شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: خالد یاغي زهي د تاریخ ستر انسان (لومړی برخه) سریزهد بشر د تاریخ په اوږدو کې داسې شخصیتونه شتون لري چې په خپلو اعمالو او ویناوو سره یې په انساني ټولنې ژورې اغیزې پرېښي دي. خو د دغو شخصیتونو په منځ کې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د یو داسې پیغمبر په توګه ځانګړی ځای لري چې نه یواځې یو نوی دین یې راوړی، بلکې په خپل بې ساري اخلاق او سلوک سره یې د بشریت لپاره نمونه هم وګرځېدله. رسول الله صلی الله علیه و سلم هغه سړی و چې د عربستان جاهلي پړاو کې یې د توحید په پیغام او د ښو اخلاقو په بللو سره یوه ټولنه له تیارو څخه رڼا ته رهبري کړه. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بې ساري زړورتیا او استقامت سره د مخالفتونو او سختیو پر وړاندې ودرېد او هیڅکله یې له خپل لوړ هدف څخه چې د بشریت لارښوونه وه هم لاس وانخست.دا مقاله په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او مبارزو یوه برخه څېړي او ښيي چې هغه څنګه د قریشو د ګواښونو او شکنجو په وړاندې په صبر او استقامت سره ودرېد او په خپلو ښو اخلاقو او چلند سره یې د ډېرو زړونه د حق لوري ته راجلب کړل. د هجرت له انځورونو څخهموږ اوس په مکه کې یو او د توحید او شرک، د محمد صلی الله علیه وسلم او قریشو، د اصلاحطلبۍ او وچ فکرۍ تر منځ جګړه روانه ده. قریشو خپل ټول توان په کار اچولی، خپل مالونه مصرفوي او ټوله دنیا یې یوازې د دې لپاره وقف کړې، چې دنیا له دې خیر څخه منعه کړي!محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: «زما لپاره لاره پرانیځئ چې نړۍ ته ننوځم، د کمزورو سره مرسته وکړم او د مظلومانو ملاتړ وکړم او انسانیت ته وقار او فکري خپلواکي بېرته ور وګرځوم.»هغوی وايي: نه.بیا ورته وايي: «زما رسالت آزاده پریږدئ، چې په زمانې کې حرکت وکړي؛ ځکه چې زما رسالت په یو ټاکلي وخت او ځای پورې تړلی نه دی.»وایي: نه! خو راشه، که غواړې، تا به خپل پاچا جوړ کړو او خپله شتمني به ستا په پښو کې هواره کړو او تا به د دې ښار مشر کړو.تاریخ دا ځل قریشو باندې ملنډې ووهلې. محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته بلنه ورکوي چې د ځمکې حکومت او د نړۍ باچاهي ورکړي، د علم او شتمنۍ د خزانې کلۍ په لاسونو کې ورکړي او د خسرو او قیصر شتمني ورته ورکړي، خو دوی غواړي چې د دې کلي حکومت چې د دوو غرونو په منځ کې او د صحرا د ریګونو تر شا پروت دی، هغه ته وسپاري.دوی ورغلل چې ویې ځوروي؛ هغه یې تهدید کړ، کېدای شي هغه کار چې «تشویق» ونه کړ «تهدید» یې وکړي. د هغه په لاره کې اغزي وغورځول شول او د سجدې په حالت کې پر هغه باندې د اوښ څرمنې او کولمې کېښودل شوې. په طائف کې یې په ډبرو وویشتی او وینه یې ور وبېوله، ملنډې یې وهلې او خپل احمقان یې باندې وهڅول.