ليکوال: مهاجر عزيزي
خلكو ته خدمت؛ د الهي رضا د حاصلولو لار
خلكو ته خدمت یو لوی عبادت او د ايمان عملي وړانګې دي. قرآنكريم او نبوي احاديث په دې خیرغوښتونکي عمل ډېر ټينګار کوي؛ خو په خواشينی سره چې دغه ارزښتناکه سنت اوس په مسلمانانو کې ډېر پیکه شوی دی؛ حال دا چې زموږ صالحو اسلافو او د دين بزرګانو د دې لارې غوره او څرګنده بېلګې وې.
د ريښتيني خدمت روښانه بېلګه:
د انساني خدمت له غوره بېلګو څخه يوه هم د حضرت ابوبکر صديق رضیاللهعنه کیسه ده. ابوبکر صديق رضیاللهعنه هم د خلافت پر مهال او هم تر خلافت وړاندې، د اړمنو له پاللو سره ډېره مينه درلوده او د خلکو خدمت يې خپل اخلاقي مسؤليت ګاڼه. په یوه روايت کې راځي چې په مدينه منوره کې يوه زړه او ړنده ښځه اوسېده. حضرت عمر رضیاللهعنه به یې د شپې له خوا خدمت کاوه، اوبه او خواړه به يې وروړل او اړتیاوې به یې ورپوره کولې؛ خو ډېر کله به له ده څخه وړاندې یو بل کس د دې ښځې خدمت ته ځان ور رسولی و.
حضرت عمر رضیاللهعنه هڅه وکړه چې تر نورو مخکې ځان خدمت ته ورورسوي، خو بيا به يې چې لیدل، نو کوم بل چا به تر ده وړاندې دا کار کړی و. يوه شپه ورته پټ شو، ترڅو یې معلوم کړي؛ نو ویې لیدل چې دا کس حضرت ابوبکر صديق رضیاللهعنه دی، یعنې د مسلمانانو خليفه![1]
د حضرت ابوبکر رضیاللهعنه د خدمت بله بېلګه دا وه چې د بېسرپرستو کورنيو وزې به يې لوشلې. کله چې حضرت ابوبکر رضیاللهعنه د خليفه په توګه وټاکل شو، نو د دې کورنۍ يوې نجلۍ ورته وويل: «له دې وروسته به تاسې زموږ وزې نه لوشئ.» ده ځواب ورکړ: «پر خداى قسم! زما نوې دنده به ما د تېر وخت له نېکو کارونو منع نه کړي.» هغه به لا هم د دې کورنۍ وزې لوشلې او د کور ماشومانو ته به يې په ډېرې مينه او مهربانۍ سره ويل: «أرغي لك أو أصرح؟» يعنې: «په شودو کې درته ځګ جوړ کړم که نه؟» د حضرت ابوبکر رضي الله عنه دې خدمت د سُنح په سیمه کې شپږ مياشتې دوام وکړ او هله پای ته ورسېد، چې مدينې منورې ته لاړو.[2]
د مسلمانانو د لومړي خليفه او د رسولالله صلیاللهعليهوسلم د سمڅې ملګري، دا ډول خدمت د اسلامي حکومتونو د مشرانو او چارواکو لپاره ستر پېغام لري. يو مشر بايد د يوه مهربانه پلار په څېر، د خپل رعايت د اړتياوو د پوره کولو په فکر کې واوسي. لکه څه ډول چې یو پلار د خپلو اولادونو د هوساينې او آرامۍ غم خوري، همداسې يو امير او حاکم ته هم پکار ده چې د خلکو د ژوند اسانتياوو، راحت، مادي او معنوي اړتياوو ته رسیدګي وکړي او پر بېوزلو، يتيمانو او بېسرپرستو خلکو ځانګړی پام وکړي.
د خدمت بڼې او لارې چارې:
د الله تعالی د مخلوقاتو خدمت بېلابېلې بڼې او لارې چارې لري، چې شمېر یې محدودېدای نه شي؛ خو قالبونه او چوکاټونه یې مختلف دي، چې هره ټولنیزه ډله په کې خپلو دندو او مسؤليتونو ته په کتو، مهم رول لوبولی شي. لاندې به د خدمت يو شمېر مهمو بڼو ته اشاره وشي:
۱. د الله تعالی مخلوق ته د علماوو او علم پالو خدمت:
د علماوو او علمپالو مسؤلیت د خلكو په وړاندې ډېر دروند دی او دا يوازې يوه عادي وظيفه نه ده، بلکې د خلکو له معنوي، ايماني او انفرادي ژغورنې سره تړلی دی. علماء چې د انبياوو وارثان دي، د خپل نفس له اصلاح وروسته باید د ټولنې په اصلاح لاس پورې کړي او د خلکو د تربيت او روزنې لپاره منظم پلانونه طرحه کړي. که چېرې په دې مسؤليت کې ناغېړي وشي، نو ډېرې بدې او درنې پايلې به ولري.
