روژه د زړه د نرم کیدو او ذکر او تفکر ته د چمتو کیدو لامل کېږي، ځکه چې نفساني لذتونو ته مخه کول غفلت رامنځته کوي او کيدای شي چې زړه سخت کړي، له حق څخه يې ليرې کړي او د بنده او ذکر او تفکر ترمنځ خنډ جوړ شي. ددې په مقابل کې له خوړو او آوبو څخه خالي معده، زړه روښانه کوي، قساوت له منځه وړي او د ذکر او تفکر لپاره يې چمتو کوي.
د دين مشرانو او د تصوف مشايخو تل په کمخوراک ټينګار کړی او دا کار يې د معنوي سلوک له ارکانو څخه شمېرلی دی. هغوی پوهېدل چې خالي معده پر زړه او انساني روحانيت باندې خاص اغېز لري او د زړه د روښانتيا لامل کېږي. له دې امله، روژه چې د معدې د خالي کېدو لامل کېږي، د زړه د صفايی او پر ذکر او تفکر د تمرکز لپاره زمينه برابروي او روژهدار له ډېر د عبادت او د الهی نعمتونو په اړه فکر کولو ته چمتو کوي. دا هم د روژې له مهمو حکمتونو او موخو څخه دي.
1 د شهواتو او نفس کنټرول: د خالي معدې له مهمو اغېزو څخه يوه د نفس مهارول او له ګناهونو څخه لرې والی دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “الصِّيَامُ جُنَّةٌ” (روژه د ګناهونو په وړاندې سپر ده.)
2 پر زړه د فشار کموالی: د خوړو کم استعمال د هضمي سيستم فعاليت کموي او په نتيجه کې یې زړه اړ نه دی چې معدې ته ډېره وينه پمپ کړي، دا د زړه فشار کموي او له روغتيا سره یې مرسته کوي.
3 د بدن د معافيتي سيستم پياوړتيا: علمي څېړنو ثابته کړې چې روژهنیول او خالي معده بدن له زيانمنو حجرو څخه پاکوي او عمومي روغتيا، په ځانګړې توګه د زړه روغتيا، ته ګټه رسوي.