علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پینځه شپېتمه برخه)
د انقلاب راوستونکي مولانا محمد الیاس کندهلوي رحمهالله په غېږ کې، د الله جل جلاله د دوستانو او د الهي دربار د عارفانو د خبرو او ملګرتیا اغېز د کیمیاوي تاثیراتو په څېر دی. له دې حقیقت څخه انکار نشي کېدلی، ځکه دا یو ثابت او څرګند واقعیت دی. د الله جل جلاله د پېژاندونکو او خاصو بندګانو نظر د هغه غشي په څېر دی چې هیڅکله خطا نه ځي او تل پر خپل هدف لګېږي:
کلید گنج سعادت قبول اهل دل است مباد آنکه در این نکته شک و ریب کند شبان وادی ایمن گهی رسد به مراد که چند ساله به جان خدمت شعیب کند
حضرت علامه ندوي رحمهالله، که څه هم د امت د داعي او رباني عارف حضرت مولانا محمد الیاس کندهلوي رحمهالله سره تر لیدو مخکې په علومو، معارفو، تصنیف او تألیف کې لوړ مقام درلود، خو د مولانا الیاس رحمهالله د خبرو اغېز په ده کې ستر بدلون راوست.
هغه د خپل ژوند له پیل څخه د امت د حالاتو په اړه دردمن او اندېښمن و، او د مسلمانانو په مړاوي وجود کې یې د روح د بیا ژوندي کولو لپاره هڅې کولې؛ خو فعالیتونه یې محدود او ځانګړي وو.
کله چې حضرت علامه ندوي رحمهالله د مولانا محمد الیاس رحمهالله سره یو ځای شو او د هغه له حالاتو او روحیاتو برخمن شو، نو په هغه کې یو نهبیانېدونکی ځواک پیدا شو. دې لیدنې هغه، چې یوه کوچنۍ ویاله وه، سمندر کړ او د ده محدود شخصیت یې په یو نړیوال شخصیت بدل کړ. دا ستر بدلون د مولانا محمد الیاس رحمهالله د الهامبښونکو او انقلابي خبرو پایله وه:
وعدۀ عشق بسی دور و دراز است، ولی طی شود جادۀ صد ساله به آهی گاهی در طلب گوشه مده دامن امید ز دست دولتی هست که یابی سر راهی گاهی
علامه ندوي رحمهالله، کله چې د حق دین داعي مولانا الیاس رحمهالله په برکتمن حضور کې حاضر شو، داسې احساس یې وکړ، لکه خپله د کالونو ورکه چې یې بیا موندلې وي. هغه په بېپایه مینه او شوق سره د مولانا الیاس رحمهالله په لاره قدم کېښود.
د مولانا الیاس رحمهالله ایماني تودوخه او پټ سوز دومره زړه راښکونکی و، چې هر څوک به یې حضور ته رسېدل، بېشکه به ترې برخمن کېدل. هغه یو داسې کیمیاګر و، چې خفه زړونه یې بیا ژوندي کول او خاموشه سینې یې له شوق او حرارت څخه ډکولې.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي رحمهالله په خپل کتاب «میر کاروان» کې لیکي:
«ما، عاجز، او نورو ملګرو په علامه ندوي رحمهالله کې هغه مهال څرګند بدلون ولید، کله چې هغه له حضرت مولانا محمد الیاس رحمهالله سره یو ځای شو او اړیکه یې ورسره ټینګه کړه. داسې محسوسېده، لکه د هغه په غوږونو کې چې یو الهي پیغام اورول شوی وي.»
بر در مدرسه تا چند نشینی حافظ خیز تا از در میخانه گشادی طلبیم
له دې لیدنې مخکې هم، مولانا ندوي رحمهالله د امت د اصلاح فکر درلود، خو کله چې یې یو بل دردمن وګړی ولید، چې د حق په لاره کې په نوي نظم او همغږۍ سره هڅې کوي، د هغه هوډ او اراده لا نور هم قوي شوه. د دین په لاره کې د میواتیانو د نظم او یووالي لیدل د مولانا الیاس رحمهالله اغېز پر علامه ندوي رحمهالله نور هم ژور کړ.
مولانا ندوي رحمهالله د میوات په اړه داسې لیکي:
«په دې سفر کې تر ټولو حیرانوونکې خبره چې ما ولیده، او تلپاتې خوشالي یې راکړه، په میوات کې د مولانا الیاس رحمهالله د تبلیغ نظام و. هغه څه چې ما ولیدل، د شلمې میلادي پېړۍ انځور نه و، بلکې داسې احساسېده، لکه د لومړۍ هجري پېړۍ انځور چې وي. هلته روانې اصلاحات او انقلاب انسان ته د بعثت دوره ور په یادوله. د تبلیغ ذوق، شوق، جوش، او تودوخې هغه تازه روحیه راپه یاد کړه، کومه چې د لومړۍ هجري پېړۍ مسلمانانو درلوده، هغه روحیه چې پخوا مې یوازې د اسلام په تاریخ او د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم په سیرت کې لوستې وه.»