ليکوال: ابوعائشه

نشنلیزم

اووه‌دېرشمه برخه

 

د پیل خبرې: د دې لپاره چې وکولای شو يو پديده په ښه توګه درک کړو  له ټولو اړخونو سره یې بلدتیا پیدا کړو نو اړينه ده چې د يادې پديدې ډولونه او تقسيمات وڅېړو. د سياسي مکتبونو او وارداتي مفکورو ليکوالانو او پوهانو د نشنلېزم لپاره ګن ډولونه بيان کړي دي. موږ به په دې برخه کې هڅه وکړو چې د څېړونکو او ليکوالانو له نظره د نشنلېزم تر ټولو مشهور او مهم ډولونه بيان کړو.
د نشنلېزم هغه مشهور ډولونه چې د سياسي مکتبونو ليکوالانو يادونه ترې کړې ده په لاندې ډول دي:
۱. اقتصادي نشنلېزم
اقتصادي نشنلېزم د بهرنۍ اقتصادي پاليسۍ په توګه تعریفېږي، چې موخه يې د يوه ملي دولت هوساينه ده، حتی که دا کار د نورو ملتونو او هېوادونو په تاوان تمامیږي هم. د اقتصادي نشنلېزم موخه د نړیوال کاري وېش پر ځای چې د شخصي ګټو په اساس تنظیمیږي د یوه خپلواک ملي اقتصاد رامنځته کیدل دي.
په تېرو څلورو پېړيو کې د اقتصادي نشنلېزم تر ټولو عام ابزار پر بهرنيو توکو د تعرفو وضع کول، د کورني تجارت پر وړاندې د پرتو خنډونو له منځه وړل، د بنسټيزو صنعتونو لپاره مالي ملاتړ برابرول، د حقوقي او پولي نظامونو رامنځته کول، او د ترانسپورتي شبکو پراخول وو. تر څو د دولت ملي بازارونه سره يو موټی شي.
که څه هم تعرفوي ملاتړ د نشنلېستي اقتصادي پاليسۍ تر ټولو اساسي ابزار ګڼل شوي، خو اغېز یې هم تر ټولو کم ګڼل شوی دی.[۱]
د اقتصادي نشنلېزم مفهوم په عمده توګه له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هغه مهال رامنځته شو کله چې نړيوال اقتصاد له سختو بحرانونو سره مخ و. د دوو نړيوالو جګړو تر منځ کلونه له سختو فشارونو سره مل وو، چې لامل یې د تېرو لسیزو ناخوالې او د جګړو ویجاړۍ وې.
په هماغو کلونو کې ډېرو دولتونو انزوا ته مخه کړه؛ ځکه دوی داسې ګومان کاوه چې له نړيوال بازار سره راکړه ورکړه زيات خطر لري. نو ځکه یې دا غوره وګڼله چې له بهرنيو اقتصادي اغېزو سره مبارزه وکړي او د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره پر داخلي ظرفيتونو تکيه وکړي.
په ۱۹۳۰يمو کلونو کې، کله چې په ایټالیا او آلمان کې ښي‌ اړخي افراطي حکومتونه چې له اقتصادي پلوه نېشنلېستان وو واک ته ورسېدل، د اقتصادي نشنلېزم مفکوره نوره ورسره مشهوره او پياوړې شوه. [۲]
اقتصادي نشنلېزم هغه مفکوره ده چې وروستی هدف یې د ملت اقتصادي خپلواکي او ځان‌بسیانه ده؛ یعني یو ملت باید خپلې اړتیاوې د خپل هېواد دننه پوره کړي او بهرنیو توکو او وارداتو ته اړتیا پیدا نه کړي. [۳]
اوس چې موږ د اقتصادي نشنلېزم له مفهوم سره آشنا شو او پوه شو چې موخه یې څه ده او بنسټ‌ایښودونکو یې څه ډول پروګرامونه او موخې درلودې؛ نو ښه به وي چې په دې هم پوه شو چې دا مفکوره کومو ځایونو کې رواج شوه او څه ډول نورو هېوادونو ته هم ولېږدول شوه.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې نړيوال لیبرالیستي اقتصاد له سره ورغول د «اقتصادي نشنلېزم» مفهوم تر ډېره د هغو مخ پر وده هېوادونو لپاره کارېده چې غوښتل یې نشنلېستي پالیسۍ د خپل ملي اقتصاد اساس وګرځوي.
خو د ۱۹۷۰ کال په وروستۍ لسیزه کې نیوليبرالیسم دا کار ستونزمن کړ او مخ پر وده هېوادونه ونه توانېدل چې په اسانۍ سره خپلې نشنلېستي اقتصادي تګلارې پلې کړي. سره له دې چې اقتصادي نشنلېزم د نړیوال کېدو (گلوبلایزیشن) په دوره کې کمزوری شو، خو د ۲۰۰۸ ز کال د نړيوال اقتصادي بحران په څېر پېښو یو ځل بیا ددې زمینه برابره کړه چې یاده مفکوره له سره تقویه شي او رواج پیدا کړي. [۴]
