لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپېتمه برخه)

سریزه
بې‌پایانه شکر، ثنا او ستاینه هغه متعال جل‌جلاله ته ده چې د خپلو اولیاوو زړونه یې د خپلې مینې په نور روښانه کړي. دوی ته یې د خپل وصال شوق ور بښلی او ذهنونه یې د خپل عظمت په فکر کې ډوب کړي دي. د دوی زړونه د رب العالمین د جلال او عظمت په رڼا کې خوښ او حیران دي، او په دواړو نړیو کې یې له الله تعالی جل‌جلاله پرته بل چاته په زړه کې ځای نه دی ورکړی.
بې‌حده درودونه او سلامونه دې وي پر هغه اولوالعزم پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم، چې د انبیاوو خاتم او د ټولو موجوداتو ویاړ دی، هغه چې د مخلوق او خالق ترمنځ د اړیکې بنسټ کېښود. درود دې وي پر هغه مبارکي کورنۍ او ملګرو، چې د دې ابدي اړیکې ساتونکي دي.
د انسان اړتیا او د تصوف مفهوم
انسان د خپل ذات په اړه د فکر او غور کولو له لارې پوهېږي چې د هغه وجود په یوازې ځان نیمګړی دی، او د وجودي بشپړتیا ترلاسه کولو لپاره بل ته اړتیا لري. دا اړتیا د انسان په دننه کې یوه انګېزه رامنځته کوي چې هغه هڅوي حرکت وکړي او د بشپړتیا وسیله ولټوي. دا هڅه هغه څه دي چې صوفیان یې “سیر” او “سلوک” بولي.
د تصوف په اړه دوه لیدلوري
د تصوف په اړه دوه ستر لیدلوري شتون لري:
۱. لومړی لیدلوری: تصوف د الهي دربار ته د رسیدو یوه لاره ګڼي، خو شریعت ته له پام کولو پرته داسې دودونه او کړنې یې رامنځته کړې دي چې د دین له روح سره په ټکر کې دي. دا انحرافات نه یوازې انسان خدای تعالی جل‌جلاله ته نه نږدې کوي، بلکې هغه له خدای جل‌جلاله څخه نور هم لرې کوي.
۲. دوهم لیدلوری: دا نظریه تصوف د بدعت او خرافاتو تخم ګڼي او هغه د فساد سرچینه بولي. په ټوله مانا یې مخالفت کوي.
د تصوف حقیقت
حقیقت دا دی چې تصوف نه هغه ډول دی چې لومړۍ ډله یې فکر کوي، او نه هغه څه چې دوهمه ډله یې تصور کوي. د تصوف د مقام د ښه پوهېدو لپاره، کولی شو د علامه ندوي رحمه الله خبرو ته مراجعه وکړو، چې د دې ډګر یو له ریښتینو لارویانو څخه دی.
هغه وايي:
“د نفس د تزکیې او پاکولو او اخلاقي اصلاح یو قوي او پراخ نظام، چې وروسته په یوه خپلواک علم او فن بدل شو، د نفس او شیطان د چلونو او دوکو د څرګندولو، د اخلاقي او فزیکي فساد د درملنې، د انسانانو د ژوند د ښه‌والي، او د خدای تعالی جل‌جلاله سره د اړیکې او باطني روزنې په موخه د لارو چارو د تعقیب او پلي کولو لپاره رامنځته شو.”
دغه بنسټ په دودیزو او شرعي اصطلاحاتو کې د “تزکیه” او “احسان” په نوم یادېده، او په وروستیو پیړیو کې د “تصوف” په نوم وپېژندل شو.
علامه ندوي رحمه الله د تصوف په مکتب کې د روزل شوو کسانو په اړه وايي:
“د دې خلکو ګټې او خدمتونه یوازې هغه کسان ردوي چې یا د اسلام له تاریخ څخه ناخبره دي، یا یې سترګې د تعصب په پرده پوښل شوي دي.”
تصوف: حقیقت او انحرافات
تصوف په حقیقت کې د خدای جل‌جلاله ته د رسېدو، له نفسي غوښتنو او شهوتونو څخه د ځان ساتلو او د شیطان له چلونو څخه د خبرتیا لاره ده. دا لاره په لومړیو پیړیو کې د “احسان” او “تزکیه” په نوم پیژندل کېده، او وروسته یې د “تصوف” نوم واخیست. که څه هم بدعتونه او خرافات د تصوف د حقیقت د پوهېدو لپاره خنډ ګرځېدلي، خو د ریښتیني تصوف انکار کول او په بشپړه توګه یې غندل، له ضد او سرکښۍ پرته بل څه نه دي.
