لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې

(دولسمه برخه)

په سیک دین کې د توحید مفهوم
په سیک دین کې هم خدای جل جلاله واحد بلل شوی او د دې دین په سپېڅلي کتاب کې هم خدای جل جلاله د یوه واحد وجود چې بې مثاله او شریک نه منونکی دی، معرفي شوی؛ خو دا توحید د اسلام له توحید سره ډېر تفاوت لري.
«نانک، د سېکانو لومړی لارښود، په خپل مقدس کتاب «آدي گرنت» کې داسې وايي:خدای یو دی، بې‌ساري او بې‌سیاله؛ هېڅ څوک نه شته چې د هغه سیال او شریک شي. نه څوک د هغه په څېر دی، نه څوک ورسره برابري کولای شي. هغه په هر زمان او هر مکان کې یوازي، تل‌پاتې او بې‌نیازه دی.د هر انسان نېکبختي او بدمرغي د ده په حکم پورې تړلې ده؛ هېڅ ځواک د ده په اراده کې لاس وهنه نشي کولای. هغه هر څه کوي، چې وغواړي؛ هېڅ‌وک نه شي کولای پرې حکم وکړي.هغه پادشاه دی، د ټولو پادشاهانو. ټول کائنات د ده تر امر لاندې دي او هغه د خپل حکمت له مخې انسانان سمې لارې ته رهبري کوي. هغه لیدل کوي، خو هېڅ‌چا ته نه ښکارېږي. اې خدایه! (جل جلاله) هر څه چې ته وغواړې، هماغه کېږي. ته یوازینی یې، که څه هم ستا تجلیات بې‌شمېره دي. هغه کسان چې ستا نوم هېروي، د ګمراهۍ تیارو ته لويږي. زه ستا په نوم کې اوسیږم او ستا نوم زما د زړه ژورو ته رسېدلی دی.ته هر چاته چې وغواړې عزت ورکوې او هماغه څه ترسره کېږي چې ستا رضا پکې وي. بشر څه اختیار لري؟ هر څه ستا د ارادې له مخې دي.»
همداشان د خدای جل جلاله په اړه زیاتوي؛ خدای جل جلاله نه تعریف کېدونکی او د ګڼو نومونو درلودونکی دی، چې تر ټولو مهم یې (حق) نوم دی او نور نومونه یې الله، خدای، رامه، شیوا دي او تر ټولو مشهور نوم یې بیا (هري) دی، چې د وېشنو یو نوم دی.
په هر صورت خدای جل جلاله چې په هر نوم او صفت وبلل شي، واحد او یو دی، هر چېرته حاضر او ځلاوې یې منعکسې دي او د ټولو مخلوقاتو تقدیر یې په لاس کې دی.انسان یې تر ټولو مهم مخلوق دی او نور مخلوقات یې په خدمت کې دي، نو په همدې اساس انسان کولای شي، چې د حیواناتو له غوښې خوراک وکړي او ورته مباح ده.
لوړ بحث د توحید په اړه د سیک دین باور په څرګند ډول ښکاره کړ او د دې په دوام د سیک دین ادعاوې د اسلام له نظره څېړو، تر څو دا څرګنده شي، چې ایا د دوی د توحید مفهوم د اسلام د توحید له مفهوم سره توپیر لري او کنه ؟!
ج – په اسلام کې د توحید مفهوم
توحید د اسلام له تر ټولو اساسي بنسټونو څخه دی، چې د بنسټیزو اصولو په سر کې ځای لري او د اسلام له دریو رکنونو څخه یو دی، چې له دې پرته د انسان ایمان او اسلام نه منل کیږي.
قرانکریم د اسلامي لارښوونو د اصلي سرچینې په حیث تل او په تکراري ډول پر توحید ټینګار کړی او انسانان یې د الله تعالی پر وحدانیت باور ته بللي، په لسګونو ایتونه شته، چې په مخامخ او یا هم غیر مستقیم ډول پر واحدانیت پالنې تاکید او له هر ډول شرک څخه منعه کوي.
1- «قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ» «ووایه؛ هغه خدای (جل جلاله) یو دی.»
2- «لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ» «له الله پرته بل معبود نشته.»
3- «وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ» « او ستاسو معبود واحد معبود، له هغه پرته بل (برحق) معبود نشته.»
4- «إِنَّمَا إِلَٰهُكُمُ اللَّهُ الْوَاحِدُ» «له شک پرته، ستاسو خدای یو/ واحد دی.»
5- «لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ» «له هغه پرته بل معبود نشته.»
دا ایتونه په دې ښکاره دلیل دی، چې توحید د اسلام اساس او بنست دی، داسې یو توحید چې پاک، خالص او له هر ډول شرک څخه لیرې دی.
د عقایدو د علم پوهانو توحید په دریو برخو وېشلی دی؛
1- د ربوبیت توحید
2- د اسماؤ او اصفاتو توحید
3- د الوهیت توحید
د ربوبیت توحید: دا چې موږ الله تعالی یوازنی مالک او ځواک خاوند وبولو او په دې مو ایمان وي، چې له الله جل جلاله پرته نور ټول مخلوقات دي، ټول مالکیت د هغه دی او هغه د چارو یوازنی تدبیر کوونکی دی.
د نومونو او ستاینو توحید: پر دې باور ته وايي، چې الله تعالی د نیکو نومونو او صفتونو خاوند دی، چې په کامل ډول یې پرته له کمي څخه مالکیت لري.
د نمونې په ډول؛ د الله تعالی د نومونو او صفتونو له ډلې؛ الله تعالی پوهېدونکی، اورېدونکی او لیدونکی دی. دا صفتونه یې په مخلوقاتو کې هم شته، چې پوهیږي، لیدل کوي او اورېدو حس لري، خو په الله تعالی کې دا صفات په ډېر کامل ډول دي، الله تعالی په هر څه پوهیږي او هر څه یې په احاطه کې دي، خدای تعالی هر څه ويني او اوري. دا د الله تعالی د اسماء او صفاتو د توحید خلاصه ده.
د الوهیت توحید: په داسې حال کې چې د توحید دوه پخواني ډولونه د الله تعالی د صفاتو او کړنو (لکه پیدا کول، روزي ورکول او نور) سره تړاو لري، نو د الوهیت توحید دا معنا لري چې بندګان باید الله تعالی یوازینی معبود وبولي او خپل ټول عبادات يوازې د هغه لپاره ترسره کړي.یعنې موږ باید خپل عبادت يوازې الله ته وکړو، یوازې له هغه مرسته وغواړو او قرباني ورته وکړو، يوازې له ده څخه ووېريږو، یوازې پر هغه توکل وکړو او يوازېله هغه هيله ولرو.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version