لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم (اتمه برخه)
نشنلیزم یا ملتپالنه څنګه اسلامي هېوادونو ته خپره شوه؟
وروسته له هغه چې د ملتپالنې پدیده په لویدیځو هېوادونو کې راڅرګنده شوه او وده یې وکړه، د نیواکګرو او د هغوی د اجنټانو لخوا اسلامي هېوادونو ته ولېږدول شوه. دې پدیدې، د دې پر ځای چې مسلمانانو ته ګټه ورسوي، د هغوی یووالی یې له منځه یووړ. هغه ټینګه رسۍ چې مسلمانانو پرې منګولې ښخې کړې وې، وشلېده او د ستر اسلامي خلافت د کمزورتیا او تجزیې لامل شوه.
د شلمې پېړۍ عالم او څېړونکی علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله لیکي:
“هغه څه چې د افسوس او اندیښنې وړ دي، دا دي چې دا قومي شخړې او لانجې ځینو اسلامي خاورو ته، چې باید هغوی د اسلامي نړۍ د دعوت مشري پر غاړه اخیستې وای، د امنیت او هوساینې پیغام راوړونکي وای او د ملتپالنې پر وړاندې یې مخالفت ښودلی وای، نفوذ وکړ او په چټکۍ سره خپره شوه. دا کار په دې خاورو کې د دیني مسایلو او اعتقادي ارزښتونو د کمزوري کېدو له امله و.”
ملتپالنه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، نږدې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، اسلامي هېوادونو ته ننوتله. دا پېښه له هغه وخت سره سمون خوري کله چې عثماني دولت کمزوری شوی و او د ړنګېدو په درشل کې و. لویدیځوالو د دې دولت په نیمه مړ بدن کې ملتپالنه د وژونکي زهر په څېر داخل کړه او د هغه د پرځېدو سره یې مرسته وکړه. وروسته دا لویه امپراتوري په کوچنیو هېوادونو ووېشل شوه چې هر یو یې له ځان سره یو ډول ملتپاله روحیه درلوده، چې دوی له لویدیځ څخه را نقل کړې وه.
موږ ګورو چې د ملتپالنې مفکورې د لویدیځ له خوا اسلامي هېوادونو ته خپرې شوې او عیسوي مبلغینو او انګلیسي او فرانسوي مستشرقینو د دې په وده کې مهم رول ولوباوه. دا پدیده په اسلامي هېوادونو کې د لویدیځو استعماري دسیسو په پایله کې راڅرګنده شوه او د بهرنیانو د ګټو لپاره یې کار کاوه. ملتپالنه د اسلامي نړۍ د یووالي او پیوستون د له منځه وړلو او د عثماني خلافت د ړنګېدو یوه مهمه موخه وه.
په ختیځه نړۍ کې د ملتپالنې راڅرګندېدل، په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې، د اروپا او لویدیځ د تحولاتو سره له اړیکې پرته ممکن نه و. د اروپایانو استعماري او پراختیا غوښتونکي چلند، چې د نویو خاورو د اشغال او د مذهبي مبلغینو له لارې د عیسویت د خپرولو غوښتنې سره یوځای و، غیر عربي هېوادونه یې کمزوري کړي وو. د څو پېړیو په اوږدو کې د اروپایي هېوادونو لخوا د نورو هېوادونو استعمار، پوځي یرغل، او له نورو هېوادونو څخه اقتصادي ګټه اخیستنه د آسیا، افریقا او حتی د لاتینې امریکا هېوادونو د اقتصادي او سیاسي وروسته پاتې کېدو لامل شوه.
په اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې خپرېدل د شلمې پېړۍ په پیل کې او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عثماني امپراتورۍ د کمزورتیا او تجزیې سره تړاو درلود.
ملتپالنه هغه دین دی چې استعمار یې اسلامي هېوادونو ته صادر کړ ترڅو د اسلامي نړۍ یووالی او یو موټیتوب له منځه یوسي.
