لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (اتلسمه برخه)

حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه له حضرت معاویه رضي الله عنه سره یوځای کېږي
حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه هغه څوک و، چې مصر یې فتح کړ او د اسلام تر بیرغ لاندې یې راوست. کله چې بلواګرو حضرت عثمان رضي الله عنه محاصره کړ، حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه په مدینه کې و. د بلواګرو کړنو هغه اړ کړ، چې له مدینې ووځي. له همدې امله، هغه د خپلو دوو زامنو، عبدالله او محمد سره بیت المقدس ته لاړ او له هغه ځایه یې د وضعیت څارنه کوله.
د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه نیولې، د حضرت علي رضي الله عنه تر بیعت پورې، د حضرت عثمان رضي الله عنه د وینې د بدل اخیستلو مسله، د جمل جګړه، او د طلحه او زبیر رضي الله عنهما د شهادت موضوع، دا ټول خبرونه په منظم ډول عمرو بن العاص رضي الله عنه ته رسېدل.
بالاخره، کله چې هغه خبر شو، چې حضرت علي رضي الله عنه د شام پر خاوره د برید پلان لري، او حضرت امیر معاویه رضي الله عنه د ځان د دفاع لپاره چمتووالی نیسي، نو پریکړه یې وکړه، چې بې‌طرفه پاتې نشي.
امیر معاویه رضي الله عنه دا دلیل درلود، چې حضرت علي رضي الله عنه د یاغیانو لخوا د خلیفه په توګه غوره شوی، همدغه یاغیانو حضرت عثمان رضي الله عنه په شهادت رسولی و. سربېره پردې، د هغه د ټاکلو پر مهال، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستر صحابه رضي الله عنهم له مدینې څخه بهر وو، او د خلیفه په ټاکلو کې د دوی نظرونه نه وو غوښتل شوي.
له بلې خوا، حضرت علي رضي الله عنه باور درلود، چې امیر معاویه رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نږدېوالي، خپلوي، او مخکې ایمان راوړلو له مخې له ده سره برابری نشي کولی. په دواړو خواوو کې، هر یو د خپل دریځ لپاره دلایل درلودل.
د عمرو بن العاص پرېکړه
د دې حالاتو په پام کې نیولو سره، عمرو بن العاص رضي الله عنه له خپلو دوو زامنو څخه د څه کولو په اړه مشوره وغوښته.
عبدالله بن عمرو رضي الله عنه خپل پلار ته وویل:
پلاره! رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر صدیق، عمر فاروق، او عثمان ذوالنورین رضي الله عنهم تر پایه له تاسو څخه راضي وو. نو دا ستاسو لپاره مناسبه ده، چې بې‌طرفي وساتئ او چوپتیا غوره کړئ، تردې چې خلک په یوه کس اتفاق وکړي.”
محمد بن عمرو رضي الله عنه وویل:
پلاره! ته د عربانو له مخورو کسانو څخه یې او د نظر خاوند یې. که ته پدې مسله کې مداخله ونه کړې، نو کړکېچ به څنګه حل شي؟
عمرو بن العاص رضي الله عنه د خپلو دواړو زامنو د سلا مشورو له اورېدو وروسته، وويل:
د دين خیر او ښېګڼه د عبدالله په مشوره کې ده، خو د دنیا ګټه او صلاح د محمد په مشوره کې ده.”
بالآخره، له ډېر فکر وروسته، بیت المقدس یې د دمشق په نیت پرېښود، او د امیر معاویه رضي الله عنه حضور ته ورغی.
امیر معاویه رضي الله عنه د عمرو بن العاص رضي الله عنه راتګ غنیمت وګاڼه.
عمرو بن العاص د امیر معاویه مشاور کېږي
عمرو بن العاص رضي الله عنه، امیر معاویه رضي الله عنه ته وویل:
د مظلوم خلیفه د وینې غچ اخیستل اړین دي، او په دې برخه کې ستا غوښتنه پر حقه ده.”
امیر معاویه رضي الله عنه په پیل کې له عمرو بن العاص رضي الله عنه سره په احتیاط چلند وکړ، خو بالاخره یې پر هغه باور وکړ، او هغه یې د حکومت یو مهم غړی، سلاکار او وزیر وټاکه.
عمرو بن العاص رضي الله عنه، امیر معاویه رضي الله عنه ته مشوره ورکړه، چې د مظلوم خلیفه په وینو لړلی کمیس او د حضرت نائله پرې شوې ګوتې باید هره ورځ نندارې ته وړاندې نشي، ځکه چې دا کار به د خلکو احساسات ورو ورو کم کړي. باید دا شیان کله ناکله وښودل شي، څو د خلکو جذبات تازه وساتل شي.
امیر معاویه رضي الله عنه د عمرو بن العاص رضي الله عنه وړاندیز ومانه.
د عمرو بن العاص تحلیل
عمرو بن العاص رضي الله عنه، امیر معاویه رضي الله عنه او د شام خلکو ته د حضرت علي رضي الله عنه موقعیت داسې تحلیل کړ:
د جمل له جګړې وروسته، د حضرت علي رضي الله عنه ځواکونه کمزوري شوي دي؛
له بصرې څخه شاوخوا ۹۰۰۰۱۰,۰۰۰ کسان د جمل په جګړه کې وژل شوي دي؛
د بصرې پاتې خلک، چې له حضرت علي رضي الله عنه سره یې بیعت کړی، د کوفې له خلکو سره ښې اړیکې نه لري؛
له همدې امله، دوی به په جګړه کې د پام وړ همغږي یا اتلولۍ ونه ښيي.
په حقیقت کې، د حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه دا تحلیل غلط نه و. له بلې خوا، د سبایانو ډله هم له دې واقعیت څخه ناخبره نه وه.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version