په دې لیکنه کې د روژې میاشتې بېساري فضیلتونو لکه روژه، د قدر شپه، له قرآن کریم سره اړیکه او د دې مبارکې میاشتې معنوي اغېزې څیړل کیږي؛ او ترڅنګ یې د روژې مبارکه میاشت کې د نیکو کارونو مقام لکه خیرات ورکول، روژهماتی برابرول، له اړمنو سره مرسته کول او د ټولنیزو او ایماني اړیکو ژوروالی تحلیل کیږي.
سربېره پر دې، له معتبرو اسلامي منابعو په استناد سره هڅه کیږي چې د انسان په معنوي او تربیتي وده باندې د روژې د اغېرو اهمیت په ډاګه کړي او د دې میشتې له فرصتونو څخه د غوره ګټې اخیستنې لپاره لارې چارې وړاندې کړي.
په دې څېړنه کې د عبادي اړخ ترڅنګ د روژې ټولنیز، اقتصادي او اخلاقي اړخونه هم تر بحث لاندې نیول کیږي او د تقوا په پیاوړتیا او ټولنیز یووالي کې یې رول څېړل کیږي.
په دې هیله چې د روژې مبارکې میاشې له فیضونو او برکتونو د غوره ګټې اخیستنې د لارې مشال وګرځي او لا زیاتو نیکو اعمالو ته مو وهڅوي.
مقدمه
د رمضان مبارکه میاشت په اسلامي تقویم کې یوه له غورو او له فضلیت څخه د ډکو میاشتو له جملې څخه ده چې د قرآن کریم د نازلېدو او د روژې د فرض کېدو له امله د مسلمانانو په منځ کې ځانګړی مقام لري.
دا میاشت له خدای تعالی سره د نږدېوالي، د نفس پاکوالي او د خدای تعالی له بېشمېره نعمتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو استثنایي فرصت دی. په قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې د دې میاشتې د فضیلت او برکتونو په اړه ډېر ټینګار شوی دی، تر دې چې د اسلام ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم به د دې میاشتې د رارسېدو لپاره څو میاشتې وړاندې چمتووالی نیوه او په خپل عبادت او بندګۍ کې به یې زیاتوالی راوسته.
رمضان هغه میاشت ده چې خدای تعالی د خپلو بندگانو لپاره د یوې قیمتي ډالۍ په توګه ټاکلې ده، ترڅو د روژې، دعا، استغفار او نیکو اعمالو په وسیله د خدای تعالی له رحمت او بخښنې څخه برخمن شي.
د پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوسلم لپاره دا میاشت له دومره اهمیت څخه ډکه وه چې د شعبان میاشتې هره ورځ به یې په ډېر دقت سره شمارله او په دې میاشت کې به یې له بل هر وخت زیات عبادت، انفاق او نیکو اعمالو ته پام کاوه. همدا نبوي سیرت د مسلمانانو لپاره یو ارزښتناکه بېلګه ده چې د دې میاشتې قدر وپېژني او له بېساري فرصتونو څخه یې پوره ګټه پورته کړي. د رمضان د مبارکې میاشتې اهمیت ته په کتو سره به هڅه وکړو چې د دې میاشتې د فضیلتونو د څېړلو سربېره د یو مسلمانان لپاره له دې مبارکې میاشتې څخه د غوره ګټې اخیستنې لپاره لارې چارې په ډاګه کړو او ددې میاشتې له پټو برکتونو او فرصتونو پرده پورته کړو. هیله ده دا کرښې له موږ سره د دې عظیمې میاشتې په غوره پېژاندو کې مرسته وکړي له فیضونو څخه یې د ګټې اخیستنې لپاره رڼا وګرځي، انشاءالله.
د رمضان د نومولو علت
په دې نوم د روژې میاشتې نومول له دې امله دي چې د “رمضان” کلمه د عربي د “رمض” (ر-م-ض) له کلمې څخه اخیستل شوې ده، او رمض په عربي ژبه کې د ډېرې ګرمۍ او سوزولو په مانا ده.
فیروزآبادي وایي: «الرمض: شدةُ وقع الشمس علی الرمل و غیره.»؛ له «”الرَّمْض” موخه پر شګو او نورو سطحو د لمر د شدیدې تودوخې پرېوتل دي.» [قاموس المحیط، مخ: ۶۴۴]
ځینې مفسرین او ژبپوهان په دې باور دي چې دا میاشت ځکه د رمضان په نوم ونومول شوه چې ددې میاشتې د نومولو په وخت د ګرمۍ موسم و او ډېره سخته ګرمي وه.
علامه زین الدین رازي ویلي دي: «قیل فی تسمیته: لما نقلوا أسماء الشهور من اللغة القدیمة سموها بالازمنة التی وقت فیها، فوافق هذالشهر أیام رمض الحر، فسمی بذالک.»؛ «د دې میاشتې د نومولو په اړه ویل شوي دي: کله چې له پخوانۍ ژبې څخه د میاشتو نومونه را انتقالیدل نو هرې میاشتې ته به یې هغسې نوم غوره کولو په کومه میاشت کې به چې یو څه معمول و او د ډېرې تواجه وړ به وو، په همدې اساس ددې له امله چې د روژې میاشت کې به ډېره سخته ګرمي نو د رمضان په نوم یې ونوموله.»[مختارالصحاح، مخ: ۱۲۸]
له بلې خوا ځینو دیني عالمانو د دې نوم معنوي تعبیر وړاندې کړی دی. هغوی وایي چې د رمضان نوم غوره کول له دې امله دي چې په دې میاشت کې د انسان ګناهونه لکه توده ځمکه چې باران پرې وشي، سوځي او پاکېږي، له همدې امله رمضان د نفس د پاکوالي، د ګناهونو د بخښنې او د روح د تطهیر میاشت بلل شوې ده.
ملا علي قاري رحمهالله وایي: «لانه یرمض الذنوب: ای یحرقها»؛ «ځکه چې (رمضان) ګناهونه سوځوي؛ یعنې له منځه یې وړي.» [مرقاة المفاتیح: ۴/ ۳۸۶]
په همدې اساس رمضان له تاریخي او معنوي پلوه پر تودوخې، سوزاولو او پاکوالي دلالت کوي چې په کامله توګه د دې میاشتې له فلسفې، یعنې روژه نیول، صبر، عبادت او استغفار سره سمون لري.