د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
څلیریشتمه برخه
فکري سختوالی او د اصلاحاتو خنډونه
په دې وضعیت سره، ډبر مغزو او هغو کسانو چې دین ته یې تل له علومو او علمي واقعیتونو سره د تضاد په سترګه کتلي دي، تل یې د ازادو متفکرانو، نوښت غوښتونکو او مجتهدینو پر وړاندې د زندیقیت او الحاد ټاپه لګولې ده.
پایله اخیستنه
د سید جمال الدین افغان اصلاحي نوښتپال فکر په معاصره اسلامي نړۍ کې یو اغېزناک فکري جریان بلل کېږي. هغه نه یوازې یو متفکر او نظریه ورکوونکی و، بلکې د یوه ټولنیز مصلح او سیاسي فعال په مقام کې یې د اسلامي تفکر په را ژوندي کولو او له استعمار او استبداد سره په مقابله کې اساسي رول ترسره کړ. د هغه افکار تر یوې پېړۍ پر ډېر وخت تېرېدو سربېره په اسلامي نړۍ کې همغسې ډېرو اصلاحي غورځنګونو ته الهام بښونکي دي. په دې پایله اخیستنه کې، د سید جمال الدین د افکارو د فکري، ټولنیزو او سیاسي اړخونو د دقیقې ارزونې، پر اصلاحي جریانونو د هغو د اغېزو او د هغه پر لیدلوريو د شویو نقدونو په اړه بحث کوو.
دیني اصلاحات او د اسلام اصیلو بنسټونو ته ورګرځېدنه
د سید جمال الدین یو محوري فکر له اسلام څخه سم پوهاوي ته ورګرځېدل و. هغه باوري و چې مسلمانان د پرلپسې کلونو په اوږدو کې د تقلیدي تفکر د برلاسۍ او فکري رکود له امله له خپل اصیل تګلوري څخه بېلارې شوي دي. هغه د دې وضعیت د اصلاح لپاره جامع حللارې وړاندیز کولې، چې پر لاندې اصولو ولاړې وې:
• د دیني نصوصو له سره پوهاوی
سید جمالالدین په دې باور و چې قرآن کریم د تدبر او تعقل لپاره نازل شوی دی، نه د سطحي او بېتدبره قرأت لپاره. په همدې دلیل، د هغه یو مهم اصلاحي هدف له دیني نصوصو څخه د برداشت د طریقو تصحیح کول و. هغه ټینګار درلود چې قرآن باید په عقلاني طریقه او د وخت له غوښتنو سره سم تفسیر شي، نه دا چې له هیڅ ډول نقد او ارزونې پرته یوازې د پخوانیو د نظرونو پر اساس استفاده ترې وشي.
• د پټو سترګو له تقلید سره مخالفت
د سید جمال الدین له نظره په اسلامي ټولنو کې د فکري پرمختګ یو اصلي خنډ په پټو سترګو د پخوانیو نظرونو تقلید و. هغه تقلید د مسلمانانو د فکري ودې د درېدو لامل او د متحرک اجتهاد لپاره خنډ باله. د هغه له نظره تقلید د دې لامل شوی دی چې مسلمانان د تحلیل ځواک او خپلواک استنباط له لاسه ورکړي او د نویو بدلونونو پر وړاندې منفعل او ناتوانه شي.
• د اجتهاد بیا را ژوندي کول او پر عقلانیت ټینګار
سید جمالالدین اجتهاد د دیني پوهاوي د معاصر کولو او د اسلامي ټولنې نویو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره کړنلاره بلله. هغه باور درلود چې که مسلمانان له صحیح او مستند اجتهاد سره دیني نصوصو ته مخه کړي، کولی شي چې له اسلامي بنسټونو سره ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي ستونزې حل کړي. هغه اجتهاد یوازې د دین د عالمانو دنده نه، بلکې د ټولو هغو مسلمانانو مسؤلیت باله چې له لازمې پوهې څخه برخمن وي.
سید جمالالدین له لومړنیو پوهانو څخه و چې د دین او علم ترمنځ یې زیاته او بشپړه اړیکه لیدله. د ځینو سنتي علماوو برعکس چې علم یې په دیني معارف پورې منحصر باله، هغه د تجربي او عقلي علومو پر اړتیا هم ټینګار درلود.
• علم او دین، د اسلامي تمدن دوه اساسي رکنونه
سید جمالالدین باوري و چې په تېر وخت کې د اسلامي تمدن غوړېدنه د دین او علم ترمنځ د تعامل پایله وه. هغه له مسلمانانو غوښتل چې یوازې دیني ښوونو ته نه، بلکې طبیعي علومو، فلسفې او ټکنالوژۍ ته هم پام وکړي. هغه استدلال کاوه چې په حاضر وخت کې له علم او ټکنالوژۍ پرته به مسلمانان د خپلواکۍ د ساتلو توان ونه لري.
• د جهل او خرافاتو د پالنې نقد
د سید جمال الدین له نظره د اسلامي ټولنو د زوال یو عامل د خرافاتو او غیر عقلاني باورونو پراختیا وه. هغه په دې باور و چې د مسلمانانو ترمنځ زیاتره دود عقاید له دین څخه په ناوړه برداشتونو کې ریښه لري او باید د سمې زده کړې له لارې اصلاح شي.
• له استبداد او استعمار سره مبارزه؛ آزادۍ او عدالت ته رسېدل
سید جمالالدین نه یوزاې متفکر او دیني اصلاح غوښتونکی و، بلکې له داخلي استبداد او بهرني استعمار سره یې په مبارزه کې مهم رول ترسره کړ. هغه په دې باور و چې مسلمانان به تر هغې د پرمختګ توان ونه لري، تر څو پورې چې د مستبدو واکمنو او استعمارګرو ځواکونو تر واک لاندې وي.
سید جمالالدین له لومړنیو پوهانو څخه و چې د اسلامي نړۍ لپاره یې د غربي استعمار خطر درک کړ. هغه د استعمارګرو پر وړاندې مسلمانان ویښتیا او د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ هڅې ته وربلل. هغه همداراز په دې خبره ټینګار درلود چې استعمار به یوازې هغه وخت بریالی شي چې مسلمانان له فکري او فرهنګي نظره کمزوري وي.
• اصلاح او نویوالی، په اسلام کې همېشنۍ اړتیا
د سید جمال الدین افکار پر ټولو نقدونو سربېره په اسلامي نړۍ کې د اصلاحاتو مهم بنسټ بلل کېږي. هغه پر عقلانیت، اجتهاد، له استبداد سره پر مبارزې او علمي پراختیا په ټینګار سره داسې لاره پرانیسته، چې اوس هم دوام لري.
اصلاحات په اسلام کې نه یوازې یوه لنډمهاله، بلکې یوه همېشنۍ اړتیا ده. د دې لپاره چې مسلمانان وتوانېږي له نویو ننګونو سره په مخ کېدو کې خپل هویت وساتي او په ورته وخت کې له علمي او ټولنیز پرمختګ سره هملاری شي، باید تل د شرعي اصولو په چوکاټ کې د بېلابېلو مسایلو په اړه بیا غور او نوی نظر وکړي. سید جمالالدین افغان په معاصره دوره کې د دې تفکر توغ لرونکی و او د هغه افکار همغسې په اسلامي نړۍ کې ډېرو فکري او اصلاحي غورځنګونو ته الهام بښونکي دي.