دې اساس، د مسلمانانو دغې ډلې د فلسفي او منطقي بحث په لټه کې شول او دې کار ته یې ادامه ورکړه؛ حتی بحثونه تر دې حده ورسیدل چې د الله سبحانه و تعالی صفتونو په اړه یې خپل عقل اساس او آزاد ګرځولی و تر هغې چې هرې پایلې ته ورسید، پریکړه او قضاوت دې وکړي.
دغه و ناسم تأویل د متکلمینو له نظره چې انګیزه یې اسلام ته بلنه وه؛ اما د کوم شرعي اصولو پرته پلې شوی و؛ مګر اوس چې له هغوی څخه څو پیړۍ تیریږي، وضعیت په دې ډول دې چې د مسلمانانو په جغرافیه کې داسې دولت شتون نلري چې اسلام د عمل په ډګر کې د یو مبدأ او نظام په توګه تطبیق کړي؛ بلکه د هغه پر ځای، د بشر په لاس جوړ شوي نظامونه لکه ډیموکراسي او سرمایه داري حاکمه ده چې په قطعي توګه د دا ډول نظامونو تطبیق، حمل او نورو ته بلنه ورکول، حرام دې؛ اما له بله اړخه په امت کې یوه ځانګړې فضا حاکمه ده او په څرګنده لیدل کیږي چې ځیني اسلامي ډلې، سیاستمداران او تر ټولو خطرناک د اسلام علماء، د کفارو (لودیځ او امریکا) لخوا مستعمره شوو اسلامي هیوادونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي هغه حمل او تطبیق کوي او هویت وربښي.
کفري دولتونو سره د دوستۍ اعلان کوي او کفار د خپلو اولیاءو په توګه مني او په عین حال کې خپل عمل ته د مشروعیت ورکولو لپاره، قرآن او سنت په خپل خدمت کې نیسي، د بیلګې په توګه «وَالصُّلْحُ خَیْر» «په سوله کې خیر دې»؛ په داسې حال کې چې نوموړی آیت د ښځې او خاوند په اړه نازل شوی په داسې توګه که یو سړی څو ښځې ولري او یوې ته یې رسیدنه نشي کولی او نورو ښځو ته ډیر وخت ورکوي؛ فلهذا له هغې څخه چې لږ پام ورته شوی، الله تعالی غوښتنه کړې چې طلاق دې نه اخلي او له خپل حق څخه دې د خاوند د نورو ښځو په ګټه تیره شي او فرمایلي یې دي: «وَالصُّلْحُ خَیْر»؛ د دې په دغه کار کې خیر دې (سوله خیر دې)؛ په داسې حال کې چې د کفارو سره دوستي او د هغوی اولیاء نیولو په اړه الله تعالی فرمایي: « یَا اَیُهَاالَّذِینَ آمَنُوْ لَا تَتَّخِذُ الْیَهُوْدَ وَ النَّصَارَی اَوْلِیاَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیاَءُ بَعْض وَ مَنْ یَّتَوَلّهُمْ مِنْکُمْ فَاِنَّه مِنْهُمْ اِنَّ اللهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِین» ؛ ژباړه: «ای مومنانو! یهود او نصاری په دوستۍ مه نیسئ [ په اولی طریقې هغوی د سرپرست په توګه مه منئ] ځیني د دوی څخه د ځینو نورو ملګري او دوستان دي [او تاسو سره په دښمنۍ کې یو شان او برابر دي] له تاسو څخه هرچا چې د دوی سره دوستي وکړه [هغوی یې د سرپرست په توګه ومنل] له شک پرته چې هغه د دوی له جملې څخه ګڼل کیږي او بې له شکه چې الله تعالی ظالمان [د ایمان لوري ته] نه هدایت کوي».
د کفر او اسلام تر منځ یوازې د دوستۍ کلمې بدلول په همکارۍ، چې له ناسم تأویل او تحریف څخه یې سرچینه اخیستې د قضیې په تړاو د الله تعالی حکم تغیر نکوي؛ بلکه حکم په خپل ځای دې؛ اما دا افراد او اشخاص دي چې د اسلام له سمې لارې څخه بی لارې کیږي.
په ورته حال لیدل کیږي چې دوی په پارلمان کې ( هغه ځای چې بنده د خپل ژوند لپاره پکی قانون جوړوي) خپلو ځانو ته اجازه ورکوي او سلا کوي چې د الله تعالی حکم تطبیق کړو که د خپلې نفسي غوښتنې؛ په پای کې د الله د حکم په نسبت، خپلو نفسي غوښتنو ته لومړیتوب او غوره توب ورکوي او د «شورا» نوم ورکوي چې یو اسلامي مفهوم دې او استدلال کوي چې موږ شرعي کړنې ترسره کوو؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَالَّذِینَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِهم وَ اَقاَمُوا الصَّلاةَ وَ اَمْرُهُمْ شورَی بَینَهم» ؛ «هغه کسان چې د الله تعالی بلنه یې منلې لمونځ یې قائم کړ او چارې یې په خپل منځ کې په مشورې ترسره کیږي».
