شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: خالد یاغي زهي د تاریخ ستر انسان (څلورمه او وروستۍ برخه) ۲- د هجرت ورځ: (دوام…) ابوجهل به ویل: “ای قریشو! آیا پوهیږئ چې د زقوم ونه، له کومې محمد (صلی الله علیه وسلم) تاسو ویروي، څه ده؟ د یثرب عجوه خرما!” دا ځل د خدای تعالی دا قول نازل شو:”إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُومِ ﴿۴۳﴾ طَعَامُ الْأَثِيمِ ﴿۴۴﴾ كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ ﴿۴۵﴾ كَغَلِي الْحَمِيمِ ﴿۴۶﴾””په حقیقت کې د زقوم ونه د ګناهکار خوراک دی، چې په معده کې د سره شوي مسو په څېر جوشېږي، لکه د تودو اوبو جوش.” [۱] قریش له دې ټولو راضي نه شول او له محمد (صلی الله علیه وسلم) او د هغه له ملګرو سره یې اړیکې پرې کړې. هغوی یې د ابو طالب په شعب (دره) کې محاصره کړل او د څه مودې لپاره یې پرې سخت بندیزونه ولګول. له دوی سره یې نه سوداګري کوله او نه یې کومه بله اړیکه درلوده. ایا تاسو فکر کوئ چې دې سختیو د محمد (صلی الله علیه وسلم) اراده کمزورې کړه؟یا دا چې د هغه د بلنې او دعوت پر وړاندې یې د هغه په ایمان کې کمښت راوست؟ قریش ورته ډېر زړه راښکونکي وړاندیزونه وکړل؛ چې هغه ته به پاچاهي ورکړي، مالونه به یې ورته برابر کړي، او تر ټولو ښکلې ښځې به یې ورته وړاندې کړي، ترڅو له هر چا سره چې زړه وغواړي، واده وکړي. خو د دې ټولو فریبونو په وړاندې، د هغه دریځ دا و چې خپل تره ابو طالب ته یې وفرمایل: “په خدای قسم! که زما په ښي لاس کې لمر او په چپ لاس کې سپوږمۍ کېږدي، زه به بیا هم له خپل مأموریت څخه لاس وانخلم!” ایا تاسو د بشر په تاریخ کې داسې ثابت قدمه دریځ لیدلی؟ دا مبارزه د یوې یا دوو ورځو خبره نه وه؛ نه یوه اونۍ، نه یوه میاشت، بلکې کلونه کلونه یې دوام وکړ. که د محمد (صلی الله علیه وسلم) پر ځای بل څوک وای، نو ښايي ویلی یې وای: “نور بس دي! ما خپله دنده ترسره کړه، ما خپل وس وکړ، بریا ناشونې ده، د دې وخت راغلی چې تسلیم شم او په کور کښېنم.” خو تسلیمېدل د محمد (صلی الله علیه وسلم) په قاموس کې نه و. د هغه لپاره “ناشونی” هېڅ مفهوم نه درلود. که په مکه کې بریا نه وه، نو بل ځای ته به ولاړ شي. ځکه دا دعوت یوازې د مکې لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره و. هغه طائف ته لاړ. طائف ته تلل سخت وو، لاره اوږده وه، خو د لارې سختي او اوږدوالی محمد (صلی الله علیه وسلم) له خپل هدف څخه نه منع کاوه. کله چې طائف ته ورسېد، د طائف درې مشرانو ته ورغی، هيله یې لرله چې هلته به داسې څه ومومي چې د مکې له مشرانو سره یې ونه موندل. خو د دوی ځوابونه د توقع خلاف وو. یو وویل:”زه به د کعبې پرده څیرم که ته واقعاً د خدای له لوري رالیږل شوی یې!”بل وویل: “آیا خدای بل څوک نه درلود چې ته یې راولېږې؟”