لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (درېیمه برخه)

 

د اروپایانو لپاره د مسلمانانو کلتوري او علمي خدمتونه
په هغه دوره کې چې اروپا په وحشت او تیاره کې ژوند کاوه، او هر ډول فکر د عقیدو د پلټنې محکمو لخوا ځپل کېده، مسلمانان د خپلې علمي او کلتوري سوکالۍ او پرمختګ په لوړو کې وو. هغوی خپلې ډېرې نوې مفکورې او علمي تجربې اروپایانو ته ولېږدولې.
په هغه وخت کې، په اروپا کې د هغو کسانو شمېر ډېر کم و چې لوستل او لیکل یې کولی شول. له ۸۰۰ میلادي کال راهیسې، شانداره اسلامي تمدن په اروپايي ټولنه ژوره اغېزه وکړه، او مسلمانانو د پوهې او معرفت بازار ته لویې لاسته راوړنې وړاندې کړې.
جان برنال په خپل کتاب علم په تاریخ کې لیکي:
د علم یوه تازه څپه راغله، او د اسلام تر بیرغ لاندې هغه یو شاندار ترکیب وموند چې له لارې یې علم او فن د منځنیو پیړیو اروپا ته لاره وموندله.”
ولټر، چې یو عیسوي څېړونکی دی، اعتراف کوي:
د رومي امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته، د وحشت او ناپوهۍ په دوره کې، عیسویانو له مسلمانانو څخه هرڅه زده کړل، په شمول د هندسې، کیمیا، طب، ریاضي او نورو علومو، او د هغه وخت د علومو ترلاسه کولو لپاره یې مسلمانانو ته مخه کړه.”
لویدیځ فیلسوف برټرانډ رسل هم تاییدوي:
په لویدیځ کې مسلمانان، له وحشت څخه د دوی په وتلو کې اغېزمن ثابت شول.”
جورج سارټون د خپل کتاب د علم تاریخ په لومړي ټوک کې لیکي:
هغه فکري وروسته پاتې والی چې د اوومې پېړۍ په دویمه نیمایي او د اتمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه په اروپا او نږدې ختیځ کې احساسېده، ورپسې د نوي فعالیت دوره راغله. دا مسله تر ډېره حده د مسلمانانو د مخکښ توب له برکته وه.”
هرمان رنډل په خپل کتاب د عصري ذهن ودې کې وايي:
په منځنیو پېړیو کې، مسلمانانو د علمي فکر او صنعتي ژوند استازیتوب کاوه؛ لکه څنګه چې موږ نن ورځ جرمني د داسې فکر استازی ګڼو.”
ویل دورانټ په خپل کتاب د تمدن تاریخ کې ځینې په زړه پورې ټکي یادوي:
په اسلامي خاوره کې د کاغذ جوړولو لومړۍ کارخونه په ۷۹۴ میلادي کال (۱۷۸ هجري قمري) کې د هارون الرشید د وزیر، فضل بن یحیی، لخوا په بغداد کې پرانستل شوه. بیا مسلمانانو دا صنعت سیسیلي او هسپانیې ته یووړ، او له هغه ځایه ایټالیا او فرانسې ته ورسېد.”
هغه په بل ځای کې لیکي:
د اسلام ځینې مشران، لکه صاحب بن عباد، د اروپا د ټولو کتابتونونو په اندازه کتابونه درلودل.”
یوازې د بغداد په بیت‌الحکمه کتابتون کې څلور میلیونه ټوکه کتابونه موجود وو، او په هسپانیه کې هر کال ۸۰,۰۰۰ ټوکه کتابونه لیکل او خپرېدل. د انګلستان، فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو زده‌کوونکي د زده‌کړې لپاره د مسلمانانو علمي مرکزونو ته راتلل. په لوېدیځ باندې د اسلامي تمدن اغېزه دومره زیاته وه چې د روم د سینټ پیر کلیسا په دروازه کې د لا اله الا الله محمد رسول الله جمله لیکل شوې وه.
پروفیسور ګوستاو لو بون په خپل کتاب اسلامي او عربي تمدن کې لیکي:
د ۵۰۰ کلونو لپاره، اروپایي ښوونځي د مسلمانانو په کتابونو او لیکنو فعال وو. دوی هغه کسان وو چې اروپا یې د علم، عمل او اخلاقو په برخه کې وروزله او د تمدن په لاره یې رهبري کړه.”
پروفیسور ګیپ، چې یو انګلیسي څېړونکی او د اکسفورډ پوهنتون د عربي ژبې استاد دی، لیکي:
کله چې تېر دور ته پام وکړو، ګورو چې د ختیځ علوم او ادبیات د (لوېدیځ لپاره) د سرچینې په څېر وو، په داسې توګه چې د ختیځ د روحیاتو او فکرونو نفوذ د لوېدیځ د تېرو پیړیو تیاره روح روښانه کړی او هغوی یې یوې پراخې نړۍ ته رهبري کړي دي.”
ویل ډورانټ د تمدن د تاریخ په یوولسم ټوک کې اعتراف کوي:
اسلامي نړۍ په عیسوي نړۍ بېلابېلې اغېزې درلودې. اروپا خواړه، شربتونه، درمل، صنعتي وسایل، سمندري قوانین او ګڼ شمېر دودونه له اسلامي خاورې څخه زده کړل.”
ډاکټر ماکس میرهوف باور لري:
د مسلمانو پوهانو د کتابونو په ژباړلو سره، د ختیځ علوم د اروپا په وچه خاوره د باران په څېر و اورېدل او هغه یې سمسوره کړه.”
په هغه وخت کې چې اسلام لوی علما او ساینس پوهان روزل او د بشریت نړۍ ته یې د خدمت لپاره وړاندې کول، په اروپا کې تیارې او د کلیسا ناپوهي پر خلکو سیوری غوړولی و. په داسې حال کې چې په اسلامي نړۍ کې علمي پرمختګ او د فکر ازادي موجوده وه، په اروپا کې د عقایدو د پلټنې محکمو هر ډول نوی فکر او نظر ځپه.
مارسل کاش لیکي:
په دې موده کې، پنځه میلیونه خلک د آزاد تفکر یا د کلیسا له اوامرو څخه د سرغړونې په تور اعدام شول. یوازې د ۱۴۸۱ څخه تر ۱۴۹۹ کلونو پورې، په زرګونو خلک ژوندي وسوځول شول، ټوټې ټوټې شول یا شکنجه شول.”
خو اسلام د خپل ځلانده تمدن په جوړولو سره، د اروپا د تیارې دورې په جریان کې، د دې لویې وچې په علمي او فکري پرمختګ کې د پام وړ رول ولوباوه.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version