لیکوال: عبیدالله نیمروزي

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پینځه شپېتمه برخه)

 

د انقلاب راوستونکي مولانا محمد الیاس کندهلوي رحمه‌الله په غېږ کې، د الله جل جلاله د دوستانو او د الهي دربار د عارفانو د خبرو او ملګرتیا اغېز د کیمیاوي تاثیراتو په څېر دی. له دې حقیقت څخه انکار نشي کېدلی، ځکه دا یو ثابت او څرګند واقعیت دی. د الله جل جلاله د پېژاندونکو او خاصو بندګانو نظر د هغه غشي په څېر دی چې هیڅکله خطا نه ځي او تل پر خپل هدف لګېږي:
کلید گنج سعادت قبول اهل دل است
مباد آنکه در این نکته شک و ریب کند
شبان وادی ایمن گهی رسد به مراد
که چند ساله به جان خدمت شعیب کند
حضرت علامه ندوي رحمه‌الله، که څه هم د امت د داعي او رباني عارف حضرت مولانا محمد الیاس کندهلوي رحمه‌الله سره تر لیدو مخکې په علومو، معارفو، تصنیف او تألیف کې لوړ مقام درلود، خو د مولانا الیاس رحمه‌الله د خبرو اغېز په ده کې ستر بدلون راوست.
هغه د خپل ژوند له پیل څخه د امت د حالاتو په اړه دردمن او اندېښمن و، او د مسلمانانو په مړاوي وجود کې یې د روح د بیا ژوندي کولو لپاره هڅې کولې؛ خو فعالیتونه یې محدود او ځانګړي وو.
کله چې حضرت علامه ندوي رحمه‌الله د مولانا محمد الیاس رحمه‌الله سره یو ځای شو او د هغه له حالاتو او روحیاتو برخمن شو، نو په هغه کې یو نه‌بیانېدونکی ځواک پیدا شو. دې لیدنې هغه، چې یوه کوچنۍ ویاله وه، سمندر کړ او د ده محدود شخصیت یې په یو نړیوال شخصیت بدل کړ. دا ستر بدلون د مولانا محمد الیاس رحمه‌الله د الهام‌بښونکو او انقلابي خبرو پایله وه:
وعدۀ عشق بسی دور و دراز است، ولی
طی شود جادۀ صد ساله به آهی گاهی
در طلب گوشه مده دامن امید ز دست
دولتی هست که یابی سر راهی گاهی
علامه ندوي رحمه‌الله، کله چې د حق دین داعي مولانا الیاس رحمه‌الله په برکتمن حضور کې حاضر شو، داسې احساس یې وکړ، لکه خپله د کالونو ورکه چې یې بیا موندلې وي. هغه په بې‌پایه مینه او شوق سره د مولانا الیاس رحمه‌الله په لاره قدم کېښود.
د مولانا الیاس رحمه‌الله ایماني تودوخه او پټ سوز دومره زړه راښکونکی و، چې هر څوک به یې حضور ته رسېدل، بې‌شکه به ترې برخمن کېدل. هغه یو داسې کیمیاګر و، چې خفه زړونه یې بیا ژوندي کول او خاموشه سینې یې له شوق او حرارت څخه ډکولې.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي رحمه‌الله په خپل کتاب «میر کاروان» کې لیکي:
«ما، عاجز، او نورو ملګرو په علامه ندوي رحمه‌الله کې هغه مهال څرګند بدلون ولید، کله چې هغه له حضرت مولانا محمد الیاس رحمه‌الله سره یو ځای شو او اړیکه یې ورسره ټینګه کړه. داسې محسوسېده، لکه د هغه په غوږونو کې چې یو الهي پیغام اورول شوی وي
بر در مدرسه تا چند نشینی حافظ
خیز تا از در میخانه گشادی طلبیم
له دې لیدنې مخکې هم، مولانا ندوي رحمه‌الله د امت د اصلاح فکر درلود، خو کله چې یې یو بل دردمن وګړی ولید، چې د حق په لاره کې په نوي نظم او همغږۍ سره هڅې کوي، د هغه هوډ او اراده لا نور هم قوي شوه. د دین په لاره کې د میواتیانو د نظم او یووالي لیدل د مولانا الیاس رحمه‌الله اغېز پر علامه ندوي رحمه‌الله نور هم ژور کړ.
مولانا ندوي رحمه‌الله د میوات په اړه داسې لیکي:
«په دې سفر کې تر ټولو حیرانوونکې خبره چې ما ولیده، او تلپاتې خوشالي یې راکړه، په میوات کې د مولانا الیاس رحمه‌الله د تبلیغ نظام و. هغه څه چې ما ولیدل، د شلمې میلادي پېړۍ انځور نه و، بلکې داسې احساسېده، لکه د لومړۍ هجري پېړۍ انځور چې وي. هلته روانې اصلاحات او انقلاب انسان ته د بعثت دوره ور په یادوله. د تبلیغ ذوق، شوق، جوش، او تودوخې هغه تازه روحیه راپه یاد کړه، کومه چې د لومړۍ هجري پېړۍ مسلمانانو درلوده، هغه روحیه چې پخوا مې یوازې د اسلام په تاریخ او د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په سیرت کې لوستې وه
حضرت مولانا ندوي رحمه‌الله، د دې حالاتو له لیدلو وروسته، په خپل وجود کې یو ستر بدلون احساس کړ. داسې فکر یې کاوه، لکه ټولې لارې یې چې په مخ پرانیستل شوې وي.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي رحمه‌الله په دې اړه لیکي:
