لیکوال: ابو عرفان
حسن بصري رحمه الله؛ امام او زاهد (څلورمه برخه)
په ټولنه کې د امام حسن بصري رحمه الله زده کړه، رول او علمي خدمتونه
امام حسن بصري رحمه الله یو فقیه، مفسر، محدث، مبلغ او د هجرت د لومړۍ او دویمې پیړۍ له اتو مشهورو پرهېزګارانو څخه و. که څه هم ځینو هغه د لومړۍ او دویمې پېړۍ د اسلام د شپږو سترو زاهدانو څخه بللی دی.
د لومړۍ پیړۍ ډېری معاصرین او پوهان، امام حسن بصري رحمه الله ته د “امام التابعین”، “سید التابعین” او “شیخ الاسلام” لقبونه کاروي. ځینو بیا هغه “د زاهدانو، عابدانو، عالمانو او بلیغانو سید“ بللی دی. [۲] نور یې “عظیم القدر او د عمل عالم“ [۳] یادوي، او ځینې یې “د متقیانو سید“ بولي. [۴]
تر دې حده چې خیرالدین زرکلي، له امام محمد غزالي رحمه الله څخه روایت کوي:
“کان الحسن البصری أشبه النّاس کلاماً بکلام الأنبیاء و أقربهم هدیاً من الصحابة و کان غایة في الفصاحة.” [۵]
“د خلکو له منځه د امام حسن بصري رحمه الله خبرې د پیغمبرانو علیهم السلام له قولونو سره ډېرې ورته وې او هغه تر ټولو نږدې کس و، چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم په هدایت سینګار او د فصاحت په ډېره لوړه کچه کې و.”
ځینو لیکوالانو او تاریخپوهانو ویلي، چې د امام حسن بصري رحمه الله مور، ښځو ته قرآنکریم تدریساوه او تبلیغ یې کاوه. له همدې امله، هغه د احادیثو له معتبرو راویانو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې له ام المؤمنین، ام سلمه او عایشه رضي الله عنهما څخه یې حدیثونه روایت کړي دي.
د هغې دوو زامنو، حسن او سعید، او نورو له هغې څخه حدیثونه روایت کړي، او د اهل سنت سترو عالمانو ته یې دا حدیثونه رسولي دي.
هغې د خپل زوی تعلیم ته ډېره پاملرنه کړې وه، او امام حسن بصري رحمه الله په کیسو ویلو او تبلیغاتو کې، له خپلې مور څخه اغېزمن و. [۶]
امام حسن بصري رحمه الله له ماشومتوبه د داسې مور تر سیوري لاندې لوی شو، چې لومړۍ ښوونکې او استاذه یې وه.
په پوره باور سره ویلای شو، چې امام حسن بصري رحمه الله خپل درسونه د کور له فضا، له خپلې مور او امهات المؤمنین رضي الله عنها سره پیل کړل.
همدارنګه، ویل کېږي چې حسن بصري رحمه الله د دوولس او څوارلس کلنۍ ترمنځ قرآن کریم حفظ کړ او هر سورت یې، د نازلېدو سبب او تفسیر سره زده کاوه. [۷]
د علم او پوهې مرحلې یې یو په بل پسې تېرولې، د خپلې ودې او پرمختګ لپاره یې ارزښتناک ګامونه پورته کړل او په دې لار کې یې اوږده سفرونه وکړل او سختۍ یې وزغملې.
امام حسن بصري رحمه الله ډېر استادان درلودل، چې له هغو څخه انس بن مالک، جابر بن عبدالله انصاري، حُذَیفه یماني، عبدالله ابن عباس، حِطّان بن عبدالله، عمران بن حُصَین، او اَحنَف بن قیس رضياللهعنهم یادولی شو. [۸]
همدارنګه، ابن سعد رحمه الله روایت کړی دی، چې امام حسن بصري رحمه الله له ابوهرېره او سمره بن جندب رضي الله عنهما څخه هم حدیثونه زده کړي دي.
خو ابن سعد پخپله، د ځینو خلکو دا قولونه هم نقل کړي، چې وايي امام حسن بصري رحمه الله، له ابوهرېره رضي الله عنه څخه حدیث نه دی اورېدلی. [۹]
علامه ذهبي رحمه الله د امام حسن بصري رحمه الله د استاذانو په اړه یو ښکلی روایت نقل کړی دی.
هغه حضرت عثمان بن عفان، انس بن مالک، جندب بن عبدالله بجلي، عبدالرحمن بن سمره، سمره بن جندب فزاري، عبدالله بن عباس، عمران بن حصین، مغیره بن شعبه، نعمان بن بشیر، عبدالله بن عمر، جابر، عمرو بن ثعلب، عبدالله بن عمرو، معقل بن یسار، ابوهریره، اسود بن سریع، ابوبکره نفیع بن حارث ثقفي، احنف بن قیس تمیمي، مطرف بن عبدالله شخیر بصري او د هغه مور ام الحسن خیره رضياللهعنهم اجمعین، د امام حسن بصري رحمه الله له استاذانو څخه شمېرلي دي. [۱۰]
د امام حسن بصري رحمه الله د تفسیر طریقه او د هغه علمي مقام
امام حسن بصري رحمه الله، د تفسیر په علومو کې، قرآنکریم د قرآنکریم په رڼا کې تفسیر کړی، او د قرآني نصوصو د بیان او احکامو وضاحت لپاره، تل له نبوي احادیثو او د صحابه کرامو اقوالو څخه کار اخیستی دی؛ لکه ابن عباس، ابن مسعود، او نورو رضي الله عنهم.
