لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (شپږ څلوېښتمه برخه)

د شورا لغوي معنی
ابن منظور وايي: «شورا له الشوراء څخه ده؛ د بېلګې په توګه: شار العسل یشوره شوراٌ یعنې له سوري څخه را ایستل، یا له خپل ځای څخه ایستل او استخراج کول.
الشور د یو څه وړاندې کولو او څرګندولو ته ویل کېږي. ابو زید وايي: «که خبره روښانه او واضح وي، داسې وایي: استشار امره همدارنګه، د «وشاورته فی الأمر» مطلب دی: ما ورسره په دې موضوع کې مشوره وکړه.
موږ ګورو چې د شورا کلمې معنی په اوسني زمان کې د څرګندولو، استخراجولو، وړاندې کولو، توجیه کولو، ستاینې، کشف کولو او څرګندولو شاوخوا ګرځي. دا ټولې معناوې مطلوبې دي. د شورا موخه او هدف د رایو او نظرونو استخراج او راټولول، د سمو، ښکلو او سالمو رایو موندل، او همدارنګه د خلکو د چارو د سمې توجیه کولو، د مسایلو وړاندې کولو، د رازونو کشفولو او د پټو موخو څرګندولو په معنی دی، ترڅو له دې لارې سم او غوره دریځ ته ورسېږو.
د شورا اصطلاحي معنی
شورا یوه اصلي قرآني اصطلاح ده چې د یو سیاسي اصل او موضوع په توګه ګڼل کېږي او د ژوند د مختلفو اړخونو د سمون لپاره د یوې بنسټیزې لارې په توګه کارول کېږي.
سره له دې چې شورا د عمومي چارو د سمون او تدبیر لپاره د ټولیز او مسئولانه ګډون د امت د حق څرګندونه کوي، که وغواړو د شورا په اصطلاحي معنی ښه پوه شو، نو اړینه ده چې د فقهاوو او مفسرینو ځینې نظریات ذکر کړو.
راغب اصفهاني وايي:
«شورا د ځینو خلکو د رایو استخراج دی، چې هغوی یو بل ته په مراجعه کولو سره ترسره کوي
ابن قدامه المقدسي وايي:
«شورا د دلایلو استخراج او د حق پېژندنه ده
الکاساني وايي:
«د حق په لټه کې مشوره د خدای جل جلاله په لاره کې د هڅې او مجاهدت یوه بڼه ده، چې انسان سمې لارې ته رسوي
د المبدع لیکوال وایي:
«شورا د مصلحت په لټه کې د رایو راټولول دي
ډاکټر محمد سلیم العوا د شورا په اړه وایي:
«شورا د هرې عامه مسئلې په اړه د متخصصینو او پوهانو د نظرونو په رڼا کې د پرېکړو نیولو او تصویبولو عمل دی
شورا او د واکمن دنده
د پورته څرګندونو پر بنسټ، ویلای شو چې پر مسلمان واکمن واجب دی چې د رایو او مشورې خاوندانو ته مراجعه وکړي، له هغوی سره مشوره وکړي، د حق او مصلحت پېژندنه وکړي، او د عامه چارو په هره برخه کې مناسبه پرېکړه وکړي؛ البته په هغو مواردو کې چې د هغې په اړه کوم قاطع نص شتون ونه لري.
د اسلام او حکومت اړیکه
له پخوانیو بحثونو څخه دا نتیجه اخیستل کېدی شي چې په اسلام کې حکومت، د ژوند د نورو برخو په څېر، د شریعت د وروستي حاکمیت تسلیمېدل غواړي. شریعت هغه چوکاټ وړاندې کړی چې د ژوند لپاره اړین دی، او دا چوکاټ په قرآن کریم او سنتو کې واضح بیان شوی دی.
په اسلام کې حکومت د دین پالنې بڼه لري؛ خو واکمنان د الهي منتخبو په توګه نه ګڼل کېږي. خلک د واکمنانو پر کړنو او چلند دقیق څار لري، او که واکمنان د شریعت خلاف کړنې ترسره کړي یا قانون جوړ کړي، نو خلک کولای شي هغوی له دندې ګوښه کړي.