«د حالاتو د چينې رازونه، د مولانا د ژوند جوش او راز، او د هغه عاشقانه بې‌خودي د حضرت مولانا محمد الیاس کندهلوي له معنوي ځواک څخه اخیستل شوي وو. په حقیقت کې، سالمه فطرت او د پام وړ استعداد له پخوا د هغه په ذات کې ایښودل شوی و
د تبلیغي جماعت د کار یوه بېلګه
حضرت مولانا ندوي رحمه‌الله د دې نړیوال نهضت بنسټ‌اېښودنه او جوړښت په دې ډول انځوروي:
کله چې حضرت مولانا محمد الیاس رحمه‌الله (۱۹۴۴/۱۳۶۴ هـ.ق) د مسلمانانو د دیني بې‌احساسي، د بې‌دینۍ د عامېدو، د لویدیځ تمدن ویجاړوونکو او مخ پر ودې اغېزو، نوو زده‌کړو، او د انګلیس دولت واک ته وکتل، نو د بحران ژوروالی یې درک کړ.
هغه ولیدل، چې ډېری عالمان عیش او مادياتو ته تړلي شوي، او د دین د تبلیغ له فریضې څخه غافل شوي دي. دیني مدرسې د بې‌خبرۍ د سمندر په منځ کې د ټاپوګانو په څېر محاصره شوې دي. که څه هم د دوی اغېز کمرنګه شوی، خو د اغېزمن کېدو اړتیا یې زیاته شوې ده. د عامو خلکو اړیکه ورسره کمزورې شوې او له دین سره د مسلمانانو د ژوند اړیکه هم له منځه تللې ده.
مولانا الیاس درک کړه چې ګوښه‌نشیني، ارام‌طلبي، او یوازې د مدرسو په تدریس بسنه کول د ستونزو د حل لاره نه ده. د دې حالاتو د بدلولو لپاره له عوامو خلکو سره مستقیمه اړیکه جوړول ضروري دي. په دې لاره کې حتی یوه شېبه ځنډ کولای شي تباه‌کوونکی ثابت شي؛ ځکه مسلمانان هغو ناروغانو ته ورته وو، چې د خپلې ناروغۍ له شدت څخه ناخبره وي.
مولانا الیاس ټینګار کاوه چې باید په زړونو کې ایمان راژوندی شي، د توحید عقیده او د دین بنسټیز مسائل د خلکو په ذهنونو کې ځای پر ځای شي، او ورپسې د اسلام نور ارکان، دیني علوم، او اذکار ور وښودل شي. هغه همدارنګه ټینګار کاوه چې د دعوت آداب باید په بشپړ ډول رعایت شي، له بې‌ځایه کارونو څخه ډډه وشي، او د مسلمانانو کرامت ته درناوی وشي.
دا کړنلاره نه یوازې د دعوت اغېز زیاتوله، بلکې له فتنو او ازمیښتونو یې هم خوندي ساتله.
مولانا الیاس دا حرکت د میوات له سیمې، چې د دهلي په سویل کې پرته ده، پیل کړ. دا سیمه له اخلاقي او دیني پلوه په تر ټولو ټیټه کچه کې وه. هغه د میوات خلکو ته بلنه ورکړه چې خپل کسب او کارونه د یوې مودې لپاره پرېږدي، نورو سیمو ته سفر وکړي، او د دعوت او تبلیغ کار ترسره کړي.
مولانا الیاس باور درلود چې تر هغه چې دا خلک له خپل فاسد چاپېریال څخه ونه وځي، د دین زده کړه، پوهېدل، او د شریعت له مخې ژوند کول به ورته ممکن نه وي.
حضرت مولانا ندوي په ادامه کې لیکي:
«زرو تنو د مولانا الیاس بلنې ته لبیک ووایه. دوی نه یوازې د ورځو او اونیو، بلکې د میاشتو او کلونو په موخه سفرونه ترسره کړل. دې خلکو دین زده کړ، خپل اخلاق یې اصلاح کړل، او زړونو کې یې د ایمان شوق راپیدا شو. دا حرکت نه یوازې په هندوستان او پاکستان کې وده وکړه، بلکې د امریکا، اروپا، افریقا، او استرالیا براعظمونو ته هم وغځېد
د تبلیغي جماعت مخالفتونه او د هغوی په وړاندې درېدل
مولانا ندوي هغو مخالفتونو ته اشاره کوي چې ځینو بدعت‌پالو ډلو، لکه بریلویانو، له دې حرکت سره کړي دي. هغه لیکي:
«دې ډلو دعوتګران نه منل او پر هغوی یې بې‌اساس ګمانونه کول. دوی د تبلیغي جماعت د فعالیتونو د محدودولو لپاره هماغسې چلونه ترسره کول، کوم چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په وخت کې مشرکانو کول: “لا تسمعوا لهذا القرآن والغوا فیه لعلکم تغلبون.”»
خو مولانا ندوي ټینګار کوي:
«خدای شاهد دی چې دا ناوړه تورونه او زورونه هیڅکله د دې جماعت د استقامت پښه ونه لړزوله. بلکې د دوی صبر او زغم ډېری مخالفان هم ورسره ملګري کړل. هغه کسان چې په شرک او بدعت اخته وو، له ګمراهۍ څخه توبه وکړه او د خالص توحید بلنه یې ومنله. دا بریاوې د زغم، نرمو خبرو، او د ناوړه خبرو په وړاندې د چوپتیا پایله وه، چې له امله یې مخالفان هم له هدایت برخمن شول
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version