زموږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لومړنی کس و چې د مکې مکرمې د فتحې په ورځ یې کعبه شریفه ومینځله او کعبه مبارکه یې له بتانو څخه پاکه کړه، ځکه چې ۳۶۰ بتان د هغې په شاوخوا کې وو. له هغې وروسته، راشده خلفاوو او اسلامي واکمنانو دې کړنې ته دوام ورکړ. په اوس وخت کې، کعبه شریفه په کال کې دوه ځله له دننه څخه مینځل کېږي.
د حرمین شریفینو یا د دوو سپېڅلو جوماتونو خادم، یا د هغه مرستیال، د مکې امیر په ګډون، د کعبې شریفې دننه برخه مینځي. د کعبې فرش (غولی) چې له مرمر څخه جوړ شوی دی، او د درې مترو په لوړوالي څلور دیوالونه یې د زمزمو اوبو سره مینځل کېږي، چې د عود غوړ او ګلابو اوبو سره مخلوط شوي دي. بیا دغه اوبه دباندې راباسي او د هغې له وچولو وروسته معطر کېږي.
د بیت الله الحرام د مینځلو په مراسمو کې، شیخ عبدالقادر شیبي، چې اوس مهال د کعبې مسؤول دی، او همدارنګه ډاکټر عبدالرحمن سدیس، د کعبې امام او د مسجد الحرام او نبوي جومات د عمومي چارو مشر، د هغه مرستیال ډاکټر محمد بن ناصر الخزیم، د اسلامي هېوادونو یو شمېر چارواکي او سفیران، او ځینې نور وګړي ګډون کوي. هغه کسان چې د الله تعالی جلجلاله کور ته ننوځي، مخکې له مخکې خبر ورکول کېږي ترڅو ګڼه ګوڼه رامنځته نشي.
کعبې ته ننوتل مستحب دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته داخل شوی دی. د فارسي په کتاب “شفاء الغرام” کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور ځله کعبې شریفې ته ننوتلی دی. خو کعبې شریفې ته ننوتل د حج او عمرې له مراسمو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه چا ته چې الله تعالی جلجلاله خپل کور ته د ننوتلو توفیق ورکړي، نو عاجزي، وقار، او سکون دې غوره کړي.
د خدای جلجلاله کور ته له ننوتلو وروسته دې مستقیم د دروازې لویدیځ دیوال ته مخ واړوي او له دیوال څخه شاوخوا یو نیم متر واټن کې دې دوه رکعته لمونځ وکړي، لکه څنګه چې د بخاري په حدیث کې راغلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې د فتحې په ورځ داسې وکړل. دا د تحیة المسجد حیثیت لري. د هغې په شاوخوا کې دې له الله تعالی جلجلاله څخه د هر څه غوښتنه وکړي، دعا دې وکړي، او د الله سبحانه وتعالی په ستاینه او تسبیح د بوخت شي. ځکه چې الله تعالی جلجلاله هغه ته د ځمکې تر ټولو سپېڅلي ځای ته د ننوتلو چانس ورکړی دی او هغه باید هڅه وکړي چې هېچا ته زیان ونه رسوي.
د کعبې مکرمې دننه لمونځ
د کعبې دننه د فرض لمونځونو د ادا کولو په اړه علماء مختلف نظرونه لري. حنبلي مذهب فتوا ورکړې چې دا جواز نه لري.
د مالکي مذهب د فتوا له مخې، له شدید کراهیت سره جواز لري.
شوافع او حنفیان پرته له کراهیت څخه د دې کار په جواز سره فتوا ورکړې ده.
له همدې امله، مناسبه ده چې انسان باید د الله تعالی جلجلاله په دربار کې دعا، زاري، او د دنیا او آخرت د خیر غوښتنې پرته په بل څه کې بوخت نه شي. انسان باید د کعبې شریفې د نورو برخو او جزئیاتو په لیدلو ځان بوخت نه کړي، پرته له هغه چا چې د هغې تاریخي مسلې څېړي یا د هغې د سمولو په فکر کې وي.
د دعا اهمیت
په دې کې شک نشته چې کله څوک د مطلق حاکم دربار ته راځي او له هغه څخه غوښتنه کوي، نو هغه به یې ناهیلی نه کړي. ځکه چې هغه د کایناتو خالق دی او د خپلو بندګانو په وړاندې ډېر مهربانه او بخښونکی دی. نو ستاسو ګومان د هغه چا په اړه څنګه دی چې د هغه کور ته ننوتلی وي او تش لاس یې بېرته راستون کړي؟
حضرت اسماعیل علیه السلام او د کعبې مطهرې پوښ:
حضرت اسماعیل علیه السلام لومړنی کس و چې کعبه شریفه یې په ټوکرو وپوښله. دا هم ویل کېږي چې “تبع حمیري” دا کار تر نورو مخکې کړی و؛ نوموړی د یمن له واکمنانو څخه و، چې کعبه شریفه یې په یوه پرېړ ټوکر پوښلې وه. له هغه وروسته، معافیر او بیا ډېرو نورو کسانو کعبه مطهره په ټوکرو پوښله، او دا یې د کعبې شریفې د درناوي لپاره یوه دیني دنده ګڼله، په ځانګړې توګه د فیل د پېښې وروسته.
د کعبې شریفې پوښ او ټوکر هر وخت د هرچا لپاره د درناوي سمبول و. کله به یې یو پوښ د بل په سر کېښود، او کله به یې زړې یا درنې ټوکرې له کعبې څخه لرې کولې؛ ځینې وخت یې ښخولې او یا یې پر خلکو وېشلې.
د جاهلیت دوره
له اسلام څخه مخکې، د جاهلیت په دوره کې، عبدالله بن عمر مخزومي ډېره شتمني ترلاسه کړه. هغه وویل:
“یو کال به یوازې زه او بل کال به د قریشو خلک کعبه شریفه پوښي.”
هغه په خپلې ژمنې تر هغې ولاړ و؛ تر هغه چې مړ شو. قریشو هغه ته د “عدل” لقب ورکړ.
د اسلام دوره
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکه مکرمه فتحه کړه، د کعبې شریفې پوښ یې بدل نه کړ، تر هغې چې د یوې ښځې په لاس د کعبې مطهرې پوښ د بخیې(ګنډلو) پر مهال اور وخیست. له دې امله، د خدای رسول صلی الله علیه وسلم هغه پوښ بدل کړ. له هغه وروسته، راشده خلفاوو رضي الله عنهم او نورو واکمنانو په مختلفو وختونو کې د کعبې د پوښ د بدلون کړنه دوامداره وساتله.