خو له دې څخه هیڅ څه هم د هغه غوسه را ونه پارول، بلکې د هغه زړه سواندې یې ډېره کړه. هغه زړه سواندې چې د لوبو ماشومانو باندې یو مشر کوي او هوښیاران یې پر لیونیانو کوي. د هغه ځواب یوازې دا و: «اللَّهُمَّ اهْدِ قَومِي فَإِنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ»؛ «اې الله! زما قوم هدایت کړه ځکه هغوی نه پوهیږي.» هیڅ شی هغه له موخې منع نه کړ؛ آیا دا امکان لري چې سپوږمۍ په دې ښکلي آسمان د ډبرو د غورځولو په واسطه له لارې څخه واوړي؟! دوی لومړي مسلمانان ځورول چې د هغوی د دین په اړه په فتنې کې واچوي. هغوی یې شکنجه کول، مسلمان یې په ګرمو شګو باندې چې غوښې یې ویل شوې وې لوڅ کړ، یوه غټه ډبره یې پر سینه کېښودله او اوبو ته یې اشاره کوله او ورته ویل یې: پر محمد کفر وکړه، چې له دې خوږو او یخو اوبو څخه تا ته درکړو، خو هغه یوازې ویل: «أَحَد أَحَد! / خدای یو دی، خدای یو دی!» د جنت شوق او مینه، پر هغه یې د عذاب او د دنیا دردونه هېر کړي دي.د الله تعالی په لار کې یې هر ډول سختي او ستونزې زغملې. له وهلو ټکولو څخه نیولې بیا تر سوځېدلو، لوږې او ټوله شپه وېښ پاتېدو پورې. هغوی د الله تعالی په لاره کې ترخې خوږې کړې او تر ټولو بدې سختۍ یې چې په هغه کې د الله رضا وه، قبولې کړې.رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته بله سخته بلنه ورکړه: له وطن څخه جلا کېدل او د کورنۍ پرېښودل. د خپل دین لپاره باید داسې یو هېواد ته ولاړ شي چې د هغه سره هیڅ تړاو نه لري. نه یې د ژبې سره بلد دي او نه یې دین یو دی. حبشې ته، ترڅو د نصاراوو سره ګاونډیان شي، ځکه چې د حبشې نصارا د قریشو د مشرکانو په پرتله هغوی ته ډېر نږدې وو: «وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى» (مائده: ۸۲)؛ «په حقیقت کې، مسلمانانو ته د دوستۍ له لحاظه هغه کسان نږدې ومومئ، چې ویې ویل: موږ نصارا یو.»له خپلو کورونو ووتل او خپلې کورنۍ یې پرېښودې او حبشې ته ولاړل. خو د مشرکانو ظلمونه حبشې ته هم ورسېدل. قریشو خپلې ټولې هڅې په ممانعت، کفر او دښمنۍ کې ولګولې، مګر آیا دا یې په وس کې وه چې د الله رڼا بنده کړي؟بخار په طبیعي ډول پورته کیږي او په شیشې کې نه بندیږي؛ که تاسو یې ودروئ، بیا هم ځانته لاره مومي یا شیشې ماتوي. اسلام هم همداسې دی. مسلمانانو بیا هجرت وکړ، خو دا ځل د عربو خاورې یو داسې کلي ته، چې تقدیر شوی و چې هغه ځای کلونه کلونه یې څوک نوم ونه پېژني، او بې اهمیت واوسي، تر دې چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په راتلو سره مشرفه شي، او د ښارونو مور او د پلازمینو پلازمینه وګرځي او د نیکمرغۍ او هدایت د چینو سرچینه شي، ترڅو ځمکه خړوبه کړي، او هغه له نېکۍ او خیر څخه ډکه او له هر ځای څخه د شتمنیو او پاچاهۍ سیندونه ورته راوبهیږي.مسلمانان ټول مهاجر شول. په مکه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او دوو نورو کسانو پرته بل څوک پاتې نه شول. یو د سفر ملګری او بل په مکه کې د هغه استازی و، هغه دوه سړي چې لومړی یې اسلام قبول کړ او وروسته یې هجرت وکړ: یو د پوخ عمر سردار حضرت ابوبکر او بل یې د ځوانانو سردار حضرت علي رضي الله عنهما.محمد صلی الله علیه وسلم یو څه ځنډ وکړ؛ (لکه څنګه چې د کښتۍ شریف مشر (کپتان) د ډوبې شوې کښتۍ شاته ولاړ وي او ترڅو چې ټوله نه یې راښکته شوي هغه نه ښکته کیږي، او لکه هغه امانتدار شپون چې ځنډېدلی تر څو ټولې رمې راشي.) ترڅو له خپلو ټولو پیروانو ملاتړ وکړي او خپله پر خطر باندې ورشي، او خطر هم په خپل شدید حالت کې راغی. ادامه لري…
اسلام د رسول الله ﷺ اخلاق (شپږمه او وروستۍ برخه)چهارشنبه _19 _فبروري _2025AH 19-2-2025AD نور یی ولوله