ځینو لویدیځوالو مفکرینو او ختیځ پوهانو تل د دې پدیدې د خپرېدو لپاره اړین شرایط او زمینه برابره کړې ده او د آسیا او افریقا په سیمو کې یې د لویدیځ استعمار د سیاسي او کلتوري جګړې لپاره لاره هواره کړې ده. په دې توګه، ملتپالنه د لویدیځوالو کلتوري شخصیتونو له لارې اسلامي هېوادونو ته خپره شوه او د هغوی په وسیله یې وده وکړه. د دې کړنې دلیل دا و چې لویدیځ استعمار د اسلامي یووالي له امله د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو او مصلحتونو څخه ویره درلوده.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو سره، عثماني امپراتوري سخته کمزورې او د متفقینو لاس ته ولوېده، چا چې د دې “لوی امت” د تجزیه کولو خپل اوږدمهاله خوب پوره کړ. په دې توګه، د ملتپالنې د ویجاړونکې مفکورې په داخلولو سره، استعمارګرو دا لویه امپراتوري ټوټې ټوټې کړه او د هغې له عظمت او جلال څخه یې هېڅ شی پرېنښود.
په دې کې شک نشته چې په اسلامي هېوادونو کې د نویو ملتپالو افکارو خپرېدل غربي یا لویدیځوالې ریښې لري. په حقیقت کې، د ملتپالنې شعار د استعمارګرو یو له خورا مهمو او اغېزمنو وسیلو څخه و چې په اسلامي هېوادونو کې اغېز وکړي او د مسلمانو ملتونو یووالی له منځه یوسي.
برتانوي استعمار د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې، د خپلو ګټو او ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره د ملتپالنې مفکوره ترویج او هغې ته یې وده ورکړه. دا غورځنګ هغه وخت په اسلامي نړۍ کې را څرګند شو او سیاسي او سازماني ملاتړ یې ترلاسه کړ، چې برتانوي استعمار د عثماني دولت د له منځه وړلو لپاره خپله ملا وتړله. د دې کار لپاره یې په دې هېوادونو کې د خپلو اصلي اجیرانو مرسته راجلب کړه او هغوی ته یې د مشرۍ، حکومت او مقام ژمنه ورکړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د برتانیې زاړه استعمار عربي مشران او خپل اجنټان د ملتپالنې ایډیالوژۍ په شاوخوا کې راټول کړل، چې په دې توګه یې عثماني دولت ړنګ کړ.
له دې ترخې پېښې وروسته، اسلامي نړۍ په کوچنیو هېوادونو ووېشل شوه. د دې وېش پایلې او اغېزې نن ورځ په ښکاره توګه لیدل کېږي؛ ځکه چې کله په یو اسلامي هېواد برید وشي، نو هېڅ یو اسلامي هېواد د بل لوري د جرمونو او ځورونو په وړاندې د راپورته کېدو جرئت نه کوي، او د لویدیځو هېوادونو له وېرې د مظلوم هېواد یا ډلې د ژغورلو لپاره اقدام نه کوي.
کله چې د اسلام دښمنان د صلیبي جګړو په ترڅ کې د اسلامي ټولنو د ویجاړولو او له منځه وړلو لپاره راووتل، نو ناڅاپه د اسلامي ورورګلوۍ او د اسلامي امت د دیني یووالي له قوي او ټینګ دیوال سره مخ شول. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې له دې دیوال څخه د تېرېدو لپاره بله لاره نشته، پرته له دې چې هغه ویجاړ او وران کړي.
دلته وو چې دوی په ټوله اسلامي نړۍ کې د ملتپالنې او توکمپالنې شعارونه بیا راژوندۍ کړل. په ترکیه کې یې نژادپالنه (تورانیت) بیا راژوندۍ کړه او ترکان یې دې ته اړ کړل چې ځانونه د انسانیت د بادارانو، مشرانو، او د تاریخ د معجزه جوړوونکو په توګه وګوري. عربان یې دې ته اړ کړل چې له ترکانو څخه خپل پخوانی برم او عظمت بېرته ترلاسه کړي؛ ځکه چې عربانو ځانونه د نبوت اهل، د اسلام اصلي وارثان او خپلې خاورې د اسلام ټاټوبی، د رڼا زانګو، او د لارښوونې او هدایت مرکزونه ګڼل.
