لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (دوهمه برخه)

 

د سید جمال الدین افغاني رحمه الله د افکارو اصلي مفاهیم
سید جمال الدین افغاني د خپل ژوند په اوږدو کې تل په یو شمېر بنسټیزو ټکو ټینګار کاوه، چې د هغه د افکارو اصلي ستنې ګڼل کېږي:
۱. اسلامي یووالی
سید جمال الدین افغاني یو له لومړنیو مفکرینو څخه و، چې د اسلامي یووالي مسلې ته یې جدي پام وکړ او هغه یې د اسلامي ټولنو د ستونزو د حل یوه اساسي لاره ګڼله.
هغه باور درلود، چې مسلمانان یوازې د اتحاد او پیوستون له لارې د بهرنیو استعمارګرو او کورني فساد پر وړاندې مبارزه کولی شي. دا یووالی او اتحاد هغه نه یوازې له سیاسي پلوه مهم باله، بلکې له کلتوري او ټولنیزو اړخونو څخه یې هم اړین ګاڼه. د هغه په اند، مسلمانان باید خپل مذهبي او قومي توپیرونه یوې خوا ته کړي او د اسلامي برم او عظمت د بیا احیا لپاره په ګډه کار وکړي.
۲. دیني او ټولنیز اصلاحات
سید جمال الدین افغاني ښه پوهېده، چې د مسلمانانو زوال او وروسته پاتېوالی د دین له اصلي اصولو څخه د دوی د لرېوالي له امله دی.
که څه هم هغه د شریعت قوانینو او اسلامي اصولو ته په بشپړه توګه غاړه ایښې وه، خو باور یې درلود، چې مسلمانه ټولنه باید له خرافاتو، توهماتو او ناسمو باورونو ځان لرې وساتي او عقلي او علمي تفکر ته مخه کړي.
هغه په ځانګړي ډول د عصري علومو او ټکنالوژۍ هرکلی کاوه او په دې باور و، چې مسلمانان باید د لویدیځې نړۍ له علمي لاسته راوړنو ګټه واخلي او هغه له اسلامي تعلیماتو سره یوځای کړي.
۳. له استعمار او ظلم سره مبارزه
سید جمال الدین افغاني د استعمار او استبداد ضد یو مبارز و، چې هڅه یې کوله اسلامي ټولنې له بهرني او کورني تسلط څخه آزادې کړي.
هغه باور درلود، چې یوازې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو، او د داخلي ظلمونو پر ضد د مبارزې له لارې، له استعمارګرو څخه خلاصون ممکن دی.
د نوموړي سیاسي فعالیتونو، چې ایران، هند، مصر او د اسلامي نړۍ نورو سیمو ته یې غځولي وو، هغه د معاصر تاریخ د استعمار ضد یو له مهمو شخصیتونو څخه وګرځاوه.
۴. د عصري علومو او ټکنالوژۍ منل
د خپل وخت د ډېرو متفکرینو برعکس، چې ځانونه یې له لویدیځ تمدن څخه لرې ساتل، سید جمال الدین افغاني د عصري علومو او ټکنالوژۍ په منلو ټینګار کاوه.
هغه باور درلود، چې مسلمانان باید د نویو علومو په کارولو سره خپل مقام او موقعیت ته وده ورکړي.
په ورته وخت کې، هغه د اسلامي هویت د ساتنې اړتیا مهمه بلله او دا نظر یې درلود، چې علم او دین نشي کولی یو د بل مخالف وي، بلکې دواړه سره بشپړونکي دي.
د سید جمال الدین افغاني سیاسي او ټولنیز فعالیتونه
سید جمال الدین افغاني د اسلامي نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو ګڼ‌شمېر سفرونو پر مهال تل هڅه کوله، چې مسلمانان وروزي او هغوی د اصلاح او بیدارۍ غورځنګونو ته وهڅوي.
هغه په ایران، مصر، هند او عثماني امپراتورۍ کې له علمي او سیاسي کړیو سره اړیکې ټینګې کړې او هڅه یې وکړه، چې د استعمار او استبداد پر ضد حرکتونه پیل کړي. د هغه له سترو اقداماتو څخه یو هم د العروة الوثقی مجلې تاسیس و، چې پکې یې خپل اصلاحي فکرونه او نظریات خپرول. دا خپرونه په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه خپره شوه او د مسلمانانو د سیاسي او ټولنیز فکر په جوړښت کې یې ژوره اغېزه درلوده.
سید جمال الدین افغاني د خپلو سیاسي مبارزو په لړ کې، په ځانګړې توګه په ایران کې، د ناصرالدین شاه د ظلم پر وړاندې مبارزه وکړه او د مشروطه غوښتونکو ملاتړ یې وکړ.
هغه په ایران کې د ټولنیز او سیاسي وضعیت د ښه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او د قانون او عدالت د حاکمیت لپاره یې نه‌ستړي کېدونکې هلې‌ځلې وکړې.
د سید جمال الدین افغاني نړیوال میراث او اغېزې
د سید جمال الدین افغاني نظریات نه یوازې په خپل وخت کې اغېزناک وو، بلکې په وروستیو دورو کې هم خپل اهمیت ساتلی دی.
په اسلامي نړۍ کې ډېری فکري او سیاسي غورځنګونه، په ځانګړي ډول د ملي او ازادي‌غوښتونکو حرکتونه، د هغه له اصلاح‌ غوښتونکو نظریاتو څخه متأثر شوي دي.
سید جمال الدین افغاني د مسلمانانو د بیدارۍ مخکښ شخصیت و، چې د معاصر تاریخ په اوږدو کې د روښانتیا، زړورتیا، او اسلامي او انساني اصولو ته د ژمنتیا بېلګه ګڼل کېږي.
هغه نه یوازې د اسلامي نړۍ دننه، بلکې په نړیواله کچه د یو ستر مفکر په توګه پېژندل شوی و. د هغه فکري اغېزې په اروپایي علمي او سیاسي حلقو کې هم څرګندې وې، او ډېرو لویدیځو روڼ‌اندو هم د هغه نظریاتو ته پاملرنه کوله. د سید جمال الدین افغاني فکرونه لا هم په ټوله نړۍ کې ګڼ مفکرین او ټولنیز فعالین هڅوي.
د څېړنې بڼه او موخه
پورته مطالب د سریزې په توګه وړاندې شوي؛ د سید جمال الدین افغاني د ژوندلیک اصلي ټکي او سرلیکونه به له دې وروسته بیان شي – إن شاء الله.
پورته محتوا د ادعا په بڼه ده، او لاندې موندنې به د شواهدو او دلایلو په توګه وړاندې شي.
دا څېړنه هڅه کوي، چې د سید جمال الدین افغاني د ژوند، نظریاتو او اغېزو کره څېړنه وکړي او د هغه شخصیت بېلابېل اړخونه، او همدارنګه د اسلام او د نړۍ د معاصر تاریخ پر بنسټ د هغه فکري نفوذ وڅېړي.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version