Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)
اسلام سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

د نسب ساتنه  ( نسل او عرض)  د مال خوندیتوب

د نسب او مال ساتنه د اسلامي شریعت له ضروري مقاصدو څخه ده، چې په فقه او اصولو کې ځانګړی اهمیت لري. د نسب ساتنه، چې پکې نسل او عزت (ناموس) هم شامل دي، د مال تر څنګ د شریعت له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي. په دې څېړنه کې، پر دغو دوو موخو (نسب او مال ساتنه) تحلیل او غور کوو.

د اسلامي شریعت له اړینو مقاصدو څخه د نسل، نسب یا ناموس ساتنه ده او د دین، نفس او عقل ساتنې تر مقاصدو وروسته دا مقصد په لوړه درجه کې قرار لري. حکیم شارع د دې مقصد د ساتنې لپاره ایجابي او سلبي کړنلارې وړاندې کړي دي، چې دلته یې تحلیل کوو.

د دې مقصد د نومونې په اړه د علماؤ نظر

پوهان د دې نومونې په اړه متفاوت نظرونه لري؛

  • د نسب خوندیتوب؛ امام رازي، ابن قدامه، بيضاوي، قرافي، صدرالشريعه، ابن سبکي، جلال‌الدين محلي او زکريا انصاري او ورته نور عالمان دا مقصد د نسب ساتنه بولي.
  • د نسل خوندیتوب؛ غزالي، آمدي، ابن الحاجب، شاطبي او زرکشي دا د نسل ساتنه بللې ده.
  • د شرمګاه ساتنه؛ امام‌الحرمین او شيخ‌الاسلام ابن تيميه دا مقصد د فرج ساتنه بللې ده. [1]

طاهر بن عاشور وايي؛ ” كه چېرته د نسب ساتنې موخه د بشري نسل خوندیتابه وي، نو په اړینو مقاصدو کې یې یادونه موجه ده، ځکه نشتون یې د انساني نسل د پرېکون سبب ګرځي او نړۍوال فساد رامنځته کوي.) [2]

امام شاطبي رحمه الله هم وايي؛ ” د بشري نسل دوام د دې مقصد په ګرو کې دی او د نسل پرېکون د بشر په نابودۍ باندې ختمیږي. د نسب ساتنه د نسل ساتنې تکمیل کوونکی دی او له دې پرته دا مقصد نه محقق کیږي.” [3]

ب) د نسب د خوندیتابه ایجابي لارې

اسلام په بېلابېلو لارو خلک واده او د ژوند ملګري ټاکلو ته هڅولې دي. واده یوازې د انبیاؤ سنت نه دی، بلکې د نیم ایمان پوره کوونکی هم دی. خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛ “و َلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلٗا مِّن قَبۡلِكَ وَجَعَلۡنَا لَهُمۡ أَزۡوَٰجٗا وَذُرِّيَّةٗۚ ” [4]

ستا څخه مخکې هم موږ ډېر پېغمبران لېږلي دي او موږ هغوی د مېرمنو او اولادونو خاوندان ګرځولي ول.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي: «مَنْ رَزَقَهُ اللَّهُ امْرَأَةً صَالِحَةً فَقَدْ أَعَانَهُ عَلَى شَطْرِ دِينِهِ…»؛[5]

چا ته چې خدای تعالی د ښکلو اخلاقو ښځه ور پیرزو کړې وي، نو په نیم ایمان کې ورسره مرسته شوې او باید د نمايي بلې برخې په ساتنه کې له خدای وېره وکړي.

واده او د ژوند د ملګري ټاکل د جنسي غرېزې د عادي کولو لپاره تر ټولو ښه او طبیعي لاره ده، چې د جسمي او رواني ارامتیا سبب ګرځي، دا ارامتیا د انسان داخلي ګډوډۍ او شخړې پای ته رسوي او د انسان ژوند توازن پیدا کوي.

خدای تعالی فرمايي؛   ” وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنۡ خَلَقَ لَكُم مِّنۡ أَنفُسِكُمۡ أَزۡوَٰجٗا لِّتَسۡكُنُوٓاْ إِلَيۡهَا وَجَعَلَ بَيۡنَكُم مَّوَدَّةٗ وَرَحۡمَةًۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ ” [6]

او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چې ستاسي لپاره، همدا ستاسې له جنس څخه یې ميرمني پيدا کړې، تر څو چې تاسي له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسي (ښځي او خاوند) په منځ کې یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کې د هغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي چې غور او فكر كوي.

څوک چې له واده څخه ډډه کوي، په شریعت کې غندل شوی دی. انس رضی الله عنه روایت کوي، چې درې تنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو حضور ته لاړل او له هغوی څخه یې د رسول الله د عبادت د څرنګوالي او کمیت په اړه پوښتنه وکړه، نو کله یې چې له عبادت څخه خبر شول، خپل عبادت یې هېڅ وګاڼه؛ یوه یې وویل: زه به ټوله شپه لمونځ کوم، بل یې وویل: زه به هره ورځ روژه نیسم او هېڅ وخت به بوزه نه یم، درېیم وویل: زه له ښځو څخه ځان لیرې کوم او هېڅکله به هم واده ونکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: : «أَمَّا وَاللَّهِ إِنِّي لَأَخْشَاكُمْ لِلَّهِ وَأَتْقَاكُمْ لَهُ، وَلَكِنِّي أَصُومُ وَأُفْطِرُ، وَأُصَلِّي وَأَرْقُدُ، وَأَتَزَوَّجُ النِّسَاءَ، فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي»؛[7]

په الله قسم زه تر تاسو ټولو پرهیزګاره او له خدای تعالی څخه وېرېږم، خو روژه نیسم او بوزه هم یم، لمونځ کوم خو استراحت هم کوم او له ښځو سره واده کوم. نو څوک چې زما له سنتو څخه مخ اړوي، زما څخه نه دی.

دوام لري.

مخکینۍ برخه

[1] . اليوبي، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة الشرعية : ٢٤٦-۲۴۷.

[2] . ابن عاشور، مقاصد الشريعة: ۸۱.

[3] . الشاطبی، الموافقات: ۱۷/۲.

[4] . سورۀ رعد، آیۀ ۳۸.

[5] . شعب الإيمان : ۳۴۱/۷.

[6] . سورۀ روم، آیۀ ۲۱.

[7] . صحيح البخاري، كتاب النكاح، باب الترغيب في النكاح: ۲/۷.

Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (پنځمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (یو څلوېښتمه برخه)

یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلوېښتمه برخه)

جمعه _25 _جولای _2025AH 25-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _24 _جولای _2025AH 24-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _30 _جولای _2025AH 30-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD8 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (پنځمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD1 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه پنځمه برخه لیبرال عقل…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوولسمه برخه)

یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD7 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوولسمه برخه د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _30 _جولای _2025AH 30-7-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.