Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»لیبرالیزم»په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (پنځمه برخه)
لیبرالیزم سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه

پنځمه برخه

لیبرال عقل
لیبرال عقل یوازې هغه څه درک کولی شي چې خپله یې ترسره کوي؛ خو ډیری وخت د نورو د کړنو د درک وړتیا نه لري. له همدې امله غواړي چې فکر او باور یې یواځې د خپلو خبرو او اعمالو پر اساس وارزول شي او تحلیل شي. خو د نورو د عقایدو او کړنو سموالی تر هغې ورته مهم نه دی، چې تر څو خپله ونه وايي او ترسره یې نه کړي، او دا د فکري او عقیدوي اصولو له مخې  یو ډول ناپوهي ده، دې چارې د دوی او د دوی د اساساتو د صحیح فهم ترمنځ تر ټولو لوی خنډ رامنځته کړی؛ هغه اساسات چې لاندې یې یو لړ اعمال، خبرې او عقاید شتون لري. دوی د نورو سمې کړنې هم د هماغه بنسټ له مخې ارزوي؛ د کوم بنسټ په اساس یې چې خپلې خبرې او کړنې صحیح ګڼلې دي.
له پرتله کولو پرته د افکارو ترمنځ د صحیح، فاسد، قوي او ضعیف توپیر نه شو کولای چې تشخیص کړو، ځکه چې معناوې د مقایسې او سنجش له لارې پېژندل کېږي. په نړې کې د الله تعالی د حیرانوونکو سنتونو له جملې یو یې دا دی چې که چېرې دوه سره ورته شيان یو پر بل ووهل شي، نو دواړه به مات شي؛ لکه د دوو ښیښو یا د دوو برابرو ډبرو ترمنځ ټکر. خو که د دواړو قوت یا شکل توپیر سره ولري، نو ضعیف هغه یې ماتیږي او قوي یې پاتې کیږي؛ عقاید او فکرونه هم همداسې دي.
د دې اصل له مخې «لیبرال» تفکر د قواعدو او اصولو د رامنځته کولو مخالف دی. د دې طرز تفکر پایله دا ده چې د دوی په فکر هېڅ لیکوال یا نظریه‌پرداز تر دې حده مقدس او لوی نه وي چې له نظریاتي چوکاټ څخه دې یې سرغړونه ونه‌شي. هغه څه چې موجود دي د فرد عقل دی، او خبرې او اعمال د همدې عقل پر محور راڅرخي. همدا ددې لامل شوی چې ګڼ خلک لیبرالیزم ونه‌پېژني، په تفسیر کې یې تېروتنه وکړي، یا د «لیبرالیزم» یوازې یوه بڼه تعقیب کړي او نورې بڼې یې له پامه وغورځوي.
دا بې‌ثباتي یو لوی خنډ دی او لیبرالان د حق او باطل د معیار په پېژندلو کې بې وسه کوي، او شهوات، شبهات، غوښتنې او شخصي یا ملي ګټې یې هر لور ته کش کوي. آن ځینې لیبرالان د دې فکري بهیر جامع اصول نه پېژني؛ ځکه چې دوی له خپل عقل پرته پر بل هېڅ شي ایمان نه راوړي. هره خبره، که د هر چا له خولې وي چې د دوی د عقل مطابق و نه اوسي، نو ارزښت نه ورکوي او باطله یې ګڼي.
دوی پر هر هغه مقدس امر باور نه لري چې د امر او نهیې په بڼه ترسره کیږي، آن که په ډېره نرمه بڼه واوسي هم. تر دې چې ځینې یې د کتابونو او لیکونو په پیل کې د «بِسْمِ اللّٰه الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم» له ویلو هم ډډه کوي، تر څو د دوی په ګومان د مقدسو اصولو له واکه ځان خلاص کړي.
نو له همدې امله د لیبرالیزم لپاره تر ټولو دقیق او مناسب نوم هماغه دی چې قرآن کریم یې بیانوي، یعنې: «سُدَویزم» (بې‌هدفي او پرېښودنه)، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى” ژباړه: «آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟»[۱]
امام شافعي رحمه‌الله فرمایي: «عالمان د قرآن کریم په تفسیر کې ـ تر کومه چې زه پوهېږم ـ په دې اختلاف نه لري چې “سُدًی” هغه څوک دی چې امر او نهي نه پرې کېږي». بیهقي هم د مجاهد بن جبر رحمه‌الله څخه ورته خبره نقل کړې ده.[۲]
ځکه دوی ازادي له هر ډول امر او امرکوونکي څخه لوړه ګرځولې ده، خو کوم ځای کې چې انکار نه‌شي ترې کولای، نو بیا تأویل ورته پیدا کوي، یا یې له اصلي محتوا خالي کوي، او پایله‌ یې له منځه وړي.