البته، د دې خبرو د حقیقت په اړه هېڅ شک نشته؛ خو اصلي خطر د دې شعارونو تر شا دی.
څېړونکي په دې باور دي چې د عثماني خلافت ماتې او تجزیه د مسلمانانو د یووالي د له منځه تلو لامل شوه.
عبدالسلام یاسین، د “اسلام او سیکولر نشنلیزم” کتاب لیکوال، لیکي:
“د اسلامي یووالي له منځه تلل د عثماني دولت د ماتې او ویجاړۍ سره هممهاله او مترادف وو. دا ماتې د نږدې دوو پېړیو په موده کې یوه دوامداره ماتې وه، چې وروستۍ برخه یې د ملحدینو د بیرغ پورته کوونکي مصطفی کمال د برید سره له منځه لاړه.”
د ملتپالنې د پدیدې د راڅرګندېدو په اړه د کتابونو په څېړلو او مطالعه کولو سره، دا جوتېږي چې لویدیځو هېوادونو د اسلامي امت او اسلامي نړۍ د یووالي او بشپړتیا د له منځه وړلو لپاره له توکمپالنې او ملتپالنې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. که څه هم په دې اړه د لیکوالانو او څېړونکو رایې او نظریات مختلف دي، خو په دقت او ځیر سره لیدل کېدی شي چې پایلې او اغېزې یې یو شان دي: د عثماني خلافت سقوط، د مسلمانانو وېشل، او د دوی د یووالي ګډوډېدل او له منځه تلل.
د لیکوالانو او څېړونکو نظرونو ته په کتو او ارزونې سره، موږ ګورو چې ملتپالنه په دریو طریقو اسلامي نړۍ ته وارده شوې ده:
-
لومړۍ طریقه:
هماغه ده چې مخکې یې یادونه وشوه.
-
دوهمه طریقه:
ډېری څېړونکي په دې باور دي چې استعمار، د اسلامي هېوادونو په زړه کې د اسراییل په نوم د یو دولت په جوړولو سره، ملتپالنې او قومي محوریت ته وده ورکړه او مسلمانان یې وویشل. د دې په اړه ویل کېږي:
“اسراییل، په داسې حالت کې چې اسلامي نړۍ کمزورې، وېشل شوې او خپره شوې وه، په ۱۹۴۸ کال کې د یو خپلواک دولت په توګه رامنځته شو. د اسراییلو مسئله یوه نژادي مسئله شوه؛ یعنې له اسراییلو سره جګړه او د اشغال شوي فلسطین آزادي، چې د ټولې اسلامي نړۍ پورې اړه لري، د عربو او اسراییلو ترمنځ په جګړه بدله شوه. له همدې امله، نه یوازې عربانو په دې برخه کې هېڅ پرمختګ ونه کړ، بلکې د اسلامي هېوادونو د خاورو د اشغال کچه هم ورځ په ورځ زیاته شوه.”
-
دریمه طریقه:
د هغو کسانو نظریه ده چې په دې باور دي چې په اسلامي هېوادونو کې ملتپالنه د لویدیځو هېوادونو د استعمار او د اسلامي هېوادونو د ویجاړولو په اړه د هغوی د دسیسو په وړاندې غبرګون و. دې ډلې هڅه وکړه چې د خپل قلم او ژبې په کارولو سره د استعماري هېوادونو په وړاندې د قومي او ملتپالنې لامل پیاوړی کړي او د هغوی په وړاندې اقدام وکړي. په دې توګه یې وکولی شول چې خپل هېوادونه آزاد کړي؛ خو په هر صورت، دا باید ومنل شي چې دا پدیده په بشپړ ډول لویدیځواله ده او په اسلام کې هېڅ ځای نه لري؛ ځکه چې دا پدیده قومي او مذهبي تعصب رامنځته کوي، کوم چې په اسلام کې د غندنې وړ دی.