
ليکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (دویمه برخه)
۳. توپیرونه
د یوه دین منونکی د هغه دین د وروستي پیغام په پرتله، د هغه د ایډیالوژیک، اخلاقي-عبادتي او فقهي جوړښت څخه ډېر اغېزمن کیږي. له همدې امله، د آسماني دینونو د پیغام پر مشترک والي ټینګار کول، د هغوی د پیروانو د ایډیالوژیک، رواني او ټولنیزو ځانګړتیاوو د پراختیا پر مهال د دین د جوړښت اهمیت کم نه کړي. په اصولي او عمومي توګه، همدغه ځانګړتیاوې دي چې د یوه دین تاریخي، فکري او ټولنیز بدلونونه ټاکي.
د دې ټکي په پام کې نیولو سره، باید وویل شي چې که څه هم په ځینو مسائلو کې د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیر د دې دواړو دینونو له ذاتي ځانګړتیاوو سره تړاو لري، خو په ورته وخت کې باید د هغو دینونو د پیروانو رواني او ټولنیز جوړښت ته هم پاملرنه وشي (جامعي، بیتا: ۴۷). د دې موضوع په رڼا کې، لاندې د اسلام او مسیحیت ترمنځ د توپیرونو یو شمېر اړخونو ته اشاره کوو.
الف. مقدس متنونه
مسیحیت او اسلام بېلابېل مقدس لیکنې لري. د مسیحیت مقدس متن انجیل دی، او د اسلام مقدس متن قرآن کریم دی. مسلمانان باور لري چې انجیل تحریف شوی، او له هغه څخه د مسیحیانو نوی عهد جوړ شوی. برعکس، مسیحیان د قرآن کریم په اړه ورته نظر نه لري، که څه هم ډېری یې هغه جعلي اثر ګڼي.
د مسیحیانو مقدس کتاب له “عتیق (زوړ) عهد” او “جدید (نوی) عهد” څخه جوړ دی. عتیق عهد د حضرت عیسی علیه السلام له زېږېدنې شاوخوا دوه زره کاله مخکې لیکل شوی، او جدید عهد د حضرت مسیح علیه السلام له وفات وروسته د لسیزو په جریان کې تدوین شوی. په تاریخي لحاظ، مسیحیان عموماً باور لري چې ټول انجیل د خدای الهام شوی کلام دی، خو د روښانتیا (Renaissance) په جریان کې، پر هغه زیاتې نیوکې وشوې، چې د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ یې د انجیل د اعتبار او خطا په اړه بېلابېل نظرونه رامنځته کړل.
قرآن کریم د اوومې میلادي پیړۍ په لومړیو کې نازل شو. دا کتاب د ۲۳ کلونو په موده کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر مهال نازل شو، چې د هغه د ۴۰ کلنۍ څخه پیل او د وفات سره د خدای تعالی وحی پای ته ورسېده.
قرآن کریم له هغو روایتونو سره بلد دی چې په یهودي او مسیحي کتابونو کې ذکر شوي. ځینې روایتونه لنډ بیانوي، د ځینو تفصیلي وضاحت کوي، او په ځینو مواردو کې بیا له هغوی سره توپیر لري. مسلمانان باور لري چې خدای تعالی انجیل حضرت عیسی علیه السلام ته نازل کړ، خو د هغه تعلیمات یا ورکې شوې، یا تحریف شوې، ترڅو عبراني انجیل یا نوی عهد جوړ شي. مسلمانان قرآن کریم یوازینی نازل شوی کتاب ګڼي چې خدای تعالی له تحریف او فساد څخه ساتلی دی [۱].
ب. روح القدس
مسیحیان او مسلمانان د روح القدس په اړه مختلف نظرونه لري. ډېری مسیحیان باور لري چې روح القدس خدای دی او د تثلیث درېیم غړی ګڼل کیږي.
په اسلام کې، روح القدس جبرائیل دی. ډېری مسیحیان دا باور لري چې “فارقلیط”، چې د یوحنا په انجیل کې ذکر شوی، د پنځوسي اختر (Pentecost) په ورځ راڅرګند شو، او هغه هم روح القدس دی.
خو ډېری مسلمانان په دې باور دي چې فارقلیط د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ظهور وړاندوینه ده.
