لیکوال: عبدالحمید ګرګیج
د سفر آداب (شپږمه او وروستۍ برخه)
۲۴. له سفر څخه د راستنېدو پر مهال دعا کول:
په صحیحینو (بخاري او مسلم) کې له ابن عمر رضي الله عنهم څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله چې له غزوې یا حج څخه راستنېده، په هر لوړ او هوار ځای کې به یې درې ځله تکبیر وایه او بیا به یې دا دعا ویله:
«لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ، وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، آئِبُوْنَ تَائِبُونَ عَابِدُوْنَ سَاجِدُوْنَ لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ، صَدَقَ اللهُ وَعْدَهُ، وَ نَصَرَ عَبْدَهُ، وَ هَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ».
ژباړه: «له الله تعالی جلجلاله پرته بل هیڅ معبود نشته، هغه يوازې او بې شریکه دی. پاچاهي او ستاینه یوازې د هغه لپاره ده او هغه پر هر څه قادر دی. موږ توبه کوونکي، عبادت کوونکي، او سجده کوونکي یو او د خپل رب ستاینه کوو. الله تعالی جلجلاله خپله وعده پوره کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه، او ټولې ډلې یې په یوازې(بې شریکه) ماتې کړې.» [۱]
په سنن نسائي او ابن سني کې، له صهیب رومي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمَوَاتِ السَّبْع وَ مَا أَظْلَلْنَ وَ الْاَرْضِيْنَ السَّبْعِ وَ مَا أَقْلَلْنَ وَ رَبَّ الشَّيَاطِيْنِ وَ مَا أَضْلَلْنَ وَ رَبَّ الرِّيَاحِ وَ مَاذَرَيْنَ أَسْأَلُكَ خَيْرَ هَذِهِ الْقَرْيَةِ وَ خَيْرَ أَهْلِهَا وَ نَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَ شَرِّ أَهْلِهَا وَ شَرِّ مَا فِيْهَا».
ژباړه: «اې الله جلجلاله! اې د اوو آسمانونو خاونده او د هغه څه چې پر هغو سیوری کوي، اې د اوو ځمکو خاونده او هغه څه چې پرې بار دي، اې د شیطانانو خالق او هغه څه چې ګمراه کوي، اې د بادونو ربه او هغه څه چې بادونه یې تیتوي او پورته کوي، زه له تا څخه د دې سیمې او د هغې د خلکو خیر غواړم، او ستا پناه غواړم له دې سیمې، د دې خلکو، او د هغې له شته شر څخه.» [۲]
امام نووي رحمه الله په “اذکار” کې لیکلي دي چې د مسافر لپاره مستحب دي چې د راستنېدو پر مهال، کله چې د ښار یا کلي سترګې پرې ولګېږي، ووایي:
«اللَّهُمَّ اجْعَلْ لَنَا بِهَا قَرَارًا وَ رِزْقًا حَسَنًا».
ژباړه: «اې الله جلجلاله! موږ ته په دې ځای کې آرامتیا او پاک رزق را په برخه کړه.»
په بل روایت کې راغلي:
«اللَّهُمَّ اجْعَلْ لَنَا فِيْهَا قَرَارًا».
په صحیح مسلم کې د انس رضي الله عنه څخه روایت دی: دی وایي موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر روان وو. د راستنېدو پر مهال، کله چې مو ښار په سترګو شو، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به ویل:
«آئِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ».
هغه به دا دعا تکراروله، تر څو چې ښار ته داخلېده. [۳]
۲۵. کورنۍ ته د راتګ نه مخکې خبر ورکول:
کله چې له سفر څخه راستنېږو، نو له دې وړاندې چې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته لاړ شو، غوره ده چې هغوی ته د خپل راتګ خبر ورکړو. ځکه چې ناڅاپي ورتګ ممکن کورنۍ، په ځانګړي توګه مېرمن او اولادونه، له تکلیف سره مخ کړي، په ځانګړي ډول که سفر اوږد وي. لکه څرنګه چې ناڅاپي غم د بدن او روح لپاره زیانمن دی، په همدې ډول ناڅاپي خوشالي هم د ناروغۍ لامل کېدای شي.
نو غوره ده چې د عقل او احتیاط له مخې لومړی هغوی ته خبر ورکړو او بیا کور ته لاړ شو. مستحب ده چې کور ته د څاښت یا مازدیګر پر وخت ورشو، خو د شپې ورتګ مکروه دی او په صحیحو احادیثو کې ترې منع راغلې ده.
