ليکوال: عبيدالله نيمروزي
د امام غزالي رحمه الله ژوندلیک (دویمه برخه)
د امام محمد غزالي رحمه الله علمي او معنوي ژوند
پېدایش او په علمي چاپېریال کې وده
امام محمد غزالي رحمه الله، چې د اسلامي نړۍ له سترو مفکرينو او پوهانو څخه شمېرل کېږي، په ۴۵۰ هجري قمري کال کې د طوس ښار په طابران سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانيستې. نوم یې محمد و او لقب یې ابو حامد. پلار یې د علم مينهوال، پرهېزګاره او مخلص سړی و، چې له غریبۍ سره سره یې تل د خپلو اولادونو د علم او پوهې ارمان زړۀ کې ساته. د امام غزالي رحمه الله پلار ونه توانېده چې د خپلو اولادونو د تعلیم او زده کړې لګښتونه پوره کړي، له همدې امله، تر وفات مخکې یې د خپلو اولادونو سرپرستي خپل یوه صوفي ملګري ته وسپارله. دغه صوفي ملګري د وصیت له مخې د هغه د اولادونو د تربیې او روزنې مسوولیت پر غاړه واخیست او د مکتب د زده کړو زمینه یې ورته برابره کړه. په دې توګه، امام غزالي رحمه الله له کوچنیوالي مکتب ته لار وموندله او خپلې زده کړې یې پیل کړې.
د علم زده کړه او د استعدادونو غوړېدل
امام غزالي رحمه الله په لومړیو کې د خپل ټاټوبې طوس ښار کې له شيخ احمد رادکاني څخه د شافعي فقهې زده کړه پیل کړه. وروسته یې د علم د بشپړولو لپاره د جرجان (ګرګان) ښار ته سفر وکړ او هلته یې د امام ابو نصر اسماعيلي له علمي فیضه ګټه واخیسته. خو د هغه علمي سفر دلته محدود نه شو؛ د لا زیاتو زده کړو لپاره نيشاپور ته ولاړ، چیرې چې یې د وخت له ستر عالم، امام الحرمين جويني، څخه زده کړې وکړې.
امام غزالي رحمه الله په نيشاپور کې ډېر ژر وځلېد او د ممتاز زده کوونکي لقب یې وګاټه. هغه د امام الحرمين د شاوخوا څلورو سوو زده کوونکو له ډلې یو له غوره او لایقو شاګردانو څخه و. د خپل تېز ذهن، قوي حافظې او ژور فکر له امله یې وکولی شول چې په لنډ وخت کې نه یوازې د خپلو ټولګیوالو تر منځ شهرت ومومي، بلکې د امام الحرمين د مرستیال او ځایناستي مقام ته هم ورسېږي. دا لاسته راوړنه د هغه د ځوانۍ په دوره کې د لوړ علمي او فکري مقام څرګندونه کوي.
د نظامالملک دربار ته تګ او د بغداد په نظامیه کې تدریس
د امام الحرمين له وفات وروسته، امام غزالي رحمه الله نيشاپور پرېښود او خپل ټاټوبې طوس ته راستون شو. په هغه وخت کې یې عمر شاوخوا ۲۸ کاله و، خو په بېلابېلو علومو کې یې دومره وړتیا درلوده چې د زمانې سترو علماوو او شيخانو هم د هغه لوړ مقام ته اعتراف وکړ.
د هغه نوم د سلجوقيانو د علمدوسته او نیککار وزیر، خواجه نظامالملک، دربار ته هم ورسېد. نظامالملک، چې تل یې له پوهانو او مفکرینو ملاتړ کاوه، امام غزالي رحمه الله په درناوي خپل دربار ته راوباله. د هغه مهال دربار د سترو علماوو، فقهاوو او مفکرینو د راټولېدو مرکز و.
امام غزالي رحمه الله به په دغو علمي بحثونو او ديني مناظرو کې فعاله برخه اخیسته او تل به یې پر نورو برلاسی درلود. د هغه علمي وړتیا دومره درنه وه چې نظامالملک هغه د بغداد د نظامیه مدرسې د رئيس په توګه وټاکه.