مولانا سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په خپل ارزښتناک کتاب “تزکیه او احسان” کې د تصوف حقیقت په ښکلي ډول بیان کړی دی. دا د انکار وړ نه ده چې ځینو خلکو د شخصي اغراضو یا ناپوهۍ له امله د تصوف څېره بدرنګه کړې او هغه ته یې خرافات او بدعتونه منسوب کړي دي، چې له تصوف او عرفان سره هیڅ تړاو نه لري.
امام ندوي رحمه الله د داسې ناپوه او خرافاتي صوفيانو په اړه وايي:
“هغه جعلي، مغرور، حقیقت پلورونکي او فاسدالعقیده صوفيانو د دین د تحریفولو، مسلمانانو د ګمراه کولو او د هغوی په لیکو کې د اختلاف د رامنځته کولو لپاره له تصوف څخه د ابزار او وسیلې په توګه کار واخیست، او ځانونه یې د هغه د ساتونکو او لارویانو په توګه معرفي کړل. پایله دا شوه چې د غیرتمنو مسلمانانو یوه لویه برخه د تصوف په اړه شکمنه شوه.”
هغه د هغو غیر حقیقي صوفیانو یادونه هم کوي چې د تصوف او عرفان ریښتینې روح او مقاصد یې نه دي پېژندلي او د “هدف” او “وسیلې” ترمنځ توپیر نشي کولی. دغو خلکو کله ناکله په وسایلو ډېر ټینګار کاوه او اصلي مقصد یې له پامه غورځاوه. دوی په دې ډګر کې داسې مسایل دننه کړل چې له دې سره یې هیڅ تړاو نه درلود او تصور یې کاوه چې دا مسایل د تصوف کمال او مقاصد دي.
د تصوف دوه بڼې
په دې توګه، تصوف دوه بڼې غوره کړې:
1. د محققینو او د سنت پیروانو تصوف:
دا ډله تصوف هماغه د الهي احکامو او د نبوي سنتو پیروي ګڼي، او په دې کې هیڅ زیاتوالی نه مني.
2. د ناپوهو او شهوت‌پرستو تصوف:
دې ډلې تصوف د سنت پر خلاف، د بې‌ارزښته افکارو او کړنو د وړاندې کولو لپاره په یوه ډګر بدل کړ. دوی د شریعت حدود تر پښو لاندې کړل، تر دې حده چې په ځینو غونډو او محفلونو کې د تصوف د نوم یادول هم عیب ګڼل کېده.
د ناپوهو صوفیانو زیان
لوی فقیه مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله د دې ډلې د فساد او ناوړه کړنو په نیوکه کې وايي:
“له پیل څخه تر اوسه پورې، هغه زیان چې دین ته د جاهلو صوفیانو له امله رسېدلی، د بلې هېڅ ډلې لخوا نه دی رسېدلی؛ که د روایت په ډګر کې وي، یا په عقایدو، کړنو او تصوراتو کې.”
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم روحاني ځواک
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم روحاني ځواک ته په اشارې سره، هغه وايي:
“د هغه روحاني حالت داسې و چې تر ټولو لوی کافران به د ‘لا اله الا الله’ په ویلو سره د احسان مقام ترلاسه کاوه. د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم صحابه کرام رضی‌الله‌عنهم هم له دې فیض او برکت څخه برخمن وو، او له اوږدې مودې ریاضت او سختیو پرته، لوړې معنوي درجې یې ترلاسه کولې. خو دا ځواک د تابعینو او تبع تابعینو په منځ کې کم شو، او مشرانو د دې کمښت د جبرانولو لپاره ریاضتونه او مجاهدتونه (شدیدې هڅې او زیارونه) وړاندیز کړل.”
دا شیان په پیل کې غیر مقصودي وسیلې وې، خو د وخت په تېرېدو سره مقصودیت ته ورسېدې او ورزیاتې شوې. پایله دا شوه چې علمي، عملي او عقیدتي بدعتونه دین ته داخل شول.
