د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمالالدين افغان رحمه الله
پنځلسمه برخه
استعمار او استبداد: د ختيځ د زوال دوه عمده عوامل
نولسمه ميلادي پېړۍ کې هغه وخت کله چې له لوېديځ نه راغلو استعمارګرو د خپل علم، ټکنالوژۍ، صنعتي او پوځي قوتونو په ملتیا د ختيځو هېوادونو دروازې د توپان په څېر وټکولې، نو اسلامي او ختيځو هېوادونو کې د تېر په څېر عظمت نه وو پاتې. یادې سيمې د علمي، اقتصادي او فرهنګي بېوزلۍ له امله ورځ تر بلې د داخلي او خارجي بحرانونو پر وړاندې زیانمنیدې. د اسلامي هېوادونو داخلي استبدادونو، ظالمو او مستبدو واکمنانو له بهرني استعمار سره په ګډه ملتونه د جهالت او ناپوهۍ په سمندر کې ډوب کړي وو.
د اسلامي هېوادونو پاچاهان او واکمنان د نولسمې پېړۍله صنعتي او سياسي بدلونونو وړاندې، د ظلم او فساد له لارې پر خلکو واکمن شول. دغو واکمنانو د خلکو اساسي اړتياوو ته د پاملرنې پر ځای، له ولس نه ناوړه استفاده کوله او په ډېرو برخو کې يې د دروغو او دوکې له لارې ملتونه تر ظلم لاندې راوستې وو. د همدې استبداد تر سيوري لاندې فقر او ناپوهۍ دومره ژورې ريښې وکړې چې له امله یې ملتونه د واکمنانو د دروغو او دوکې ښکار شول چې پای کې ددوی ظلم او ستم ته تسلیم شول.
اسلامي ټولنې مخکې له دې چې د داخلي فساد له امله زيان وويني، د لوېديځو استعمارګرو ګواښونه په جدي خطر بدل شوې وو، کومو چې د ختيځو هېوادونو سيمې په زیاتیدونکي ډول د اشغال او لوټ له خطر سره مخ کړې وې. استعمارګرو د دغو هېوادونو له کمزورې داخلي وضعې ګټه واخيسته، او ډېر ژر يې تر خپلې ولکې لاندې راوستل، او د پيچلو اقتصادي، نظامي او فرهنګي ستراتيژيو له لارې پرې مسلط شول.
فکري بدلونونه او د استبداد او استعمار پر وړاندې د ټولنيزو غورځنګونو رامنخته کیدل
د دې سختو او بدلېدونکو حالاتو پر وړاندې په تدريجي ډول په ډېرو ختيځو هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي ټولنو کې ټولنيز خوځښتونه او اصلاحطلبه نهضتونه د رامنځته کیدو په حال کې وو. که څه هم دا خوځښتونه په پيل کې کمزوري او پاشلي وو، خو د یادو سيمو د یوه ستر تاريخي بدلون نښه بلل کېدل.
یاد خوځښتونه چې موخه یې ټولنيزه او سياسي ويښتيا وه، په تدريجي ډول د استبداد او استعمار پر وړاندې ودريدل. سره له دې چې په پيل کې يې د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې خو اسلامي او ختيځو ټولنو کې يې د يو ستر بدلون پيل ته لاره هواره کړه. دغو خوځښتونو په دوو مهمو اصولو ټولنيز عدالت او فردي آزادۍټينګار درلود، او د بهرنۍ او کورنۍ سلطې پر وړاندې مبارزه يې خپل اساسي هدف ټاکلی و.
د ختیځ سیاسي تاریخ او د استعمارګرو پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د سيد جمالالدين افغاني په څېر د فکري مشرانو او متفکرینو رول د پام وړ دی. سيد جمالالدين د تاريخ د دې حساسو شېبو په ترڅ کې د يوه فکري او ټولنيز مشر په توګه هڅه وکړه چې مسلمانان وپوهوي په دوی کې سياسي فکر رامنځته کړي.
سيد جمالالدين د هغو لویو متفکرینو له ډلې څخه و چې پوهېده د استعمار او استبداد پر وړاندې يوازې نظامي مبارزه کافي نه ده، بلکې د نظامي مبارزې ترڅنګ بايد په اسلامي ټولنو کې ژور فکري او فرهنګي بدلونونه رامنځته شي.
سيد جمالالدين افغاني: د ويښتيا او اصلاحاتو رهبر
سيد جمالالدين افغاني د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، هغه مهال کله چې ختيځ هېوادونه له سياسي، ټولنيزو او اقتصادي بحرانونو سره مخ وو، د يو برجسته او اغېزناک شخصيت په توګه د تاريخ ډګر ته راووت. په داسې وخت کې چې اسلامي او ختيځ هېوادونه له سختو شرايطو سره مخ وو، هغه د يو مفکر او سياسي فعال په توګه د خپل وخت مهمو اړتياوو ته ځواب ووايه.
سيد جمالالدين د اسلامي نړۍ د داخلي او خارجي ستونزو له ژور درک وروسته دې پایلې ته ورسېد چې د استعمارګرو او داخلي مستبدينو پر وړاندې مبارزه د مسلمانانو يوې متحدې جبهې ته اړتيا لري. ده چې د اسلامي ملتونو د تجزيې او ګډوډۍ حالات ولیدل نو د مسلمانانو ترمنځ یې د يووالي رامنځته کول يوه بېړنۍ او حياتي اړتيا وبلله.
له بلې خوا هغه په دې باور و چې د اسلام علمي او ديني اصولو ته بېرته ورستنېدل، او د اسلامي ټولنو په فکري برخه کې اصلاحات راوستل، د استبداد او استعمار پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يو مهم ګام دی.
سيد جمالالدين په دې برخه کې ټينګار درلود چې د مسلمانانو او لوېديځې نړۍ ترمنځ اړيکې باید د برابرۍ او ځواک پر بنسټ له سره ورغول شي.
د سيد جمالالدين افغاني په افکارو کې د يووالي او همبستګۍ انګېزه
سيد جمالالدين افغاني په دې باور و چې يوازې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي او همبستګۍ له لارې کولای شو د داخلي او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې ودريږو. هغه تل ټينګار کاوه چې اسلامي ملتونه بايد د فرقهيي اختلافاتو پر ځای، د يوه واحد امت د جوړیدو په لور ګام پورته کړي.
په حقيقت کې سيد جمالالدين هڅه کوله چې د فکري او ټولنيزې مبارزې له لارې مسلمانان د يو ګډ هدف په لور سوق کړي.
همدې موخې ته د رسیدو لپاره هغه ګڼو اسلامي هېوادونو ته سفرونه وکړل، او هر چيرې به یې چې قدم اېښوده نږ د يووالي او د استعمار پر وړاندې د مبارزې پيغام به يې خپراوه.
سيد جمالالدين په مصر او ايران ځانګړی اوژور اغېز پرېښود، ده د دين او علم د صحيح درک پر اهميت يې ټينګار درلود، تر څو ملتونه وکولای شي له هغه بحراني حالت څخه ځان خلاص کړي، چې پکې ښکېل دي.