لیکوال: مولانا عبدالرحمان معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (لومړۍ برخه)

 

بسم الله الرحمن الرحیم
د لیکوال مقدمه
الحمد لله رب العالمین و الصلوة والسلام علی سیدنا محمد سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین و علی من تبعهم بإحسان الی یوم الدین.
وروسته؛ په فرهنګي برخه کې ځینو فعالو ملګرو څه موده وړاندې له ما څخه وغوښتل چې د الحاد په وړاندې د فکري او قلمي مبارزې په برخه کې کار وکړم، خو د لاندو ذکر کېدونکو ځینو لاملونو له امله پکې زړه نا زړه وم.
 لومړی: له الحاد سره د مبارزې په برخه کې د الحاد او ملحدینو د افکارو، برنامو، طرحو او کړنلارو د مطالعې اړتیا ده، په داسې حال کې چې د الحاد په نړۍ کې مطالعه، د ملحدینو د شکونو او شبهو په بحر ور ګډېدل، د کفریاتو او د ملحدینو د پوچ فاش په میدان کې تګ مې ځان ته ډېر ناراحته، ستړی کوونکی او خسته کونکی باله. ځکه چې له بدو خلکو او کفارو سره ناسته، ولاړه ځينې اغېزې لري او همداشان د وضعیت مطالعه او د اقوالو او افکار لوستل به یې هم بې اغېزه نه وي.
دوهم: ما فکر کاوه؛ د شوري اتحاد له سقوط وروسته، چې د کلمې په واقعي معنی یو الحادي ( اتئیست) دولت ګڼل کېده، د الحاد موضوع د خپل خاص مفهوم له مخې بې ارزښته شوې او ظاهري اعتبار یې له منځه تللی او د دې ګواښ کم شوی چې خلک دې ورجلب شي.
درېیم: له بهرني اشغال څخه د افغانستان خلاصون او خپلواکۍ او په هغې کې د سیکولارېزم او سیکولارانو کاملې ماتې، الحاد په عام مفهوم سره هم په یاد هېواد کې کمزوری کړی وو او د سیکولارانو صورت او سیرت هم په ظاهره له دیندارو خلکو سره یو شان شوی وو او فکر کېده چې اقلا په دې هېواد کې نور څوک د الحاد د شبهو او شکونو  پر لور نه ځي او له هغو نه، نه اغېزمن کیږي.
څلورم: دا چې اورېدل به مې؛ د الحاد په وړاندې مبارزه کې له ډېره وخته راهیسي د سیمې او نړۍ په کچې ډېر کارونه ترسره شوي. په مختلفو ژبو کتابونه، رسالې او زیاتې مقالې لیکل شوي، ځانګړي تحقیقاتي او علمي مرکزونه ورته جوړ شوي او ګڼ شمېر ویب سایټونه ورته فعاله شوي، چې په همدې برخه کې پرلپسې کار کوي.
ما د همدې څلورو دلیلونو په اساس، په دې برخه کې د کار اړتیا نه احساسوله او په ځان کې مې دا رغبت نه لیده، چې په دې برخه کې مطالعه او څېړنې وکړم، خو د ځینو ملګرو او فرهنګي فعالانو  په ټینګار او د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د ۱۱ مې له پېښې وروسته کله چې پر دې موضوع خبر شوم؛ دا چې په امریکا کې څلورو انګریز ملحدینو د ـ نوی/جدید الحاد او ماډرن الحاد د علمیت په جامو او یوې متفاوتې څېرې کې په عامه او اسانه ژبه وړاندې کړی او په دې برخه کې یې کتابونه لیکلي چې په ډېر شد او مد سره نشریږي او ځانګړې انټرنېټي پاڼې ورته جوړې شوې، چې زرګونه کتونکي لري، شپه او ورځ الحاد ته تبلیغ کوي او پر افکارو زهر پاشي او دا ګواښ قوي شوی چې ممکن ځينې مسلمان ځوانان د الحاد په لومو کې ونښلي او پکې غرق شي، بناَ  هر یو قلموال او د فکر او علم خاوند دې له خپل علم او فرهنګ څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې دې د خپل توان تر اندازې کار وکړي.
په همدې اساس؛ ماته هم په دې برخه کار د پام وړ ښکاره شو، تر څو پکې کار وکړم او هغه څه چې په دې برخه کې ترلاسه شول د خدای د لارې د داعیانو په کارنامو کې یې د یوه څاڅکې په شان توی کړم.
د یاد موخې لپاره مې څه  موده ـ د الحاد او په وړاندې یې د مبارزې ـ لپآره د معلوماتو په راټولو او مطالعې تېر کړ او د یادو علمي موادو له راټولولو وروسته مې دا مقاله ترتیب کړه، چې لاندې موضوعات پکې شامل دي:
  • د الحاد تعریف او ‌ډولونه یې
  • د الحاد مخینه؛ ( تېر او اوس، شمېرنې او احصایې)
  • په نړۍ کې د الحاد او بدبینۍ د پراختیا عوامل او سببونه
  • په اسلامي نړۍ کې الحاد، له دین سره دښمني او د پراختیا لاملونه یې
  • د الحاد بد تأثیرات او پایلې؛ ( د انسان په ژوند رواني، اخلاقي، ټولنیزې او سیاسي اغېزې)
  • له الحاد سره د مبارزې لارې
پورتنۍ مقالې له الحاد سره د مبارزې د لارو چارو یو ټولیز انځور وړاندې کوي، خو د الحاد په وړاندې مفصلې مبارزې ته اړتیا ده تر څو د ملحدینو شبهې او نیوکې په جلا، جلا ډول وڅېړل شي او هرې یوې ته یې قانع کوونکی او مفصل ځواب وویل شي.
په اصل کې دا مقاله د خدای تعالی د دین په اړه د محلدینو د شبهاتو د تفصیلي رد یوه مقدمه ده او که چېرته الله تعالی توفیق راکړ، په مناسب وخت کې به په دې برخه کې هم یو څه وکړم.
په پای کې له خپل ستر او مهربان رب تعالی څخه په ډېرې عاجزۍ غواړم چې د بنده نیت او قلبي اراده په ټولو کارونو کې؛ په ځانګړي ډول په دې کمزوري لیکنه کې خاص د خپلې رضا لپاره وګرځوي او هغه څه چې د ترسره کولو وړتیا یې راکوې د نیک عمل په حیث قبول او بنده ګانو ته یې د ګټې وړ وګرځوي.

ابوالخیر عبدالرحمان معتصمي

اسلامي پوهنځای ـ زرنج نیمروز

۴ شوال، ۱۴۴۵ ـ هـ.ق / ـ ۲۵ حمل ۱۴۰۳ ش.

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version