که څه هم اقتصادي نشنلېزم یو وخت ډېر پلویان درلودل او په هغو هېوادونو کې یې ځای وموند چې پیاوړی اقتصاد یې درلود؛ خو وروسته له ستونزو سره مخ شو او پلویان یې کم شول. ځکه دا مفکوره که عملي شي، هېوادونه انزوا ته بیايي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کوي. د «مکتب‌های سیاسی» کتاب لیکوال په دې اړه لیکي: «اقتصادي نشنلېزم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ناڅاپه په بشپړ ډول له ناکامۍ سره مخ شو او عملاً ثابته شوه چې هېڅ ملت، که هر څومره لوی او پراخ هم وي (لکه امریکا او روسیه)، نشي کولای د نورو ملتونو له اقتصادي اړتیا څخه ځانونه خلاص کړي، په ځانګړې توګه د خامو موادو له اړخه (ځکه هېڅ ملت نشي کولای ټول اړین خام مواد پخپله برابر کړي). لږ تر لږه د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره بازار ته اړتیا لري؛ که نه، مجبور دی چې په خپلو تولیداتو کې کموالی لري، چې دا چاره د کارګرانو د بې‌کاره او وږې پاتې لامل کیږي، بغاوت ته یې اړ کوي او ټولنیز نظم ګډوډوي. د نفتو او د غنمو د وېش په څېر ډېری خام مواد، خوراکي توکي او صنعتي تولیدات د نننۍ نړۍ د نړیوالو تړونونو تابع دي». [۵]
د یاد لیکوال له نظره داسې ښکاري چې اقتصادي نشنلېزم، د نشنلېزم د نورو ډولونو په څېر ملتونو او هېوادونو ته کومه ګټه نه رسوي؛ په ځانګړې توګه هغو کوچنیو هېوادونو ته چې که د لویو هېوادونو دروازې پرې بندې شي، ښایي د ژوند تر ټولو ابتدایي اړتیاوې هم پوره نه‌شي کړای. همداراز هغو هېوادونو ته چې کلونه کلونه د استعماري ځواکونو تر زبیښاک لاندې پاتې شوي او اوس یې یو څه خپلواکي تر لاسه کړې ده.
د «الاتجاهات الفکریة المعاصرة وموقف الإسلام منها» کتاب لیکوال د هغو هېوادونو په اړه چې اقتصادي نشنلېزم یې غوره کړی، لیکي: «د افسوس ځای دا دی چې اقتصادي نشنلېزم په ډېرو هغو هېوادونو کې چې تل یې د ملي‌پالنې شعارونه ورکاول، له زوال سره مخ شوی دی. هېڅ یو یې ونه توانېد چې د تولید په زیاتوالي او د کیفیت د لوړوالي په برخه کې مطلوب اقتصاد ته ورسېږي، بلکې ددوی واردات لا هم له لوېدیځو او ختیځو هېوادونو څخه په پراخه کچه دوام لري. دا حالت د دې لامل شوی چې د بودجې د کموالي له امله له مالي ستونزو او اقتصادي فشارونو سره مخ شي؛ ان تر دې چې د ځینو هېوادونو بودجه کله کله صفر ته رسېدلې او اقتصاد یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.» [۶]
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:
[۱] د ناسیونالیزم دائرة المعارف، د الکساندر ماتیل تر نظارت لاندې، د فارسي ژباړې مشري: کامران فاني – محبوبه مهاجر، ۱۳۸۳ هـ.ش، جلد ۱، مخونه ۲۹۹-۳۰۰.

[۲] قنبرلو، عبدالله، “په امریکا کې د نوي اقتصادي نشنلېزم تاریخي ریښې”، علمي-څیړنیزه فصلنامه، کال ۱۰، ګڼه ۳، ۱۳۹۸ هـ.ش، مخ ۸۱.

[۳] پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتب‌های سیاسی، بې‌تا، ص ۱۹۷.

[۴] قنبرلو، عبدالله، “په امریکا کې د نوي اقتصادي نشنلېزم تاریخي ریښې”، فصلنامه، کال ۱۰، ګڼه ۳، ۱۳۹۸ هـ.ش، ص ۸۱.

[۵] پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتب‌های سیاسی، بې‌تا، ص ۱۹۷.

[۶] خولي، ډاکټر جمعه، الاتجاهات الفکریة المعاصرة وموقف الإسلام منها، 1407 هـ.ق، ص 138.

Leave A Reply

Exit mobile version