درېیم وویل: “زه هېڅکله له تا سره خبرې نه کوم؛ که ته واقعاً د خدای استازی یې، نو زه تر دې کوچنی یم چې له تا سره خبرې وکړم، او که دروغ وایې، نو زما لپاره دا مناسبه نه ده چې له تا سره خبرې وکړم!” محمد (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل:”که څه هم تاسو زما بلنه رد کړه، خو لږ تر لږه دا خبره پټه وساتئ!” خو کله چې دی له دوی ناهیلی شو، د هغوی د نجابت هیله یې وکړه، خو هغوی نه یوازې نجابت ونه ښود، بلکې خپل ناپوهان او مریان یې راټول کړل چې هغه وځوروي، کنځاګانې ورته وکړي، او په سپکاوي سره له ښار څخه وباسي. کله چې کار دې ځای ته ورسېد، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دعا وکړه. داسې دعا، چې که څوک یې واوري او مانا ته یې ځیر شي، نو اوښکې به یې له سترګو تویې شي… هغه وفرمایل: “ای زما ربه! یوازې تا ته د خپلې بې وسۍ، بې وزلۍ او د خپل ځان سپکاوي شکایت کوم. ای تر ټولو زیات رحم کوونکی او د مظلومانو پالونکیه! ته زما رب یې، ما چاته پرېږدې؟ هغه پردي ته چې له ما سره بد چلند کوي، که هغه دښمن ته چې ته زما کار هغه ته سپارلی دی؟ که ته له ما څخه ناراضه نه یې، زه پروا نه لرم، خو که ستا عافیت نور هم پراخ وي، زه ستا رڼا ته پناه راوړم، هغه رڼا چې تیارې روښانه کوي او د دنیا او آخرت چارې سموي. تا ته پناه راوړم له دې څخه چې ته پر ما غضب وکړې یا خپل ناخوښي ښکاره کړې. زه ستا رضایت غواړم، تر څو ته له ما څخه راضي شې، ځکه ستا رضا زما ستره هیله ده. ستا له ارادې پرته هېڅ قوت او طاقت نشته.” دا ډېره په زړه پورې صحنه وه! رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په داسې سخت حالت کې و، چې ډېری ثابت قدمه اتلان یې نا امیده کولی. خو دی د عداس په نوم د یوه غلام په لاس کې د امید څرک ویني، عداس چې ظاهراً معذور و، خو زړګی یې روښانه و. سره له دې چې پر هغه (صلی الله علیه وسلم) هر ډول ظلمونه تېر شوي وو، بیا هم هېڅ شی هغه له دې نه منع کوي چې الهي بلنه عداس ته ورسوي. هغه عداس ته وکتل، خپل درد یې هېر کړ، تر څو چې عداس اسلام قبول کړ. دا پېښه که څه هم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په ژوند کې یوه کوچنۍ شېبه وه، خو د دعوت د تاریخ لپاره یوه ستره صحنه وه، چې د صبر، زغم او اخلاص یوه بېلګه شوه. هو!هغه په مکه او طائف کې د دعوت تجربه وکړه، خو ظاهراً بریالی نه شو. دیارلس کاله یې انتظار وکړ، ۴۶۸۰ ورځې! هره ورځ یې ستونزمنه او اوږده وه. ایا له دې وروسته د صبر لپاره بل ځای پاتې و؟ایا دا عذر و، چې خپله هڅه بس کړي او تسلیم شي؟ نه! قریش په خپل جهالت او حماقت کې غوښتل چې دغه رڼا له نړۍ پټه کړي، غوښتل یې چې د راتلونکو نسلونو لپاره د نیکمرغۍ لاره بنده کړي، هغوی غوښتل د بغداد، قاهرې او قرطبې پوهنتونونه او نظامیه مدرسې رامنځته نشي، غوښتل یې هغه تمدن له منځه یوسي چې محمد (صلی الله علیه وسلم) یې د بنسټ ایښودو لپاره راغلی و، تمدني نظام چې د لوېدیځ تر لرې برخو د جاوا تر لیرې ټاپوګانو، د ختیځ تر ټولو لرې نقطو پورې غځېدلی و. نو محمد (صلی الله علیه وسلم) باید څه وکړي؟ هغه تصمیم ونیوه چې هجرت وکړي، ترڅو د بلنې نوې دروازه پرانیزي. دا دروازه یثرب وه، هغه ځای چې د هغه له راتګ سره “مدینه منوره” شوه. هغه خپل ملګري هم یثرب ته ولېږل، خو خپله یې تر ټولو وروستی هجرت وکړ. مکه مکرمه د مسلمانانو لپاره د ازار او کړاو ځای شوی و، مګر یثرب د هغوی لپاره یو خوندي پناهځای و. محمد (صلی الله علیه وسلم) تر هغه وخته پورې مکه پرېنښوده، څو چې هلته هیڅ مسلمان پاتې نه شو، پرته له حضرت علي (رضي الله عنه). حضرت علي (رضي الله عنه) ته یې دنده وسپارله چې د قریشو امانتونه بېرته خپلو مالکانو ته وسپاري. ایا تاسو کله فکر کړی؟ قریش، چې تر ټولو سرسخت دښمنان وو، بیا هم خپل مالونه او امانتونه محمد (صلی الله علیه وسلم) ته سپارل! ایا تاسو داسې یو ملت پېژنئ، چې د خپل سرسخت مخالف مشر ته خپل امانتونه وسپاري؟ خو محمد (صلی الله علیه وسلم) په امانت، اخلاقو او صداقت کې د ټولې نړۍ لپاره یو امت و. هغه د انسانیت لپاره یوه بېسارې نمونه وه. هغه له خپل غوره ملګري، شیخ المسلمین حضرت ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) سره په پټه هجرت وکړ. د هغه پټیدل کمزوري یا بزدلي نه وه، بلکې هغه د هغه مسافر قوماندان په څېر و، چې غواړي یوه ستره جګړه مخته یوسي. ایا هغه به خپل ځان ښکاره کړي، په لاره کې به ودریږي، د هرې ډلې په وړاندې به جګړه وکړي، او لویه جګړه به پرېږدي؟ یقیناً، د محمد (صلی الله علیه وسلم) په انتظار کې سترې جګړې وې: بدر، اُحد، خندق، فتح مکه، هوازن، قادسیه، یرموک، جبل الطارق، او نور د اسلامي فتوحاتو میدانونه، چې له هغه وروسته هم دوام لري. د غوره فتوحاتو لړۍ باید هرې خاورې ته خپره شي، تر څو د عدالت بیرغ په هر غره پورته شي، او زړونه او ښارونه د اسلام په رڼا منور شي. د جهالت، فقر، ظلم، فساد، او نورو اخلاقي ککړتیاوو پر ضد د مبارزې ډګرونه د هغه په انتظار وو، تر څو راشي او انساني ټولنه له دغو ککړتیاوو پاکه کړي. محمد (صلی الله علیه وسلم) مدینې ته په داسې حال کې داخل شو، چې نه یې پر سر بیرغ رپېده، نه کوم رسمي پلاوی ورسره و، او نه یې کوم ډول ته وهل کېدل. خو د قرآن بیرغ یې له ځان سره لاره، راتلونکې زمانه ورسره وه، او د تاریخ زړه یې تپېده. دا تپش به تر هغه دوام ولري، تر څو چې په نړۍ کې یو تاریخي شخصیت ژوندی وي. د بلنې د نیټې یوه بله پاڼه بشپړه شوه، او بله پرانیستل شوه. د بې واکۍ او ستم دور پای ته ورسېد، او د ځواک او بري دوره پیل شوه. هجرت د دغو دوو دورو ترمنځ پوله وه. اې مسلمانانو! هر ځل چې هجرت لمانځئ، په یاد ولرئ چې هجرت د کتاب د برکتونو او عظمتونو لومړی فصل دی. کله چې د مسلمان لپاره د فتحې لارې په یوه سیمه، ښار یا هېواد کې تنګې شي، نو باید د فتح، عزت، او ازادۍ ځای ته هجرت وکړي. هر ځای چې عدالت، سروري، او رڼا وي، او هر ځای چې د لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهُ آواز پورته شي، هلته د مسلمانانو وطن دی! ادامه لري…
اسلام د رسول الله ﷺ اخلاق (شپږمه او وروستۍ برخه)چهارشنبه _19 _فبروري _2025AH 19-2-2025AD نور یی ولوله