مولانا ندوي رحمه الله یادونه کوي چې محقق او ریښتیني صوفیان، لکه شیخ عبدالقادر جیلاني، شیخ شهاب‌الدین سهروردي، مجدد الف ثاني، او سید احمد شهید رحمهم الله، د دې انحرافاتو د اصلاح او سمولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. خو سره له دې، بدعتونه هیڅکله په بشپړه توګه له منځه نه ولاړل.
مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د مولانا ګنګوهي رحمه الله د خبرو په تفسیر کې وايي:
“له جاهلو صوفيانو څخه موخه هغه کسان دي چې یوازې صوفيان دي او له دیني پوهې او د محققینو له اتباع څخه محروم دي؛ خو جامع الشرایطه صوفيانو دین ته لوی خدمتونه کړي دي.”
د تصوف حقیقت
ریښتینی تصوف همغه تزکیه او احسان دی چې په قرآنکریم او سنتو کې په همدې نوم یاد شوی دی. مولانا ندوي رحمه الله د تصوف حقیقت په دې ډول تشریح کوي:
“د دین دا څانګه، چې موږ یې تزکیه او احسان یا باطني فقه بولو، د شریعت روح او د دین زړه دی. تر هغه چې د دین دې اړخ ته پاملرنه ونشي، د دین بشپړتیا به ترلاسه نشي، ټولنیز اصلاحات به ممکن نه وي او ژوند به خپلې ریښتینې خوښۍ او خوند ته ونه رسیږي.”
مولانا ندوي رحمه الله په دې ټینګار کوي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ځان یوازې په شفاهي تعلیماتو پورې محدود نه کړ، بلکې د تعلیماتو اغېزه یې په زړونو او ارواحو کې ژور نفوذ کاوه، او د صحابه کرامو رضي الله عنهم په چلند او کړنو کې به منعکس کېده. د صحابه کرامو رضي الله عنهم د روحاني، اخلاقي او عملي بدلون راز د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم سره مخامخ اړیکه وه.
پایلې
مولانا ندوي رحمه الله دې پایلې ته رسي:
“ریښتینی تصوف په قرآنکریم او سنت کې ریښه لري او همغه تزکیه او احسان دی؛ په دې شرط چې دا له بدعتونو او خرافاتو څخه پاک وي او د شریعت د سمې پوهې پر بنسټ ولاړ وي. د ټولنې په اصلاح کې یې رول د پام وړ دی؛ ځکه چې د اسلامي امت ډېری نوموتي او اصلاح کوونکي له دې ښوونځي څخه راپورته شوي دي.”
مولانا جلال‌الدین رومي رحمه الله هم همدې حقیقت ته اشاره کړې:
قال را بګذار مرد حال شو
پیش مرد کاملی پامال شو
هر که تازد سوی کعبه بی دلیل
همچو این سرگشتگان گردد ذلیل
علامه ندوي رحمه الله وایي:
“د تزکیې موخه او مقصد دا دی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم یوازې په لوستلو او اورېدو بسنه نه کوله، بلکې د دې تلاوت او تعلیم اغېز یې په خپلو پیروانو باندې برلاسی کاوه. هغه مبارک صلی‌الله‌علیه‌وسلم د کتاب تعلیمات د هغوی له غوږونو تېرول او زړونو او ارواحو ته یې رسول، ترڅو دا تعلیم د هغوی له غړو او جوارحو څخه جاري شي. په دې اساس، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د بشریت په تاریخ کې تر ټولو بریالی لارښود او مرشد دی. د صحابه کرامو رضی الله عنهم د روحاني، اخلاقي، ذهني او عملي بدلون او د اسلام د لومړني بریالیتوب حیرانونکی راز هم همدا و. نن ورځ د دې کمښت د اسلامي ژوند په هره برخه کې ډېر محسوس او څرګند دی.”
د محققینو نظر
امام ندوي رحمه الله د وتلو دیني شخصیتونو د ژوند په اړه د پراخو او ژورو مطالعاتو له لارې دا حقیقت منلی دی:
“هر که خواهد همنشینی با خدا
ګو نشیند در حضور اولیاء.”
لکه څنګه چې حافظ رحمه الله وایي:
“قطع این مرحله بی همرهی خضر مکن
ظلمات است، بترس از خطر گمراهی.”
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version