د بغداد نظامیه مدرسه او د امام غزالي رحمه الله علمي مقام
د بغداد نظامیه مدرسه په هغه وخت کې د اسلامي نړۍ له معتبرو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېده، او دا ټاکنه د امام غزالي رحمه الله لوړ علمي اعتبار او وړتیا څرګندوي.
په ۴۸۴ هجري قمري کال کې، امام غزالي رحمه الله، چې ۳۴ کلن و، په ډېر شان او شوکت سره بغداد ته ننوت او په نظامیه کې یې تدریس پیل کړ. هغه ډېر ژر د یادې مدرسې د یو مهم استاد په توګه وپېژندل شو او نوم یې تر ټول بغداد خپور شو. د هغه درسي حلقې ورځ په ورځ پراخېدلې، او د اسلامي نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه نامتو علما د هغه له علم څخه د ګټې اخیستو لپاره بغداد ته راتلل.
د هغه د شاګردانو شمېر په ځینو غونډو کې تر درې سوه کسانو پورې رسېده، چې ډېری یې د خپلو علمي زدهکړو په وروستي پړاو کې وو. همدارنګه، امیران او لوړپوړي چارواکي هم د هغه د درس په حلقو کې ګډون کاوه او له هغه د علم او بصیرت ګټه اخیسته.
په بغداد کې د امام غزالي رحمه الله علمي او سياسي نفوذ
د وخت په تېرېدو سره، په بغداد کې د امام غزالي رحمه الله مقام دومره لوړ شو، چې د هغه علمي او ټولنیز نفوذ ان د حکومت له ارکانو سره سیالي کوله.
شیخ عبدالغافر پارسي، چې د امام غزالي رحمه الله د وخت سړی و، وايي: د امام غزالي شأن او جلال دومره لوړ شو، چې د ده په وړاندې د دربار د امیرانو او وزیرانو مقام کم رنګه شو.
په ۴۸۵ هجري قمري کال کې، عباسي خلیفه المقتدر بالله، چې د امام غزالي رحمه الله نفوذ او علمي شخصیت ته ښه پوهېده، هغه د سلجوقي ملکشاه مېرمنې او نایبالسلطنې، ترکان خاتون ته د خپل استازي او ویاند په توګه معرفي کړ.
دا کار څرګندوي چې امام غزالي رحمه الله د هغه وخت په سیاسي قدرت او ساختار کې له لوړ مقام څخه برخمن و.
له المقتدر بالله وروسته، خلیفه المستظهر بالله هم له امام غزالي رحمه الله سره ځانګړې مینه درلوده، او د هغه په غوښتنه یې د باطني عقایدو په رد کې یو کتاب ولیکه، چې وروسته د «المستظهري» په نوم مشهور شو.
فکري بدلون او د بغداد له نظامیې څخه وتل
امام غزالي رحمه الله، سره له دې چې لوړې علمي او ټولنیزې لاسته راوړنې یې درلودې، یو نارامه روح او پلټونکی ذهن یې درلود.
که څه هم هغه د لوړ علم او ټولنیز مقام خاوند و، خو ناڅاپه یې په فکر او چلند کې ژور بدلون راغی. د هغه زړه د معرفت، یقین، او د نظري علومو د حقیقت په اړه له شکونو او پوښتنو ډک شو.
هغه په خپل کتاب «المنقذ من الضلال» کې په ښکاره ډول د دې فکري بحران یادونه کوي او لیکي:
«له ځوانۍ مې طبیعت د تحقیق او پلټنې خوا ته مایل و. له هرې ډلې او فرقې سره به چې یو ځای کېدم، د هغوی د عقایدو او افکارو په اړه به مې پلټنه کوله. ورو ورو د دې پلټنو پایله دا شوه چې زما فکر د تقلید له زنځیرونو خلاص شو، او هغه عقاید چې له کوچنیوالي مې په ذهن کې ځای پر ځای شوي وو، ولړزېدل. له همدې ځایه دې حقیقت ته ورسېدم چې د انسانانو عقاید د خپل چاپېریال او تربیې په محدوده کې رامنځته کېږي. یهودي ماشومان له دې امله یهودیان کېږي چې په یهودي فضا کې لویېږي، او همدا ډول مسیحي ماشومان د مسیحي چاپېریال له امله مسیحیان کېږي.»