د فارقلیط په اړه
یو له مهمو آیتونو څخه د یوحنا ۱۶:۷ آیت دی، چې په هغه کې راغلي:«اما زه تاسو ته ریښتیا وایم: دا ستاسو لپاره مصلحت دی چې زه لاړ شم؛ ځکه که زه لاړ نه شم، تسلي ورکوونکی به تاسو ته رانشي، خو که زه لاړ شم، هغه به تاسو ته راولېږم.»
ج. د حضرت عیسی علیه السلام په اړه
اسلام، حضرت عیسی علیه السلام مسیح ګڼي، چې د بني اسرائیلو د لارښوونې لپاره د انجیل په نوم د یوې نوې وحی سره رااستول شوی و. مسیحیان باور لري چې عیسی مسیح هغه مسیح دی، چې د عبراني صحیفو له مخې د هغه په اړه وړاندوینه شوې ده.
خو، د مسیحیت او اسلامي عقیدې ترمنځ یوه مهمه نظریاتي اختلاف دا دی، چې مسیحیان حضرت عیسی علیه السلام مجسم شوی خدای ګڼي، په ځانګړې توګه، هغه د تثلیث یو غړی ګڼي، یعنې د خدای زوی (نعوذ بالله). په حضرت عیسی علیه السلام باندې ایمان، د دواړو دینونو د الهیاتو یوه اساسي برخه جوړوي.
مسلمانان او مسیحیان دواړه باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام د مریم عليها السلام څخه زېږېدلی، او همدارنګه، هغه مسیح دی. په هرصورت، دوی د حضرت عیسی علیه السلام په اړه په نورو مهمو مسئلو کې اختلاف لري. مسیحیان باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام د خدای تعالی مجسم شوی، الهي او بې ګناه زوی دی.
خو اسلام پر دې باور دی، چې حضرت عیسی علیه السلام د خدای تعالی یو له مهمو پیغمبرانو څخه و، نه د خدای زوی، نه الهي، او نه د تثلیث غړی و. [۲] بلکې، مسلمانان دا هم باور لري، چې د حضرت عیسی علیه السلام پیدایښت د حضرت آدم علیه السلام د پیدایښت سره ورته و. [۳]
د صلیب او بیا ژوندي کېدو اړوند اختلاف
مسیحیت او اسلام، د مسیح د صلیب او بیا ژوندي کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري. مسیحیان باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام د سنهدرین او د روم قومندان پونتیوس پیلاطس لخوا په مرګ محکوم شو، په صلیب وځړول شو، او له دریو ورځو وروسته بېرته راژوندی شو.
خو اسلام وایي، چې حضرت عیسی علیه السلام یو انساني پیغمبر و، چې د نورو پیغمبرانو په څېر یې خپل قوم د یو خدای تعالی عبادت ته، چې توحید بلل کېږي، رابللی و. مسلمانان دا هم باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام د صلیب په وسیله محکوم شو، خو په معجزانه ډول له اعدام څخه وژغورل شو، او اسمان ته پورته شو. [۴]
په اسلام کې دا عقیده هم شته، چې د حضرت عیسی علیه السلام د صلیب کولو پر ځای، یو ورته کس په صلیب شو. [۵]
د حضرت عیسی علیه السلام دویم راتګ
مسیحیان او مسلمانان دواړه د حضرت عیسی علیه السلام پر دویم راتګ باور لري. مسیحیت نه وايي، چې حضرت عیسی علیه السلام به چیرې راستون شي، خو اسلامي روایتونه وایي، چې حضرت عیسی علیه السلام به د دمشق په ختیځ کې یوې سپینې منارې ته راستون شي (چې باور کېږي دا مناره د اموي جومات کې ده).
مسیحیان باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام به د دجال د وژلو لپاره راشي، او همدارنګه، مسلمانان هم پر دې باور دي، چې حضرت عیسی علیه السلام به د دجال د وژلو لپاره راستون شي.
ډېر مسیحیان دا باور لري، چې حضرت عیسی علیه السلام به د زرو کلونو لپاره حکومت وکړي، خو مسلمانان بیا دا باور لري، چې حضرت علیه السلام به څلوېښت کاله حکومت وکړي، واده به وکړي، اولادونه به ولري، او په شنې ګنبته کې به ښخ شي.
(ادامه لري…)
[1] – «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ »، سوره الحجر آیه ۹.
[2] -«يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا»، النساء، آیه ۱۷۱.
[3] -«إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ»، آل عمران، آیه ۵۹.
[4] «إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ»، سوره آل عمران، آیه ۵۵.
[5] -«وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا»، النساء، آیه ۱۵۷.