Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شيبې له روژې سره (نهمه برخه)
د روژې پیغامونه یکشنبه _9 _مارچ _2025AH 9-3-2025AD

شيبې له روژې سره (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

ليکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (نهمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
۱. د روژې روحي او رواني ګټې:
انسان د خپل ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو شرایطو سره مخ کېږي، کله په خوښۍ او سوکالۍ کې وي او کله له غم، تنګلاسۍ او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. په داسې شرایطو کې صبر یوازینۍ حللاره ده، چې انسان په کې د الله تعالی د رحمت په لور په دې هیله سترګې غړوي، چې ګوندې ژر به یې له دې حالته خلاص کړي. د ژوند دا سخت پړاوونه تر ډېره له ځانه سره روحي او رواني ناآرامۍ راکاږي، نو په داسې حالاتو کې د روژې نیول د آرامتیا او له رنځونو څخه د خلاصون اغېزناک عامل کېدای شي.
پوهان پر روحي او رواني روغتیا د روژې اغېزې مني، ځکه چې دوی ته دا خبره جوته شوې، چې روژه د روحي تعادل له رامنځته کېدو سره مرسته کوي او د انسان پر روان مثبتې اغېز پرېباسي. د «الیوم» برېښنايي مرکز د کویټ د رواني درملنې په روغتون کې د رواني تیاري د برخې رئيس، ښاغلي ډاکټر رامز طه په حواله لیکي:
«روژه د رواني ناروغیو په درملنه کې ډېرې ګټوره ده. یوې تجربې ښودلې، چې د روژې نیول د ژور خپګان پر وړاندې مرسته کوي او رواني تعادل رغوي. د ځینو علمي تجربو پر اساس، روژه کولای شي چې رواني ناروغ د منفي افکارو او باطني خبرو اترو په څېر له داسې ستونزو څخه وژغوري، چې کېدای شي انسان په جدي رواني ناروغیو او لېونتوب اخته کړي. پر دې سربېره روژه د ځان په کنټرول کې د فرد وړتیا زیاتوي، د زغم ځواک یې لوړوي او روحي ارامتیا او زغم یې پیاوړی کوي.
همداراز روژه کولای شي چې آرام بښونکو درملو ته د ناروغ اړتیا راکمه کړي او د هغو لپاره طبیعي بدیل چمتو کړي، چې ماغزه یې په اوتومات ډول تولیدوي.»
دا چې زیاتره روحي او رواني ناروغۍ د روژې په نیولو آرامېږي، دلته یې ځینو مهمو اغېزو ته اشاره کوو:
الف: پر اضطراب او ژور خپګان د روژې اغېز
په رمضان کې، د الله تعالی ذکر، د قرآن تلاوت او داسې نورو عباداتو ته شرایط چمتو کېږي. دا معنوي فضا د ژور خپګان او اضطراب په راکمولو کې ډېر اغېز لري، لکه الله تعالی چې فرمايي: أَلَا بِذِكۡرِ ٱللَّهِ تَطۡمَئِنُّ ٱلۡقُلُوبُ
 «خبردار اوسئ چې یوازې د الله په ذکر زړونه آرامیږي»؛ دا چې د الله تعالی ذکر او د قرآن تلاوت خپه زړه آرام او خوشالوي، نو روژه نیول د دې معنوي حالت په رامنځته کولو د ژور خپګان او رواني کشمکشونو له کمښت سره مرسته کوي.
پر معنوي اړخونو سربېره، علمي څېړنو هم ښودلې ده چې روژه نیول د سروټونین او ډوپامین (خوښوونکي هورمونونو) ډېروي، مغزي التهاب راکموي او د ذهني او روحي کنټرول د رغولو لامل کېږي، چې ټول د ژور خپګان د نښو په کمولو کې خاصه ونډه لري.
د دې مطلب په ادامه کې به پر رواني روغتیا او د ژور خپګان په کمښت کې د روژې مهمې اغېزې په تشریحي توګه او په ترتیب سره وارزوو:
۱. د سروټونین او ډوپامین ډېرېدل:
 روژه نیول د مغزي هورمونونو له تنظیم سره مرسته کوي او د سروټونین او ډوپامین د سطحې د ډېرېدو لامل کېږي. دا دوه هورمونونه د خلق او خوی، د خوښۍ د احساس په رامنځته کولو او د اضطراب په کمولو کې بنسټیزه ونده لري.
