ليکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

(اووه‌ دېرشمه برخه)

 

د دوا او درمل جوړونې علم په برخه کې د مسلمانانو رول
د کيميا علم په برخه کې د مسلمانانو ځيرکتيا او نبوغ ددې لامل شو چې هغوی وکولای شي ددې علم اړوندو څانګو په ځانګړي ډول د درمل جوړونې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري. د دې کار دليل دا دی چې دواجوړونه د کيميايي ترکيبونو او اصولو پوهې او مهارت ته اړتیا لري. له همدې امله کيميايي دواګانې په مؤثره بڼه راڅرګندې شوې او د درملنې د يو نوي علم دروازه یې پرانېسته.
حقيقت دا دی چې د درمل جوړونې علم د هغو علومو له جملې څخه و چې د ګڼو مسلمانو پوهانو پام یې ځانته راواړاوه. هغوی وکولای شول چې خپله متمدنه دوره د دارويي ترکيبونه په علمي او نوې بڼه د معریفي کولو له لارې له نورو تمدني دورو متمایزه کړي. “ګوستاو لوبون” باور لري چې د درمل جوړونې علم کولای شو مسلمانانو ته منسوب کړو، نوموړي دا علم يوه اصيله اسلامي اختراع وبلله. مسلمانانو د هغو درملو ترڅنګ چې له پخوا څخه پېژندل شوي وو، ډېر نوي ترکيبونه هم اختراع کړل او لومړني طبي کتابونه يې وليکل. [۱]
په پيل کې مسلمانانو یاد علم له يونانيانو زده کړ او د “ديسقوريدوس” (له ميلاد مخکې ۸۰م کال) له خوا ليکل شوي کتاب «المادة الطبية في الحشائش والأدوية المفردة» ته یې ځانګړی پام وکړ. دا کتاب څو ځله وژباړل شو چې تر ټولو مشهورې ژباړې یې د بغداد حنين بن اسحاق او د قرطبې ابوعبدالله صقلي کړې وې. وروسته مسلمانو درمل‌جوړوونکو د خپل علم او تجربې پر بنسټ دې کتاب ته وده ورکړه او نیمګړتیاوې یې اصلاح کړې. په پايله کې د دواګانو او طبي بوټو د تأليف او طبقه‌بندۍ بهير وده وکړه، د ابوحنیفه دینوري «معجم النبات» د ابن وحشیه «الفلاحة النبطية» او د ابن العوام اشبیلي «الفلاحة الأندلسية» په څېر نوي اثار وپنځول شول.[۲]
مسلمانانو ته د درمل جوړونې علم د منسوبولو يو ستر راز دا دی چې د عربي هېوادونو اقليمي شرايط د طبي بوټو د کرلو لپاره ډېر مناسب وو. مسلمانانو له هماغه پيله د خپلو سيمو د بوټو او له مالابار، سيلان او ختيځې افريقا څخه د وارد شوو محصولاتو ځانګړنو ته پام وکړ. دا کار د دې سبب شو چې هغوی ورو ورو د هغو بوټو ډولونه وپېژني، چې د طب او صنعت لپاره ګټور دي.
په همدې لړ کې مسلمانو پوهانو داسې جدولونه تيار کړل چې د بوټو نومونه يې په عربي، يوناني، سرياني، فارسي او بربري ژبو ثبت او تشريح کول. «رشيدالدين صوري» له هغو لومړنيو پوهانو څخه و چې د بوټو د مطالعې لپاره یې عملي طريقه وکاروله؛ نوموړي به له يو انځورګر سره يو ځای بېلابېلو سيمو ته تګ کاوه، بوټې به يې د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې معاينه کول، ثبتول او انځورګر به يې په هر پړاو کې انځورونه جوړول. [۳]
ددې علم په برخه کې د مسلمانانو یوه له مهمو لاسته راوړنو څخه دا وه چې د دواوو د څارنې (حسبه) نظام یې رامنځته کړ. د مأمون خلافت په دوران کې ځينو داروسازانو يا د ناپوهۍ له امله او يا هم په قصدي ډول ناسمې دواوې تجويزولې. له همدې امله مأمون د داروسازانو د وړتيا د معلومولو لپاره له داروسازانو امتحان واخیست، او وروسته معتصم هغو داروسازانو ته چې وړتيا يې درلوده، تصديق‌ليکونه ورکول. دا څارنه وروسته اروپا ته هم ولېږدېده او د ديارلسمې ميلادي پېړۍ په دوران کې د “دويم فريدريک” په وخت کې عامه شوه. اسلامي دولت د دواوو پر کيفيت او بيه څار درلوده، او داروسازان مسؤل وو چې سالمې او معیاري دواوې برابرې کړي. ویل شوي چې د عباسي خلافت يو امير “افشين” به شخصاً د کلیو درملتونونه معاینه کول، تر څو د ټولو اړینو دواوو د شتون ډاډ ترلاسه کړي. [۴]