د هغه د تفسیر نورو سرچینو کې، د اهل کتابو اقوال او اسرائیلیات هم شامل و؛ لکه د کعب احبار، وھب بن منبه، او عبدالله بن سلام روایتونه.
د هغه ډېر اقوال د تفسیرونو کتابونو کې ذکر شوي دي؛ لکه د امام طبري او ابن کثیر په تفاسیر کې، چې د اسلامي نړۍ له معتبرو تفسیرونو څخه دي.
د تصوف او عرفان په اړه د امام حسن بصري رحمه الله نظریات
امام حسن بصري رحمه الله د تصوف، عرفان، تزکیې او احسان په اړه ارزښتناک اقوال لري، چې د ابونعیم اصفهاني په “حلیة الأولیاء”، د امام غزالي رحمه الله په “احیاء علوم الدین”، او د شیخ قشیري په “الرسالة القشیریة” کې ذکر شوي دي.
د نورو جزئیاتو لپاره، د مشهور لیکوال محمد عبدالرحیم ارزښتمن کتاب “امام حسن بصري رحمه الله” ته مراجعه وکړئ؛ ځکه چې د دې ستر امام د ژوند او علمي حیثیت ټول اړخونه، د اسلامي تاریخ او تمدن برخه ګرځېدلي دي.
د امام حسن بصري رحمه الله د قرآنکریم پوهنې مکتب (مذهب)
د امام حسن بصري رحمه الله د قرآنکریم پوهنې مکتب (مذهب)، د عقل اهمیت ته پوره پاملرنه کوله او د قرآن کریم مختلفو اړخونو، تأویل، او باطني طبقو ته یې ځانګړی ارزښت ورکاوه.
هغه د اکثرو اسلامي سرچینو له روایاتو سره سم، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له درې سوو اصحابو سره ملاقات کړی و او د بدر د غزوې له اویا تنو سره یې لیدلي و.
له هغوی څخه یې ډېر احادیث روایت کړي او همدارنګه، د عقلانیت په برخه کې د نظر او رأی خاوند و.
پر دې سربېره، هغه د سترو فقهاوو او اغېزمنو مفتيانو له ډلې څخه و او په ټولنه کې د فقهې او فتوا له پلوه مشهور و. [۱۱]
د امام حسن بصري رحمه الله فقهي نظریات او آثار
د امام حسن بصري رحمه الله د فقهي نظریاتو کتابونه:
-
“فقه الحسن البصري” د قاضي ابو عبدالله محمد بن مفرج قرطبي په اوو ټوکونو کې.
-
“موسوعة فقه الحسن البصري” د محمد رواس قلعه جي په دوو ټوکونو کې.
-
نور ګڼ آثار، چې د امام بصري رحمه الله د افکارو، علمي، فقهي، تفسیري، او د تقوا او عباداتو نظریات پکې ذکر شوي دي.
د امام حسن بصري رحمه الله مبارزه د معتزله او نورو باطلو فرقو پر وړاندې
د معتزله فتنې او نورو منحرفو فرقو د ظهور په لومړیو کې، چې د اسلامي ټولنې حالات یې یو څه ګډوډ کړي وو، امام حسن بصري رحمه الله د هر ډول فساد د مخنیوي لپاره تبلیغ ته دوام ورکړ.
له هغه ځایه، چې خپله یې پر خپلو ویناوو عمل کاوه، د هغه تبلیغ په اورېدونکو باندې ژوره اغېزه درلوده. [۱۲]
د اسلامي تمدن او ټولنیز نظم ساتنه
امام حسن بصري رحمه الله د اسلامي تمدن او ټولنیز نظم په ساتنه کې مهم رول ولوباوه او په بېلابېلو موضوعاتو کې یې خلکو ته وعظ او نصیحتونه وکړل.
د هغه خطبې او ویناوې، اسلامي ټولنې ته اجازه نه ورکوله، چې دیني او فکري انحرافات پکې داخل شي.
کله به یې د اخلاقو او آدابو په اړه خبرې کولې، کله به یې د تقوا او پرهېزګارۍ توصیه کوله، او کله کله به یې د ظالمو واکمنانو او بډایانو د بد انجام په اړه خبرې کولې، چې د خلکو حقوق به یې تر پښو لاندې کول. [۱۳]
له همدې امله، کولای شو د امام حسن بصري رحمه الله په اړه ولیکو، چې هغه د خپل عصر او وخت له غوره او د اسلامي نړۍ له نامتو شخصیتونو څخه و. هغه له ځینو صحابه کرامو رضي الله عنهم او تابعینو رحمهم الله زده کړې ترلاسه کړې.
