پرتګال د ایبیرین ټاپووزمې په لویدیځ او د اروپا په سویل لویدیځ کې موقعیت لري. دا هېواد له لویدیځ لوري د اطلس سمندر سره، له سویل لوري د کادیز خلیج، او له شمال او ختیځ لوري هسپانیا سره ګډه پوله لري. د دې هېواد مساحت ۹۲,۳۸۹ کیلومتره مربع دی او له ۲۲ برخو جوړ شوی، چې هره برخه یې د مرکزي حکومت د استازو تر څارنې لاندې اداره کېږي. د پرتګال د حکومت مرکز لیسبون ښار دی.
د پرتګال نفوس شاوخوا ۱۰,۳۳۵,۰۰۰ نفره دی، چې ډېری وګړي یې کاتولیک مذهبه دي. د سلت، ژرمن، ایبري، عرب او بربر نسلونه د دې هېواد له قومي ډلو څخه دي.
اسلام په لومړۍ هجري پېړۍ کې دې هېواد ته لار پیدا کړه، او پرتګال نږدې ۸۰۰ کاله د اندلس د ځواکمن دولت برخه و. کله چې پرتګال د یوه استعماري دولت په توګه د افریقا او اسیا مسلمانو سیمو ته ننوت، د پرتګالیانو د لوټمارۍ پر وړاندې د مسلمانانو د مخالفت له امله، مسلمانان تر فشار او سپکاوي لاندې راغلل.
د مسلمانانو لومړنی رسمي جومات په میلان ښار کې رامنځته شو؛ خو بیا هم هلته مسلمانانو تراوسه منسجم تشکیلاتي جوړښت نه دی رامنځته کړی. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د ختیځې اروپا مسلمانو مهاجرینو د باختر د مسلمانانو اتحادیه جوړه کړه.
اسلام په بالکان او ختیځه اروپا کې
د ختیځ روم امپراتوري (بیزانس)، چې ختیځه اروپا او د بالکان ټاپووزمه پکې شامله وه، له سکاټلنډ څخه تر ارمنستان پورې غځېدلې وه. د کنستانتین په وخت کې دا امپراتوري په دوو برخو، ختیځو او لویدیځو، ووېشل شوه.
په ۱۳۲۶ میلادي کال کې د عثمان زوی اورخان، چې د عثماني دولت بنسټګر و، واک ته ورسېد. په دې دوره کې د بیزانس امپراتوري د زوال په حالت کې وه. اورخان د کوچنۍ اسیا پراخې برخې فتح کړې، او په ۱۳۶۵ میلادي کال کې یې ادرنه ښار د خپل پایتخت په توګه وټاکه.
په ۱۴۵۳ میلادي کال کې سلطان محمد فاتح قسطنطنیه (اوسنی استانبول) فتح کړه او د ختیځ روم واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود. له هغې وروسته، بالکان د ۵ پېړیو لپاره د عثماني امپراتورۍ تر واک لاندې راغی، او اسلام د وین ښار تر دیوالونو وغځېد.
د بالکان خلکو، چې د بیزانس له مذهبي او اقتصادي فشارونو کړېدل، له عثماني لښکرو هرکلی وکړ او د ختیځ روم له ظلم څخه خلاص شول.
ولتر وایي: «د اسلامي دین شتون د خپلو بنسټګرو د فتوحاتو او د هغوی د ځوانمردۍ له امله دی، په داسې حال کې چې مسیحیت د تورې او اور په زور پر نورو تپل شوی دی. کاشکې اروپايي ملتونو د عثماني مسلمانانو لاره د خپلې نمونې په توګه غوره کړې وای.»
د سارایوو د اسلامي علومو پوهنتون استاد، پروفیسر صفت هالي لویچ، په وینا، سلطان محمد فاتح یو تړون رامنځته کړ، چې له مخې یې هر فرد ته کلتوري او عقیدوي ازادي ورکړل شوه. همدا مذهبي ازادي د دې لامل شوه چې یوازې د البانیا، مقدونیه، بوسنیا، او هرزګوینا د سیمو خلک اسلام ومني، او د نورو سیمو خلک په خپلو پخوانیو عقایدو پاتې شي.
پروفسور هازارد په اطلس تاریخ اسلام کې لیکي: «عثماني ترکانو د بالکان او هنګرۍ د فتوحاتو پر مهال نورو سیمو ته د اسلام د خپرولو لپاره کافي هڅه ونه کړه، او یوازې د بوسنیا، دوبروجا، شمالي مقدونیه، او ترکیې په څېر سیمو اسلام ومانه. د قفقاز له سیمو او په روسیه کې له ځینو پاشلو ډلو پرته، د تاتاریانو د واکمنۍ نور آثار نه دي پاتې.»
په اوولسمه پېړۍ کې د اتریش ځواکمن دولت په اروپا کې د عثماني دولت ځینې برخې اشغال کړې. د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د روسیې او عثماني دولت ترمنځ اوږدې جګړې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې د کریمیا او د دانوب سیند سیمې له عثماني دولت څخه بېلې شوې او خپلواکي یې ترلاسه کړه.
اروپایانو په تدریجي ډول د عثماني دولت د تجزیې هڅې پیل کړې، چې په پایله کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ټولې هغه سیمې، چې د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې وې، له دغه واک څخه ووتې. بالاخره، په ۱۹۲۲ زېږدیز کال کې د عثماني دولت ۶۲۳ کلن حکومت پای ته ورسېد.
په ختیځه اروپا او بالکان کې د اسلام نفوذ د دې سیمو د اشغال پر مهال د مسلمانانو د هڅو پایله وه. البته، په ختیځه اروپا کې اسلام د دې سیمو له اشغال مخکې، د عثمانیانو له لوري خپور شوی و.
په لسمه او یوولسمه میلادي پېړۍ کې، په مجارستان کې د مسلمانانو ټولنو د پام وړ پرمختګ کړی و، خو په دیارلسمه پېړۍ کې کاتولیکانو په سخت زور او تشدد سره دا ټولنه له منځه یووړه.