د امام غزالي رحمه الله فکري بحران او فلسفي شکونه
امام غزالي رحمه الله، د بغداد په نظامیه کې له کلونو تدریس او د علمي شهرت له ترلاسه کولو وروسته، د خپل تفکر او معرفت په برخه کې له ژور بحران سره مخ شو.
هغه چې تل د حقیقت په لټه کې و، دې پایلې ته ورسېد چې حقیقي او یقيني علم هغه دی چې هېڅ ډول شک او شبهې ته پکې ځای نه وي.
هغه دا یقین د یوې ساده بېلګې په مرسته داسې روښانه کوي:
«زه یقین لرم چې لسمه شمېره له درېیمې شمېرې څخه لويه ده.»
د امام غزالي رحمه الله فلسفي شکونه او له شکاکيت څخه خلاصون
په حواسو او معقولاتو کې شک کول
اوس که څوک ووايي چې درېیمه شمېره له لسمې شمېرې څخه لویه ده، او د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره یو لرګی په مار بدل کړي، بيا به هم زما په یقین کې هېڅ بدلون رانه شي. که څه هم دا کار به ما حیران کړي، خو زه به بیا هم پر دې باور پاتې شم چې لسمه شمېره له درېیمې شمېرې څخه لویه ده.
د همدې اصل پر بنسټ، امام غزالي رحمه الله دې پایلې ته ورسېد چې یوازې حسي علوم او عقلي بديهيات (واضح حقیقتونه) یقيني علوم دي. خو وروسته له ډېر غور او پلټنې څخه دې پایلې ته ورسېد چې ان دا دواړه ډوله علوم هم له تېروتنې او خطا څخه خوندي نهدي.
هغه دا درک کړه چې د ليدو حس، چې تر ټولو قوي حس بلل کېږي، کله ناکله تېروتنه کوي. د بېلګې په توګه، د آسمان ستوري په سترګو واړه ښکاري، خو په حقیقت کې هغوی د ځمکې څخه هم لوی دي.
د هغه شک دومره ژور شو، چې حتی د حسي معلوماتو پر یقيني والي هم شکمن شو. وروسته یې چې د معقولاتو (عقلي استدلالاتو) په اړه فکر وکړ، نو دې پایلې ته ورسېد چې معقولات له محسوساتو څخه هم کمزوري دي او د شک وړ بلل کېږي.
له شکاکیت څخه خلاصون او د پلټنې پر لور ګام
دا فکري بحران شاوخوا دوه میاشتې د امام غزالي رحمه الله پر ذهن مسلط و، ان تر دې چې د فلسفي شکاکیت (سوفسطایيپالنې) یوه بڼه ته ورسېد.
خو په پای کې، د الهي لوریني او رحمت په برکت، له دې بحران څخه وژغورل شو. هغه دا باور پیدا کړ چې عقلي بديهيات د یقيني معرفت بنسټ دی.
امام غزالي رحمه الله دا حالت د عقلاني استدلال له لارې نه، بلکې د الهي لوریني په مرسته د راستنېدو لامل وباله.
د حقیقت د موندلو لپاره څلور لارې
له دې بحران څخه د خلاصون وروسته، امام غزالي رحمه الله د حقیقت د لټون په لاره کې څلور سترې ډلې په ژور دقت مطالعه کړې:
-
متکلمان: هغوی چې باور یې درلود عقل او استدلال د حقیقت د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده.
-
باطنیه: هغوی چې عقیده یې درلوده الهي اسرار یوازې د پاک نیت له لارې درک کېدای شي.
-
فلاسفه: هغوی چې پر منطق او عقلي دلایلو یې ټینګار کاوه.
-
صوفيان: هغوی چې کشف او شهود یې د حقیقت ته د رسېدو اساسي لاره ګڼله.