خلک ډیری وخت یوازې د خپلو شخصي اهدافو د پوره کولو په اړه فکر کوي او هغو موضوعاتو ته پام نه کوي چې خلک یې د «لیبرالیزم» تر چتر لاندې غواړي؛ ځکه چې عام خلک د عمل اهل دي، نه د نظریې او تفکر. تر ټولو لوړ حد چې یو انسان یې غواړي دا دی چې غوښتنه یې پوره شي، غریزه‌یې اشباع شي او تر پښو لاندې شوی حق‌یې بېرته ترلاسه شي. په دې حالت کې دوی نشي کولای چې د لیبرالیزم ټولې پایلې درک کړي او اصول یې وپېژني؛ بلکې هر کس د لیبرالیزم تر نامه لاندې یوازې د خپلې اړتیا غوښتنه کوي او استفاده ترې کوي.
د چارو مادي عقلي تحلیل، ازادي، مساوات او ځان‌پالنه د لیبرال منطق له فلسفي بنسټونو سره تړاو لري.
خو عقاید او افکار هغه وخت سم پېژاندل کېدلای شي چې ټول بنیادونه او پایلې یې وپېژندل شي؛ ځکه همدا مفاهیم د هماغو بنسټونو پر اساس رامنځته شوي دي.
ډېر وخت انسان خپله اړتیا پېژني، همداراز هغه بنسټونه او اصول چې د دې اړتیا د پوره کېدو لامل شوي وي هم ورته معلوم وي. له همدې امله هغه اصل او فکر چې د ده د اړتیا په پوره کولو کې یې مرسته کړې وي، خوښوي او ملاتړ ترې کوي.
خو دی دا هېروي چې د یوه فکر بنسټونه او اصول یوازې د یوه فرد د مصلحت له لارې نه‌شي پېژندل کېدلای. که چیرې دا خبره سمه وای، نو د نړۍ ټول نظامونه، قوانین او قضایي اصول به د فردي مصلحت پر بنسټ رامنځته شوي وای؛ خو دا نه د عقل له نظره مشروعیت لري او نه هم د شریعت له نظره کافي بلل کېږي.
د انسان فطرت خپل شخصي مصلحت لوی ګڼي، او همدا شخصي مصلحت له دوو حالاتونو خالي نه دی:
اول: د یوه نعمت بیا ترلاسه کول لکه د مال اخیستل، یا د عمل ازادي (د وینا یا کړنې) که په حق سره ترې اخیستل شوی وي او که په ناحقه.
دوهم: د یوه نوي نعمت لاسته راوړل لکه مال، اولاد، او نورې لاسته‌راوړنې. هغه موضوع چې تر ټولو زیات د انسان زړه بوخت ساتي او اغېز پرې کوي همدا لومړنۍ بڼه ده. هر څوک چې له انسان څخه اخیستل شوی نعمت بېرته ورکړي، نو زړه‌یې ځان پوروړی احساسوي، ولوکه دا کار د باطلې لارې هم ترسره شي. همدارنګه هغه فکرونه او نظامونه چې د دغې بېرته راوړنې داعیان وي د انسان زړه ځان ته راکاږي. کله چې انسان دا ډول دعوتونه اوري، نو له خپل سلب شوي دینار او له غصب شوې آزادۍ پرته بل څه نه یادوي. ما داسې خلک لیدلي چې د هغه چا په پرتله چې څو چنده زیات مال یې په ډالۍ کې ورکړی، هغه کسان زیات خوښ کړي چې سلب شوی دینار یې بېرته ورکړی وي، آن که دا کار د ظلم او جبر له لارې شوی وي هم.
که یو انسان یو میلیون دینار ولري او  سل زره دیناره په زور ترې واخیستل شي، نو زړه او ذهن‌یې تر ډېره له هماغه اخیستل شویو سل زره دینارو په فکر بوخت وي، نه د پاتې نهه سوه زره دینارو پر ساتنې او استفادې. دا ځکه چې د انسان غریزه د نعمتونو په پرتله له مصیبتونو سره ډېر سروکار لري. له همدې امله الله تعالی په قرآن کریم کې انسان ته د «کَنود» لقب ورکړی دی. ابن جریر طبري له حسن بصري رحمه‌الله څخه روایت کوي چې د دې آیت “إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودُ” په تفسیر کې یې ویلي: «ډېری کسان خپل رب ملامتوي، مصیبتونه شمېري او نعمتونه هېروي .»[۳]
له همدې امله هغه فکرونه چې د اخیستل شویو نعمتونو یادونه کوي او د خلکو له لاسه وتلي حقونه مطرح کوي د خلکو د ذهنونو له لوري په غیر متوازن ډول منل کېږي چې دا کار د سرمستۍ، ناپوهۍ، بې‌احتیاطۍ او بې‌صبرۍ لامل ګرځي.
الله تعالی فرمایي: “خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ”
