لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (دوهمه برخه)

لومړی مطلب – د الحاد پېژند او څانګې یې
د الحاد تعریف
 لفظي معنی:
الحاد عربي کلمه ده، چې لفظي معنی یې میل، کوږوالی او انحراف راځي. لحد د قبر اړخ ته اېستل کېدونکې کنده ده، دا چې د قبر یوه اړخ کې قرار لري نو لحد ورته وايي.
 پناه ځای او پټنځای ته ملتحد ویل کیږي، ځکه پناه اخیستونکی هغه لور ته میلان کوي.
په قرانکریم کې په بېلابېلو ځایونو کې دا کلمه کارول شوې، چې لاندې ځیني مرتبط ایتونه ذکر کیږي؛
{إنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ } (الحج – ۲۵ )
( كوم كسان چې كافران شول او کوم کسان چې نن د الله له لارې او د هغه د مسجد حرام له زیارت څخه، چې د ټولو خلکو لپاره یې جوړ کړی ـ خلك منع كوي، په هغه کې د هغه ځاى د اوسېدونكو او بهرنيو راتلونكو حقوق برابر دي (د هغو چار چلند په يقيني ډول د سزا وړ دى). په دغه (مسجد حرام) کې چې هر څوك له رښتينولۍ څخه په انحراف كولو د ظلم لاره غوره کړي، په هغه باندي به موږ د دردناك عذاب خوند وڅکو.)
{وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ } ( النحل – ۱۰۳ )
(موږ ته معلومه ده، دوى ستا په باب وايي؛  دغه سړي ته كوم انسان ښوونه او روزنه وركوي. په داسې حال کې، د كوم انسان لوري ته چې هغوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي ده او دا سوچه عربي ژبه ده. )
{ إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَنْ يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ} ( فصلت – ۴۰ )
( كوم كسان چې زموږ په ايتونو کې کوږوالی یا بدلون راولي (سرچپه مانا یې کوي)، هغوى زموږ څخه پټ نه دي. پخپله فكر وکړئ ايا هغه څوك ډېر ښه دى چې په اور کې غورځېدونكى دى او كه هغه څوك چې د قيامت په ورځ به د امن په حالت کې حاضر وي؟ – كوئ څه چې غواړئ! الله ستاسي ټول عملونه ويني.)
په پورته ایاتونو کې الحاد د میلان، کوږوالي او انحراف په منعی کارول شوی دی.
د الحاد اصطلاحي معنی:
الحاد په اصطلاح کې په دوو معناوو کارول کیږي؛ عامه او خاصه معنی
عامه معنی: الحاد؛ د اسلام له دین او حق  څخه باطلان ته میلان او انحراف ته ویل کیږي. په دې معنی الحاد د کفر، شرک، نفاق، زندیق، ارتداد، عقیدوي بدعاتو  ټولو ډولونو او د خدای د ذات، توحید، صفاتو، وحیې، رسالت، الهي کتابونو، حشر او نشر، جنت، دوزخ او د اسلام د نورو اړینو مسایلو په اړه شکونو او شبهاتو ته شاملیږي. کله هم چې په قرانکریم کې یاده کلمه راغلې نو همدا معنی ښندي.
خاصه معنی: د خدای تعالی وجود نه منل، چې ورسره د مادې ازلیت او د انبیاؤ علیه السلام له رسالت، له مرګ وروسته ژوند او له ټولو غیبیاتو څخه انکار ورسره لازم دی او یا هم په بل عبارت، الحاد یو ځانګړی فکري اعتقادي مذهب دی چې په لاندې مواردو ولاړ دی؛
  1. د خدای نه منل
  2. پر دې باور چې دین یو وهم دی او د انسان له لوري پنځول شوی
  3. پر دې باور چې د نړۍ اصلي ماده ازلي او تل پاتې ده او بدلونونه پکې په تصادفي ډول منځته راغلي او یا هم بدلونونه پکې د طبیعي قوانینو له امله دي او بهرني پنځونکي ته اړتیا نه لري.[1]
غربیان او اروپایان د الحاد دا خاص مفهوم په آتیسم _ Atheism _  خدای نه مننې باندې تعبیروي، چې د یوناني لفظ ـ Atheos _ ـ مرکبې کلمې څخه اخیستل شوی، دوې کلمې ( A ) د نه په معنی او ( Theos ) د اله او معبود په معنی راځي چې ترکیب یې Atheos) ) د خدای د نه مننې معنی ورکوي، خو هغه چا ته اطلاق کیږي چې په الله تعالی ایمان ونه لري هغه که د خدای وجود نفي کوي او یا یې هم نه نفي کوي.
د الحاد بنسټونه او ستنې
لکه څنګه چې د الحاد په خاص تعریف کې ذکر شول، د الحاد اساسات لاندې موارد دي:
  1. د یوه پنځونکی له وجود څخه انکار چې هستي یې د خپل علم او ارادې پر اساس پنځولې او په هغې کې دې تصرف کوي.
  2. د نبیانو د رسالت، د ملایکو شتون، له مرګ څخه وروسته ژوند، جنت، دوزخ او د ټولو غیبیاتو او غیر مادي توکو څخه انکار او نه منل.
  3. د نړۍ د مادې په ابديت باور او دا ذهنیت چې په کایناتو کې بدلونونه او تغیرات د تصادف پر اساس او یا هم د طبیعي قوانینو په غوښتنه رامنځته شوي او پر دې باور چې ژوند او مرتبط توکې یې؛ لکه شعور او انساني فکر د مادې د ذاتي ارتقا پایله ده.

[1] ويرى عبد الرحمن الميداني أن المراد بالملحدين هو المعنى المصطلح عليه في هذا العصر هم: ” من أنكروا وجود رب خالق لهذا الكون، متصرف فيه، يدبر أمره بعلمه وحكمته، ويجري أحداثه بإرادته وقدرته، واعتبار الكون أو مادته الأولى أزلية، واعتبار تغيراته قد تمت بالمصادفة، أو بمقتضى طبيعة المادة وقوانينها، واعتبار الحياة – وما تستتبع من شعور وفكر حتى قمتها الإنسان – من أثر التطور الذاتي للمادة ” ( انظر: كواشف زيوف المذاهب المعاصرة، لعبد الرحمن الميداني، ص 409)

Leave A Reply

Exit mobile version