تر ټولو اړینه داده چې آیا «شورا» او مشوره د اسلام د پلې کولو لپاره کیږي او که د اسلام د نه پلې کولو لپاره، که اصلي محور او موخه د اسلام تطبیق نه وي؛ نو دا شورا او مشوره نده؛ بلکه دا د شورا څخه جلا مسئله ده چې یوازې او یوازې پارلمان ورته ویلی شو، ځکه پارلمان هغه کور دې چې انسانانو پکې خپله نیکمرغي او نفسي غوښتنې اساس او معیار ګرځولی او پریکړې کوي او دغه مسئله له هغې راهیسې رامنځته شوې چې د اروپا د خلکو نیکمرغي د کلیسا لخوا تر پښو لاندې کیدله او کلیساګانو، دین په خپل خدمت کې نیولی و او دخلکو په شخصي او ټولنیزو چارو کې یې لاسوهنه کوله او د مستحقینو په توګه یې له خلکو څخه ګټې او حاصلات ترلاسه کول، چې په پای کې خلکو د هغو له ظلم، زیاتي او دوکو څخه په تنګ شول او د هغو خبرې او نظرونه یې رد کړل او پر وړاندې یې راپورته شول او د کلیسا پر ضد د خلکو د پاڅون په پایله کې پارلمان رامنځته شو او خلک دې نتیجې ته ورسیدل چې د ټولنیز ژوند په اړه پریکړې او تصمیمونه، موږ ټولو پورې اړه لري او هغه یې د اکثریتو رأیو پر بنسټ حل کول او د ټولیز عقل په نوم یې ونوماوه او د پارلمان په رأس کې یې یو کس چې د وکیلانو رأیو او پریکړو ته تسلیم و وګماره، تر څو د هغوی له اوامرو څخه اطاعت وکړي؛ اما نن مسلمانانو هیره کړې چې امیر، لارښوونکی او امر ورکونکی دې نه امر منونکی او امیر ټاکل کیږي چې اسلام پلی کړي نه کفر؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَمَنْ لَمْ یَحکُم بِماَ اَنزَل اللهُ فَاُولئِکَ هُمُ الْکفِرُون» ؛ ژباړه: «هر څوک چې د الله تعالی د رالیږل شوي حکم پرته، حکم وکړي، دی به د کافرانو له ډلې څخه وي».
او ځیني وخت د هغو ډلو چې ځانونه د اسلام دین ملاتړي او پلي کوونکي بولی، تر حاکمیت او واکمنۍ لاندې په ثانوي تعلیمي نصاب کې لیدل چې امت ته د اسلام زده کړې په داسې ډول ورښیي چې که یو کس خپل دین پریښود، باید درناوی یې وشي؛ ځکه چې انسان د عقیدې آزادي لري او دا سبب کیږي چې ځیني منافقان دیموکراسۍ ته د هویت بښلو په پار، مرتد شي او له اسلام څخه بل دین ته واوړي؛ په ورته مهال شخص او دولت خپل ناوړه عمل په داسې توګه څرګندوي چې ګوندې شرعي عمل یې ترسره کړی وي او خپله کفري کړنه په شرعي جامو کې رانغاړي او د آیت شریف څخه د ځان لپاره دلیل وړاندې کوي؛ څرنګه چې الله تعالی فرمایی: «لاَ اِکْرَاهَ فِی الدّین» ؛ «د دین په منلو کې اکراه نشته»؛ په داسې حال کې چې پورته آیت شریف د هغو ذمیانو، مستأمنینو او معاهدینو په اړه نازل شوی چې د اسلامي نظام د وګړی او اطاعت کوونکي په توګه په اسلامي خاوره کې ژوند کوي، یعنې د هغو مسلمانانو په اړه ندې نازل شوی چې د خپل دین د بدلولو په لټه کې دي؛ ځکه اسلام راغلی او د انسان عقل یې مخاطب کړی تر څو د هغه په واسطه عقلي قناعت او د زړه سکون او ډاډ حاصل شي نه داچې د خلکو پر غاړه توره کښیږدي او د هغوی څخه جبري ایمان وغواړي؛ اما دلته ناسم تأویل تر سترګو کیږي په داسې حال کې چې رسول الله ص فرمایي: «من بدل دینه فاقتلوه» «چاچې خپل دین بدل کړ، هغه و وژنئ».
په دې ترتیب، کله چې معاذ بن جبل (رض) په یمن کې د ابوموسی اشعري سره یو مرتد ولید، پوښتنه یې وکړه چې دا څوک دې؟ ورته وویل شو چې دا سړی مخکې یهودي و؛ بیا مسلمان شو؛ اما دادی بیاځلي یهودي شو، او له هغه راهیسې تر اوسه موږ ډیره هڅه کوو چې دی د اسلام په دین ټینګ پاتې شي او له معاذ (رض) څخه وغوښتل شول چې دوه میاشتې دې په تمه شي؛ اما معاذ (رض) وویل: قسم په الله تر هغو په خپل ځای نه کښینم چې د ده غاړه مې وهلې نه وي؛ په دې وخت کې یې غاړه ووهله او ویې فرمایل: الله تعالی د خپل رسول په واسطه دغه ډول پریکړه کړې چې: «ان من رجع عن دینه فاقتلوه» او قال: «من بدل دینه فاقتلوه» ژباړه: «هر چاچې خپل دین پریښود؛ نو هغه ووژنئ او یا ویې فرمایل: هغه چا چې خپل دین بدل کړ، هغه و وژنئ».