لیکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (اتمه برخه)

 

د روژې روحي، بدني او طبي ګټې
روژه بې شمېره ګټې لري او د انسان پر روح او بدن ژور اثر کوي. د روژې د فرضيت له حکمتونو څخه يو دا دی چې د انسان جسم او روح له ظاهري او باطني ناروغیو څخه روغ او رمټ ساتي. له پخوا زمانې راهیسې روژه د طبیعي شفاء لپاره یو مهم وسیله ګڼل شوې، او طبيبانو پرې ټینګار کړی دی. د بېلګې په توګه، لرغوني مصریان روژه د ناروغیو د درملنې لپاره د شفاء بخښونکي درمل په توګه کاروله، چې دا خبره د دوی د معبدونو او مقبرو له نقوشو او لیکنو څخه هم جوتېږي. همداراز، پخوانیو تمدنونو لکه چین، هند، روم او یونان هم له روژې څخه د درملنې په ټوګه ګټه اخیستله.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version