دلته له خلکو سره د علماوو د ځینو مهمو او بنسټیزو خدمتونو لنډه یادونه کوو:
الف) د دیني مدرسو او علمي مرکزونو جوړول
د خلکو لپاره د دیني مدرسو جوړول په سترو خدمتونو کې راځي. مدرسې د اولادونو د تعلیم او تربیې، د نفسونو د تزکیې، او د خلکو د دیني ستونزو د حل په موخه جوړېږي. د دغو مدرسو فارغان د ټولنې د مصلحینو په توګه، خلک له دیني او ایماني زدهکړو سره آشنا کوي او د دوی د دنیا او آخرت د بریا زمینه برابروي.
ب) د دعوتي مرکزونو جوړول
علماوو د دعوتي مرکزونو په جوړولو سره خلکو ته لوی خدمتونه ترسره کړې دي. دا مرکزونه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د تبلیغي بنسټونو په توګه فعالیت کوي، میلیونونه انسانان له ګمراهۍ څخه د اسلام رڼا ته رابللي دي.
ج) د جوماتونو او منبرونو له لارې خدمت
د علماوو د خدمتونو بل آدرس جوماتونه او منبرونو دي. د پنځهګونو لمونځونو امامت، د جمعې د خطبو وړاندې کول او د اصلاح او تربیې پروګرامونه جوړول د دې خدمت ښکاره بېلګې دي.
د) د جهادي مرکزونو جوړول او پراخول
د علماوو یو بل مسؤلیت دا دی، چې خلک د ظلم، فساد او طاغوت پر ضد جهاد ته وروبلي. تاریخ ښودلې، چې د جهاد مشري او د کفر پر وړاندې مبارزه اکثراً د علماوو پر اوږو وه.
۲. د الله تعالی د مخلوق لپاره د سوداګرو او مسلکي کسانو خدمت
سره له دې چې تجارت په اسلام کې د حلال رزق ګټلو وسيله ده، د خلکو د مادي اړتياوو د پوره کولو وسیله هم ده. سوداګر د خلكو خادمان دي او بايد د انصاف او عدالت په پام کې نيولو سره خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي. له بده مرغه، په اوسنيو وختونو کې ځينې سوداګر يوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې وي او د خلکو له ستونزو خبر نه وي. دا ډول چلند نه يوازې دا چې په دنيا کې بدې پايلې لري، بلکې په آخرت کې به هم له الهي حساب کتاب سره مخ شي.
۳. خلکو ته د حاکمانو او سياستوالو خدمت
حاکمان او سياستوال د خلکو په وړاندې اساسي مسؤليتونه لري، چې ځینې مهم يې دا دي:
۱. د امنيت تأمين او د عدالت ساتنه؛
۲. د عامه خدمتونو وړاندې کول لکه تعليم، روغتيا او زېربناوې؛
۳. اقتصادي وده او د فساد کمول؛
۴. د ښاريانو له حقونو ملاتړ.
رهبران بايد د يو مهربان پلار په څېر، د خلکو د اړتياوو پوره کولو او د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي.
پایله
خلكو ته خدمت، که د ديني زدهکړو او لارښوونو له لارې وي، که د مادي اړتياوو د پوره کولو او که د امنيت او عدالت د ساتنې له لارې وي، په سترو عباداتو کې ارځي او د الهي رضا د تر لاسه کولو یوه وسیله ده. هر څوک خپلو وړتیاوو او مسؤلیتونو ته په کتو باید په دې لار کې قدم پورته کړي. علما، سوداګر او سياستوال هر يو په دې برخه کې ځانګړی مسؤليت لري او د دوی کړنې د ټولنې د يووالي او د آخرت د نجات په برخه کې مهم رول لوبوي.
پای
[1]. ابن سعد، الطبقات: ۳/۱۸۶.
[2]. علامه طنطاوي، أبوبكر الصديق، ص: ۹