«ماکس مايرهوف» يادونه کوي چې په دې دوران کې د درمل‌جوړونې په اړه ګڼ آثار وليکل شول. «ابن بيطار» يو له لویو مسلمانو درمل‌جوړونکو څخه و چې په خپل کتاب «جامع مفردات الأدوية» کې یې د بوټو، منرالونو او حیواني منابعو شاوخوا ۱۴۰۰  ډوله درمل توصیف کړل. هغه خپل معلومات د شاوخوا ۱۵۰ عربو پوهانو د نظرياتو د مقايسې له لارې راټول کړي وو او ساینسي مشاهدو او ازموینو ته يې ډېره پاملرنه کوله. [۵]
مسلمانو درمل‌جوړوونکو د درمل جوړولو په برخه کې ګڼ نوښتونه درلودل. هغوی د  کيميا علم په مرسته نوي درمل جوړ کړل، او د الکول، د جيوه ترکيبات، د امونياک مالګه، شربتونه او د بوټو عصاره‌ګانې یې د درمل جوړونې علم ته ورزیاتې کړې. همدارنګه هغوی لومړني کسان وو چې دواوې يې د سرچينې او اغېز پر بنسټ طبقه‌بندي کړې.
رازي، چې ددې علم له مخکښانو څخه و، درمل په څلورو اصلي برخو وویشل:
1. معدني مواد؛
2. گیاهي مواد؛
3. حیواني مواد؛
4. مصنوعي ترکیبات.
مسلمانانو د درملو د جوړولو لپاره نوې لارې چارې او تخنيکونه رامنځته کړل چې ځينې يې تر ننه پورې کارېږي، له دې جملې څخه:
•        تقطير: د بخار له لارې د موادو را ايستنه؛
•        ملغمه‌سازي: له نورو فلزاتو سره د جيوه ګډول؛
•        تصعيد: په مستقيم ډول پر  بخار د جامدو موادو بدلول او بېرته یې په جامدو موادو اړول؛
•        بلور جوړونه: له محلول څخه د بلورونو جلا کول؛
•        اکسيداسيون:  د اکسيجن د ترکیب له لارې د موادو په جوړښت کې بدلون.
د مسلمانانو یو مهم نوښت دا و چې درمل به یې له شاتو، بورې او د مېوو له عصارو سره ګډول. پخوانیو خلکو يوازې پر شاتو تکيه کوله خو مسلمانانو بوره غوره وبلله، چې له امله يې ډېر ګټور درمل جوړ شول. [۶]
امام رازي لومړنۍ کس و چې له جيوه څخه یې په مرهمونو (پماد) کې استفاده وکړه او دا کار یې لومړی پر بیزوګانو وازمایه. همدارنګه مسلمانو طبيبانو د لومړي ځل لپاره د زړه ناروغیو د درملنې لپاره د قهوې دانې وړاندیز کړې او له کوبلې قهوې څخه یې د ستوني التهاب، د وينې اسهال او انتاني زخمونو د درملنې لپاره ګټه واخيسته. هغوی همداراز له کافور څخه د زړه د تقويت لپاره استفاده کوله، او ځينې قوي درمل يې د ليمو له اوبو، نارنج، دارچين او مېخک سره ګډول، تر څو يې ناوړه اغېزې کمې شي. [۷]
مسلمانو پوهانو د درمل جوړونې په برخه کې ګڼ آثار وليکل. تر ټولو مهم کتاب چې يادېږي د ابن بيطار د «الجامع لمفردات الأدوية والأغذية» کتاب دی، نوموړي په دې کتاب کې تر ۱۵۰۰ زيات د بوټو، منرالونو او حیواني منابعو درمل معرفي کړې دي. ابن بيطار د خپل کتاب په سریزه کې د مستقيمې مشاهدې او تجربې پر ارزښت ټينګار کړی او د پخوانيو درمل جوړوونکو ډېرې تېروتنې يې اصلاح کړې دي.
امام رازي هم د «منافع الأغذية»، «صيدلية الطب» او «الحاوي في التداوي» په څېر مهم آثار ولیکل. علي بن عباس د خپل کتاب «کامل الصناعة الطبية» يو څپرکی د درمل جوړونې علم ته ځانګړی کړی دی او زهراوي هم د خپل کتاب «التصريف لمن عجز عن التأليف» يو فصل د بوټو درملو ته ځانګړی کړی دی. نورو پوهانو لکه داوود انطاکي، ابن زهر اندلسي، ابن سينا او الکندي هم په دې برخه کې ارزښتناک آثار پرېښي دي. [۸]
لکه څنګه چې څرګنده ده مسلمانو پوهانو د درمل جوړونې د علم په بنسټ ايښودود، وده او خپرېدو کې ستر رول درلود. هغوی د دې علم په برخه کې ځانګړي آثار وليکل، او یاد علم یې له تجربي حرفې څخه يوه منظم او علمي علم ته واړوو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

سرچینې:

[۱] ګوستاو لوبون، تمدن اسلام و عرب، ژباړه: سيد محمدتقي فخر داعي گيلاني، ص ۴۲۶، درېيم چاپ، تهران، ۱۳۱۸.
[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 310.
[۳] هماغه ماخذ.
[۴] مظهر، جلال، الحضارة الإسلامیة أساس التقدم العلمی الحدیث، ص: 83-84،  مرکز کتب الشرق الأوسط.
[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 310.
[۶] روائع الحضارة العربیة الإسلامیة، ص: 424.
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 312.
[۸] هماغه ماخذ، ص ۳۱۳.

Leave A Reply

Exit mobile version