۲. د مغزي التهاب کمېدل:
څېړنو ښودلې ده چې مغزي التهاب د ژور خپګان په رامنځته کولو کې یو مهم عامل دی، روژه نیول د بدن د التهاباتو د سطحې په راکمولو، د ژور خپګان د نښو له بهبود سره مرسته کوي او ذهني فعالیت پیاوړی کولای شي.
۳. د ذهني او روحي کنټرول ډېرښت:
 روژه نیول ارادي قوت پیاوړی کوي او له انسان سره مرسته کوي چې پر نفساني خواهشاتو لا ډېر کنټرول ولري او دا د ځان کنټرول د دروني خوښۍ د احساس او د رواني ارامتیا د ډېرېدو لامل کېږي.
 ۴. د معنوي حس او د زړه د ارامتیا رامنځته کول:
 په رمضان کې د لمانځه، دعا او د قرآن د تلاوت په څېر د عباداتو له برکته معنوي فضا د ژور خپګان او اندېښنې له کمېدو سره مرسته کوي او انسان له ورځنیو اندېښنو لرې کوي. ډاکټر ثنا محمد علي په دې اړه وايي:
 «د رمضان میاشتې معنوي حالات د هغو له ډلې روژه او لمونځ تر ډېره حده د ژور خپګان نښې کموي او حتا په زیاترو مواردو کې دا نښې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې په کُلي توګه ختمېږي، دا مسئله د رواني ناروغیو په درملنه کې د روژې د اهمیت ښودونکې ده.»
 ۵. د بدن د میتابولیزم تنظیم او د خوب ښه‌والی:
روژه د وینې د ګلوکوز کچه تنظیموي او د بدن د هورمونونو فعالیت ښه‌ کوي او په دې توګه د ستړیا په کمښت او د انرژۍ په ډېرښت کې مهم رول لري؛ همداراز د خوب د کیفیت ښه‌والی د ژور خپګان د نښو له کمولو او د رواني آرامتیا له ډېرولو سره مرسته کولای شي.
 ۶. د ټولنیزو اړیکو او عاطفي ملاتړ ډېرېدل:
 په رمضان کې خلک تر پخوا زیات په کورنیو یا ټولنیزو محفلونو کې ګډون کوي، دا ټولنیز تعاملات د یوازېتوب احساس کموي او په ژور خپګان اخته کسانو ته ډېر عاطفي ملاتړ چمتو کوي. په دې محفلونو کې ګډون او د نورو له ملتیا ګټه اخیستنه پخپله د روحیې د ښه‌والي او د اندېښنې د کموالي لامل دی.
دوام لري…
Previous Articleشيبې له روژې سره (اتمه برخه)
Next Article الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (شلمه او وروستۍبرخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند په نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (شپږمه برخه)

چهارشنبه _7 _مې _2025AH 7-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

په سویل ختیځ زون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې پرانیست غونډه

چهارشنبه _30 _اپریل _2025AH 30-4-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (پنځلسمه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD6 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله پنځلسمه برخه استعمار او…

نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور اوومه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (څوارلسمه برخه)

چهارشنبه _7 _مې _2025AH 7-5-2025AD9 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان څوارلسمه برخه د ویښتیا او عدالت…

نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند په نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (شپږمه برخه)

چهارشنبه _7 _مې _2025AH 7-5-2025AD5 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند په نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (پنځلسمه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.