لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

یوولسمه برخه

د سیک دین عقاید او په اړه یې نقد
د دینونو په برخه کې د څېړنې یوه مهمه او اساسي برخه د یادو دینونو د بنسټیزو باورونو او عقایدو څېړنه ده. په عمومي ډول دینونه په دوو برخو وېشل شوي، چې یو یې ابراهیمي او بله برخه یې غیر ابراهیمي دینونه دي؛ ابراهیمي ادیان هغه ډله دینونه دي، چې د توحید پر بنسټ بناء دي او په مقابل کې یې بیا غیر ابراهیمي دینونه د شرک، بت پالنې او یا هم له توحید بغیر په نورو مسایلو یې بنسټ اېښودل شوی دی.
سیک دین که څه هم د نړۍ له ژوندیو دینونو څخه دی او په توحید باندې ټینګار هم کوي، خو بیا هم د ابراهیمي دینونو په کتار کې نه راځي، ځکه چې د دې دین له لوري مطرح شوی توحید د اسلام د توحید له مفهوم سره ډېر توپیر لري او همداشان یوازې د ایمان دائرې ته د ننوتلو لپاره د توحید ادعا کافي نه ده، لکه څنګه چې په یهودیت او عیسویت کې خلک د خدای پر وحدانیت باور لري، خو د اسلام د معیارونو له مخې موحدین نه ګڼل کیږي او دین یې د اسلامي شریعت پر اساس مشروع او منل شوی نه دی.
نو په همدې اساس د دې لیکنې په دوام کې د سیک دین د ناسمو باورونو د بررسۍ ترڅنګ د اسلام له اصولو څخه په استفادې د دې مذهب پر بنسټونو نیوکه او رد کوو.
  • توحید
توحید په لغت کې د (وحد، یوحد) له لفظ څخه اخېستل شوی، چې معنی یې یو ګڼل، یو شمېرل او یو – کول راځي، دا چې یو څه واحد او بې مثله دی.
په اصطلاح کې د رب تعالی د ذات، صفاتو او افعالو په وحدانیت او یووالي باندې عقیدې او باور ته وايي[1]؛ په دې مفهموم چې خدای تعالی یو او بې مثله دی، صفات یې تر ده پورې منحصر دي او د ټول عالم چارې او تدابیر د خدای تعالی له لوري دي او یوازې همدی د عبادت لایق دی او له ده پرته بل څوک د عبادت لایق نه دي.
علامه ابن قیم رحمه الله  توحید په اسانه او ښه ډول شرحه کوي، وايي:
توحید یوازې دا نه دی، چې یو څوک ووايي؛ ” له الله پرته بل خالق نشته او الله د هر څه مالک او پروردګار دی.” ځکه مشرکانو هم په دې مواردو باندې اعتراف کاوه، خو له دې سره بیا هم مشرکین بلل کېده.
توحید له خدای سره مینه، د هغه په وړاندې عجز او کمزوري ښکار کول، په وړاندې ذلت او پېښماني ښودل، د هغه کامل اطاعت، په عبادت کې اخلاص او په وینا، کړنو، مینې، دښمنۍ او هر څه کې د هغه رضا په نظر کې نیول، داسې چې یاد موارد انسان له ګناه او پر هغې له اصرار څخه را وګرځوي، دا ټول په ځان کې را نغاړي.
چا چې دا حقیقت درک کړ، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره یې ښه درک کړې، چې وايي:
«إن الله حرّم على النار من قال لا إله إلا الله یبتغی بذلك وجه الله»؛[2] خدای تعالی په هغه چا باندې چې د  ( لا اله الا الله) کلمه د خدای د رضا لپاره ووايي، د جهنم اور حرام کړی دی.
او همداراز، هغوی دا ډول احاديث ښه درک کوي؛ هغه احاديث چې ډېرو خلکو ته سخت ښکاري، ان ځينو ګومان کړی چې دا احاديث منسوخ شوي دي او ځينو ويلي چې دا احاديث د شرعي اوامرو او منهیاتو له صادرېدو او د دیني احکامو له ټينګېدو وړاندې ويل شوي دي او نورو بيا دا احاديث د مشرکانو او کافرانو د دوزخ لپاره ځانګړي ګڼلي او ځينو تأويل کړی چې مقصد دا دی چې موحد کس به اور ته نه‌ورځي، خو که ورشي، هلته به ابدي نه وي… دا ډول لیرې او جبري تأویلات.
په داسې حال کې چې شارع دا وعده یوازې په ژبني تلفظ نه ده کړې او دا د هغه څه خلاف ده، چې په قطعي ډول یې اسلام ښوونه کړې، ځکه که چېرته یوازې په ژبه باندې د دې جملې لوستل و، نو منافقانو هم همدا په ژبه ویله خو د جهنم په ژورو کندو کې به پراته وي، نو په ژبه لوستل او په زړه منل یې دواړه اړین دي.
توحید د ټولو پیغمبرانو د دعوت پیل و او د رب لور ته د ورتګ لومړی منزل او مقام دی، چې سالک پکې ځای مومي، خدای تعالی فرمايي:
” لَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓ[3]
موږ نوح (ع) د هغه د قوم لوري ته ولېږه. هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته.
“وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمۡ هُودٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۚ[4]
او د عاديانو لوري ته موږ د هغو ورور هود (ع)  ولېږه. هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل كوم خداى نه شته.
” وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمۡ صَٰلِحٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥۖ [5]