ژباړه: «انسان پيدا دى له تلوار (بې صبرۍ) څخه، خو زه به خپلې نښانې زر دروښيم، نو تلوار مه كوئ.»[۴]
انسان دا نه خوښوي چې څه شی ترې واخیستل شي او که داسې وشي نو خپل رواني توازن له لاسه ورکوي. مثلاً کېدای شي یو انسان د خپل اختیار له مخې په یوه ورځ کې له یوه یا دوو ساعتونو زیاتې خبرې ونه‌کړي؛ خو که محدودیت پرې ولګول شي چې له یوه ساعت زیاتې خبرې نشي کولای نو دا به تر هغو کلونو هم ډېر ورته سخت وي چې په خپله‌ خوښه یې چوپتیا پکې غوره کړې وي.
د «لیبرالیزم» د رامنځته کېدو اساس همدا دی چې ټول سلب شوي غرایز بېرته را وګرځوي؛ که دا غریزه سمه وي که ناسمه، سالمه وي او که منحرفه. له همدې امله لیبرالیزم له هر اړخه له غرایزو او له ځینو اړخونو له فکر سره توافق لري.
فکرونه د تاریخ په اوږدو کې د غرایزو او د  اړتیاوو د پوره کولو په اساس رامنځته کیږي، نو تصور وکړه چې کله پیاوړي حکومتونه له یوه فکر څخه ملاتړ کوي او د خپرولو لپاره یې له هر ډول هلو ځلو او زور څخه درېغ نه کوي نو حتما به مسلط کیږي، هغه څه چې د «لیبرالیزم» په اړه صدق کوي.
لیبرالیزم د هغو فکرونو له جملې څخه دی چې له هر ډول چوکاټ پرته رامنځته شوی او لیکوالان او نظریه‌پردازان‌ بې ځایه هڅه کوي چې یو مشخص چوکاټ ورته جوړ کړي. دا تفکر لا هم دوام لري او هېڅ حد او سرحد نه لري، پرته له دې چې یا غریزه پای ته ورسېږي یا انسان د خپل نفس وسوسو ته په بشپړ دول تسلیم  شي.
له همدې امله خالق متعال د انسان د نفس لپاره حدود او چوکاټونه ټاکلي، تر څو  دین او دنیا یې سمه شي، او پیغمبران‌ یې رالېږلي چې د انسانانو مست او منحرف عقلونه بیرته سمې لارې ته هدایت کړي.
د هر انسان نفس غواړي چې خپلې غوښتنې، غرایزې او اړتیاوې پوره کړي؛ خو په مقابل کې یې یو شمېر خنډونه موجود دي لکه عقل، فطرت او د ټولنې دیني ارزښتونه. د لیبرالیزم بنسټ همدا دی چې یاد خنډونه له منځه یوسي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] سورت قیامه، آیت ۳۶.

[۲] السنن الکبری، ج ۱، ص ۱۱۳، چاپ المعارف ـ هند.

[۳] تفسیر ابن جریر طبري، ج ۲۴، ص ۵۶۷.

[۴] سورت الأنبیاء، آیت: ۳۷.

Previous Articleد کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوولسمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوولسمه برخه)

یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD
نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (څلورمه برخه)

یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD
نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (دریمه برخه)

چهارشنبه _23 _جولای _2025AH 23-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _30 _جولای _2025AH 30-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD8 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (پنځمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD1 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه پنځمه برخه لیبرال عقل…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوولسمه برخه)

یکشنبه _27 _جولای _2025AH 27-7-2025AD7 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوولسمه برخه د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلور څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _30 _جولای _2025AH 30-7-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _29 _جولای _2025AH 29-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.