د طبابت په اړه د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونې
د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د اسلام مبارک دین د ناروغیو د مخنیوي او یا په بل عبارت د “صحي پرهېز” امر کړی دی. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لایوردن ممرض علی مصحَ»؛ ژباړه: «هیڅ ناروغ دې پر روغ نه داخلیږي.» دا پدې معنی ده چې ناروغ باید هڅه وکړي ځان له خلکو لېرې وساتي او قرنطین شي، ترڅو روغ خلک په ناروغۍ اخته نشي.
په بل ځای کې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «إن من القرف التلف»؛ ژباړه: «د ناروغ او روغ سره یو ځای کېدل، د هلاکت لامل ګرځي.»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په خپل عملي ژوند کې هم دا لارښوونه عملي کړه. کله چې یو جذامي ناروغ د هغه سره بیعت کولو ته راغی او د ننوتلو اجازه یې وغوښته، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «هغه ته ووایئ چې موږ له هغه سره بیعت کړی دی؛ نو هغه دې بېرته وګرځي.»
په بل حدیث کې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «د ځان او په جذام اخته کس په منځ کې یوه یا دوې نېزې واټن مراعات کړئ.»
د ساري ناروغیو او وباګانو مخنیوي لپاره د اسلام لارښوونې
د اسلام مبارک دین د ساري ناروغیو، وېروسونو او طاعونونو سره د مبارزې لپاره عمومي اصول وضع کړي دي، چې عبارت دي له قرنطین څخه. یعني په وبا اخته کس باید له خپل ځایه ونه وځي، او روغ کس دې هم هغه ته نږدې نه شي.
په دې اړه رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «کله چې تاسو واورئ چې په کوم ښار کې وبا خپره شوې ده، هلته مه ځئ. او که په داسې ښار کې یاست چې وبا خپره شوې وي، له هغه ښاره مه تښتئ او بهر ته مه ځئ.»
یو له هغو مهمو ټکو څخه چې اسلام د خلکو روغتیا ته پام کړی دی، د پرهېز کولو امر دی له هغو شیانو څخه چې د ناروغیو د پیدا کېدو او خپرېدو لامل ګرځي.
د بېلګې په توګه، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په ولاړو اوبو کې د ادرار کولو څخه منع کړې ده، لکه څنګه چې فرمایي: «هیڅوک له تاسو څخه په اوبو کې په ولاړه ادرار ونه کړي؛ ځکه چې عموم وسواس له دې کار څخه پېښیږي.»
همدارنګه، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د سیوري لاندې، د خلکو د تګ راتګ ځایونو، او په لارو کې د حاجت رفع کولو څخه هم منع کړې ده.
نن ورځ ساینس هم دا خبره تاییدوي، چې د بېلګې په توګه “بلهارسیا” ناروغي په اوبو کې د ادرار له لارې نورو ته لېږدېږي، په ځانګړې توګه په ولاړو اوبو کې. که موږ د دې ډول کړنو مخه ونیسو، کولای شو دې ناروغۍ ته ماتې ورکړو.
د منځنیو پېړیو وضعیت او د اسلام د علمي دریځ توپیر
په داسې حال کې چې په منځنیو پېړیو کې کلیسا خلک له درملنې څخه منع کول، طبیبان یې ځورول، د هغوی کتابونه یې سوځول، او هغوی یې په سحر، جادوګرۍ یا د خدای تعالی جلجلاله د ارادې خلاف په عمل تورنول؛ اسلام د طب او درملنې لپاره علمي او عملي لارښوونې وکړې.
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په زمانه کې تکړه طبیبان
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم علیه وسلم په زمانه کې یو له مهمو طبیبانو څخه حارث بن کلده الثقفي و.
هغه د طائف د ثقیف قبیلې څخه و او په فارس کې یې طب زده کړی و.
حارث د اسلام له را څرګندېدو وړاندې د مختلفو علاجونو په وجه ډېر شهرت او شتمني ترلاسه کړې وه. وروسته چې اسلام یې قبول کړ، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به هغه ته ناروغان لېږل، کله به چې کوم صحابي ناروغ کېده.
د طب په برخه کې د مسلمانانو خدمتونه
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او د طبي لارښوونې
یوه ورځ رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه لیدو ته ورغی. کله چې یې هغه ولید چې تبه لري، نو ورته یې وفرمایل: «حارث بن کلده ته د درملنې لپاره لاړ شه.»
همدارنګه، حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها هم د طب او درملنې په اړه اړین معلومات درلودل او په دې برخه کې یې ښه پوهه لرله.
د طب په برخه کې تر ټولو مشهور مسلمان پوهان
په دې برخه کې د هغو پوهانو یادونه کوو چې د طبابت په برخه کې یې لویه وړتیا او مهارت درلود. طبي علوم بېلابېل اړخونه او برخې لري، چې هره برخه یې د انسان د اساسي اړتیاوو درملنې او څېړنې لپاره ځانګړې شوې ده. له همدې امله مسلمانو پوهانو د طبي علومو په مهمو او اړینو برخو کې نوښتونه کړي او تخصص او مهارت یې ترلاسه کړی دی.
په دې ځای کې درې مشهور طبیبان او طبي پوهان یادوو، د هغوی په اړه لنډ معلومات وړاندې کوو او بیا د طب بېلابېلې برخې او هغه پوهان یادوو چې په دې برخو کې یې مهارتونه لرل.
امام ابوبکر رازي رحمه الله (۸۵۴-۹۳۲)
محمد بن زکریا رازي، چې په «ابوبکر رازي» مشهور دی، د درېیمې او څلورمې پېړۍ یو ستر طبیب او پوه و. هغه د نوښت او ابتکار له پلوه له سترو طبي پوهانو څخه شمېرل کېده؛ ځکه چې د تجربوي علومو څېړنې او مطالعې ته یې ځانګړې پاملرنه کوله.