او ثموديانو ته موږ د هغو ورور صالح (ع) ولېږه. هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته.
” وَإِلَىٰ مَدۡيَنَ أَخَاهُمۡ شُعَيۡبٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥۖ  [6]
او د مدين اوسېدونكو ته موږ د هغوى ورور شعيب (ع) ولېږه؛ هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نشته؛
” وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَۖ [7]
موږ په هر اُمت کي يو پېغمبر پیدا کړ (ولېږی)، او د هغه په وسيله مو ټول خبر کړل چي: د الله بندګي وکړئ او د طاغوت له بندګۍ څخه ځان وژغورئ.
الف: د قران او سنتو له مخې د توحید ګټې او اغېزې
توحید د اسلام له بنسټیزو او ژورو اصولو څخه دی، داسې اصل چې بې‌له هغې د انسان بنده ګي نیمګړې وي او د الله تعالی کاملې بنده ګۍ ته نه‌شي رسېدلای. د دنیا نېکمرغي او د آخرت ابدي سعادت، دواړه له دې سره ټينګ تړاو لري، چې توحید باید په ژوره توګه د انسان په ژوند کې پلی او عملي شي.
اوس به د قرآن کریم د ارشاداتو او د نبوي سنتو پر بنسټ، د توحید اغېزې او برکتونه وڅېړو.
  • توحید د رښتینولۍ او نجات سبب
اسلام له بېلارۍ څخه د خلاصون او نجات یوازنۍ لار توحید یاد کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «قولوا لا إله إلا الله تفلحوا»[8] د – لا اله الا الله – کلمه ووایئ، تر څو بریالي شئ، نو په همدې اساس د خدای تعالی پر وحدانیت او پر توحید باندې اقرار د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ او خوښۍ اصلي لامل ګڼي.
  • توحید؛ جنت د ننوتلو نهايي شرط
د چا چې د ژوندۍ وروستۍ خبره د توحید کلمه وي، نو نجات مومي او د جنت لوري ته یون کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ «من كان آخر كلامه لا إله إلا الله دخل الجنة»[9]
د چا چې (د ژوند) وروستۍ خبره د – لا اله الا الله – کلمه وي، نو جنت ته به داخلیږي.
  • توحید د فرد او ټولنې د معنوي ژوند روح او بنسټ دی
هغه ژوند چې پر توحید له ایمان څخه پرته تېرېږي، نه ژوره معنا لري او نه هم رښتینی خوند. څوک چې پر الله ایمان نه لري، نو د مړو په شان له حقیقي ژوند نه بې‌برخې وي. همدا وجه ده چې الله تعالی کافران له توحید  څخه د انکار او بې‌خبرۍ له امله «مړه» ګڼلي دي.
 ” لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيّٗا وَيَحِقَّ ٱلۡقَوۡلُ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ “
تر څو چې هر هغه څوك تنبيه کړي، چې ژوندی وي او پر انكار كوونكو باندي (د عذاب) خبره ثابته شي.
  • توحید؛ د ټولو الهي دینونو ګډ اصل
ټولو الهي پیغمبرانو خلک د یوه رب نمانځنې ته رابلل او د دعوت اصل یې د شرک نفي کول او د رب خالصانه عبادت و، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي:
” قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا “
[اې محمده (ص)!] ورته ووايه: “اې اهل كتابو! يوې داسې خبرې ته راشئ چې زموږ او ستاسو دواړو تر منځ يو شان ده – دا چې موږ له الله پرته د هيچا بندګي ونکړو، له هغه سره هیڅوك شريك ونه ګڼو.
  • توحید، انسان له تلپاتي دوزخ څخه ژغوري
کله چې توحید په زړه کې په پوره ډول ځای ونیسي، نو خاوند یې د جهنم له اور څخه خلاصون مومي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: «فإن الله حرّم على النار من قال لا إله إلا الله یبتغی بذلك وجه الله»؛[10] خدای تعالی په هغه چا باندې چې د  ( لا اله الا الله) کلمه د خدای د رضا لپاره ووايي، د جهم اور حرام کړی دی.
  • توحید د ریښتینې عزت او آزادۍ سرچینه ده.
موحد انسان د مخلوقاتو له بندګۍ، د نورو له وېرې او له هغوی نه د تمې درلودلو څخه خلاصون مومي. هغه یوازې پر الله توکل کوي او خپل ټول عملونه د الله د رضا لپاره ترسره کوي؛ همدا اصلي عزت او د انسان ستر شرافت دی.
  • توحید نیکیو ته لاره اسانه کوي او له ګناهونو څخه پرهېز کول هم پرې آسانېږي.
  • کله چې توحید د انسان په زړه کې ټينګ شي، د نېکۍ لپاره پیاوړی انگیزه راټوکېږي او ګناه پرېښودل اسانه شي؛ ځکه چې د هغه ټول عملونه الهي رنګ خپلوي او هدف یې د الله رضا وي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] القول المفید علی کتاب التوحید، ج ۱، ص ۱۱.

[2]. کنزالعمال، ج ۱، ص ۴۱۵.

[3]  د الاعراف سورت – ۵۹ ایت

[4] ى الأعراف سورت – ۶۵ ایت

[5] الأعراف سورت – ۷۳ ایت

[6] د الاعراف سورت – ۸۵ ایت

[7] النحل: 36.

[8]. مسند احمد، ج ۲۵، ص ۴۰۵.

[9]. مستدذک حاکم، ج ۱، ص ۵۰۳.

[10]. کنزالعمال، ج ۱، ص ۴۱۵.

Leave A Reply

Exit mobile version