په یقین سره، دغه معلمین د امام بصري رحمه الله د علمي، اصلاحي، تعلیمي، فکري، نظریاتي او مذهبي شخصیت په جوړښت کې مهم رول لرلی دی. نن، اسلامي نړۍ د امام حسن بصري له علمي او دیني لاسته راوړنو څخه برخمنه ده؛ ځکه چې هغه مرکزونه او سرچینې چې له هغه څخه یې علم او پوهه زده کړې وه، د خیر القرون له شخصیتونو څخه وو.
هغه شخصیتونه چې له هغوی څخه یې فیض اخیستی و، د زمانې له غوره شخصیتونو، نبوت دور ته نږدې کسان، او حتی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکتب شاګردان وو.
هغه، علم او پوهه د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له خزانې څخه، له لږو واسطو سره، په مستقیم ډول ترلاسه کړې وه.
هغه یې بیا راتلونکو نسلونو ته، لکه د امام حسن بصري رحمه الله په څېر، انتقال کړه.
دغه زده کړه هم صوری وه او هم عملي.
هغه وتوانېد چې له یوه یتیم ماشوم څخه، داسې یو پېژندل شوی شخصیت ټولنې ته وړاندې کړي، چې بې له شکه، دا تعلیم چې د درایت او روایت پر بنسټ ولاړ و، د دغه امام د شخصیت په جوړښت کې ژوره اغېزه درلودله.
وروسته، د منبر له تبلیغ سره، د بصرې په جومات کې یې درسي حلقه هم درلوده، چې په بېلابېلو علمونو لکه حدیث، فقه، عقاید، او قرآني علومو کې یې تدریس کاوه.
کله کله، د تصوف ځینو مفاهیمو په اړه به یې پوښتنې هم ځوابولې.
د هغه په کور کې یوه ځانګړې غونډه جوړېده، چې په هغې کې یوازې د عرفان، عبادت او باطني علومو بحثونه کېدل. [۱۴]
د امام حسن بصري رحمه الله له امهات المؤمنین رضي الله عنهن څخه زده کړې
البته، باید دا حقیقت له پامه ونه غورځول شي، چې امام حسن بصري رحمه الله، په ماشومتوب کې د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د کورنۍ له برکت څخه برخمن و.
په ځوانۍ کې، هغه له امهات المؤمنین رضي الله عنهن څخه ډېر ارزښتناک علوم زده کړل، چې بې شکه، د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د کورنۍ د برکت له امله، له هغه څخه یو لوړ شخصیت جوړ شو.
د امام حسن بصري رحمه الله شاګردان
د مکي ابوطالب په وینا:
“داسې کسان لکه مالک بن دینار، ثابت بناني، ایوب سجستاني/سختیاني، فرقد سبخي/سنجي، او عبد الواحد بن زید، د هغه په غونډه کې ګډون کوه.”
همدارنګه، امام حسن بصري رحمه الله، نور مشهور شاګردان هم درلودل، چې په هغو کې د واصل بن عطاء، حبیب عجمي، غیلان دمشقي، معبد جهني، محمد بن واسع، قتاده سدوسي، او عمرو بن عبید نومونه د یادولو وړ دي.” [۱۵]
سرچینې
[۱]. هجویری، (۱۳۸۳هـ.ش)، ص: ۱۲۹-۱۳۰.
[۲]. نبهانی، یوسف ابن اسماعیل؛ جامع کرامات الاولیاء؛ ۲/۲۱.
[۳]. ذهبی، ابی عبدالله محمد بن احمد؛ میزان الإعتدال؛ ۲/۵۰.
[۴]. وفیات الأعیان؛ ۱/۳۵۴.
[۵]. زرکلی، خیرالدین، الأعلام؛ ۲/۲۲۵.
[۶]. ابن سعد، ۱۰/۴۴۲. ابن حجر، ۲/۲۵۰-۲۵۱.
[۷]. ذهبی، (۱۴۰۷ هـ.ق)، ۱۴۰۴-۴-۱۴۰۹.
[۸]. ابن سعد، ۹/۱۵۸. ابن حجر عسقلانی، ۲/۲۴۶.
[۹]. ابن سعد، ۹/۱۵۹.
[۱۰]. ذهبی، تاریخ الإسلام؛ ۷/۴۹.
[۱۱]. ابن سعد، ۱۶۳/۹-۱۶۶.
[۱۲]. اصفهانی، ۲/۱۴۷.
[۱۳]. ابن جوزی، ۱۴۲۶؛ ص: ۱۰۷. ذهبی، ۱۴۰۹؛ ۴/۵۸۸.
[۱۴]. ذهبی، ۱۱۴۰۹؛ ۴/۵۷۹.
[۱۵]. اصفهانی، ۲/۳۵۴. ابن خلکان، ۴/۸۵.