په صحیحینو کې له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې خپلې کورنۍ ته ورځئ، سهار یا مازدیګر ورشئ.» [۴]
۲۶. کور ته له ننوتلو مخکې د سیمې په جومات کې لمونځ کول
کله چې مسافر له سفر څخه راستنېږي او کور ته نږدې شي، نو مستحب ده چې لومړی د سیمې جومات ته لاړ شي، هلته دوه رکعته لمونځ وکړي او بیا کور ته ننوځي. په صحیحینو کې له کعب بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی:
«رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به کله چې له سفر څخه راستون شو، لومړی به هغه جومات ته لاړ چې کور ته یې نږدې و. هلته به یې دوه رکعته لمونځ کاوه، یو څه وخت به یې د جومات له ملګرو سره لیدل کتل، او بیا به خپلې مېرمنې یا کورنۍ ته تلو.»
همدارنګه، هغه به هېڅکله کور ته د ننوتلو لپاره له مازدیګر پرته بل وخت نه ټاکه. [۵]
په ابن سني کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله چې له سفر څخه راستون شو، خپلې کورنۍ ته یې داسې ویل:
«تَوبًا تَوبا لِرَبِّنَا اَوبًا لَا يُغَادِرُ حَوا»
ژباړه: «موږ خپل رب العالمین ته ورګرځو او توبه کوو، هغه الله جلجلاله ته چې هره ګناه بخښي.» [۶]
۲۷. د سفر څخه سوغات راوړل
کله چې مسافر کور ته راستنېږي، نو غوره ده چې د خپلې کورنۍ، اولادونو، خپلوانو او ملګرو لپاره هر څه چې وس وي، ډالۍ یا سوغات راوړي. علماء کرام وایي چې د کورنۍ او اولادونو لپاره ډالۍ راوړل یو له مؤکده سنتونو څخه دی، او د خپلوانو او دوستانو لپاره د ډالیو راوړل له مستحباتو څخه ګڼل کېږي.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به کله چې له سفر څخه راستون شو، د هغو کسانو لپاره چې د ده لیدلو ته راتلل، ځانګړې مېلمستیا برابروله. کله به چې هغه له سفر څخه راستون شو، یوه غوا یا اوښ به یې حلال کړ او د خپلو ملګرو لپاره به یې ډوډۍ پخوله.
۲۸. مسافر ته د ګاونډیانو هرکلی
کله چې یو دوست یا ملګری له سفر څخه راستون شي، نو ګاونډیانو ته مستحب دي چې د هغه هرکلي او د خیر دعا لپاره ورشي.
په یو روایت کې راغلي چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم له سفر څخه راستون شو، هغه اصحاب رضي الله عنهم چې په مدینه کې پاتې وو، د هغه د هرکلي لپاره به راوتل. ماشومان او د کورنۍ غړي به یې هم له ځان سره بېول.
په یو سفر کې، عبدالله بن جعفر رضي الله عنهم د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هرکلي ته ورغی. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هغه په خپل مخکیني ځای کې سپور کړ، او کله چې حسن بن علي رضي الله عنهم راغی، هغه یې تر شا سپور کړ. په دې ډول، درې کسان په یو اوښ باندې مدینې ته داخل شول. [۷]
امام نووي رحمه الله وایي:
«مستحب دی چې مقیم کس د مسافر سره د لیدلو په وخت کې ووایي:
“الْحَمْدُ لله الَّذِي سَلَّمَكَ، الْحَمْدُ لله الَّذِي سَلَّمَكَ، وَالْحَمْدُ لِلهِ الَّذِي جَمَعَ الشَّمْلَ بِكَ”»
ژباړه: «د الله جلجلاله شکر دی چې تا ته یې سلامتیا درکړه او د خدای تعالی جلجلاله شکر دی چې زموږ ټولګی یې ستا په وسیله سره یوځای کړ.» [۸]
همدارنګه، له ابن عمر رضي الله عنهم روایت دی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یو مریی ته چې له حج څخه راستون شوی و، وفرمایل:
«قَبلَ اللهُ حَجَّكَ وَ غَفَرَ ذَنْبَكَ وَأَحْلَفَ نَفَقَتَكَ»
ژباړه: «الله جلجلاله دې ستا حج قبول کړي، ستا ګناهونه دې وبښي، او ستا د لګښت په بدل کې دې خیر درکړي.» [۹]
په ابن سني کې له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی کله چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د تبوک له غزا څخه راستون شو، کور ته داخل شو. هغې وویل:
«الْحَمْدُ لله الَّذِي نَصَرَكَ وَأَعَزَّكَ وَأَكْرَمَكَ»
ژباړه: «د الله عزوجل شکر دی چې له تا سره یې مرسته وکړه، عزتمند یې کړې او درناوی یې درکړ.» [۱۰]