په دې توګه، شورا په اسلامي حکومت کې بنسټیز رول لري او د مشرانو په ټاکلو او د حکومتي چارو په اداره کولو کې خورا مهم رول لوبوي. په دې ټولو برخو کې اسلامي حکومت له لویدیځې ډیموکراسۍ توپیر لري او داسې ځانګړتیاوې لري چې حکومت ته اسلامي هویت ورکوي.
د آیتونو په رڼا کې شورا
اسلام د خپلو مهمو ټولنیزو اصولو او اخلاقي احکامو له مخې په انفرادي او ټولنیزو چارو کې د مشورې او همغږۍ سپارښتنه کړې ده. د قرآن کریم په آیتونو او اسلامي روایاتو کې د مشورې ارزښت او برکتونه په روښانه ډول بیان شوي دي.
د شورا او مشورې اصل د اسلامي سرچینو په رڼا کې د ځانګړې پاملرنې وړ دی. په همدې دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اسلام د مشرانو په ژوند کې دغه اصل ته لوړ مقام او ارزښت ورکړل شوی دی؛ تر دې چې ویلای شو: د شورا اصل د اسلامي نظام د ملا تیر دی.
قرآن کریم د “مشورې” موضوع په څلورو آیتونو کې را اخستې ده:
۱. د آل عمران سورت – ۱۹۵ آیت
الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې د مسایلو په حل کې له مسلمانانو سره مشوره وکړي او دا د بریالیتوب یوه نښه ګڼي:
«فبما رحمة من الله لنت لهم ولو کنت فظا غلیظ القلب لانفضوا من حولک فاعف عنهم واستغفر لهم وشاورهم فی الامر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین»
(دا د الله د رحمت له امله ده چې ته د هغوی په وړاندې نرم یې، او که ته سخت زړی او کلک زړه وای، نو دوی به ستا له شاوخوا څخه خپاره شوي و. نو هغوی وبخښه، بخښنه ورته وغواړه، او په چارو کې ورسره مشوره وکړه. کله چې دې خپله پرېکړه وکړه، په الله توکل وکړه. په حقیقت کې، الله هغه کسان خوښوي چې په هغه توکل کوي.)
۲. د الشوری سورت – ۳۸ آیت
الله تعالی د مومنانو د غوره ځانګړتیاوو په اړه فرمایي:
«والذین استجابوا لربهم وأقاموا الصلاة وأمرهم شوری بینهم ومما رزقناهم ینفقون»
(او (همدارنګه) هغه کسان چې د خپل رب امر ته غاړه ایږدي، لمونځ قائموي، د دوی چارې په خپل منځ کې د مشورې له مخې دي، او له هغه څه چې موږ ورته روزي ورکړې ده مصرف کوي.)
دلته شورا د ایمان، لمانځه او زکات تر څنګ ذکر شوې ده، چې دا په خپله د شورا د اهمیت او وجوب څرګندونه کوي. امام قرطبي رحمه الله د ابن عطیه یوه خبره یادوي چې د مشورې پر وجوب د اجماع په شتون دلالت کوي:
«مشوره د احکامو یو له اصولو او ستنو څخه ده. هر هغه څوک چې له عالمانو او مذهبي خلکو سره مشوره نه کوي، د هغه ګوښه کول واجب دي
۳. د البقره سورت – ۲۳۳ آیت
الله تعالی فرمایي:
«فإن أرادا فصالا عن تراض منهما وتشاور فلا جناح علیهما»
(که دوی په خپله خوښه پرېکړه وکړي او مشوره وکړي چې خپل ماشوم له شیدو څخه بېل کړي، نو په دوی هېڅ ګناه نشته.)
دا آیت د مشورې اهمیت څرګندوي، حتی په داسې کوچنیو مسایلو کې چې د ماشومانو په اړه پرېکړه نیول وي. دلته مشوره کول یا د والدینو ترمنځ، یا له متخصصینو لکه ډاکټرانو سره اشاره شوې ده. له دې آیت څخه دا پایله اخیستل کېږي چې د ماشومانو د پالنې او روزنې په اړه یوازې مینه کافي نه ده؛ بلکې د مشورې له لارې مناسمه پرېکړه کول اړین دي.
۴. د الزمر سورت – ۱۸ آیت
الله تعالی فرمایي:
«الذین یستمعون القول فیتبعون أحسنه أولئک الذین هداهم الله وأولئک هم أولوا الألباب»
(هغه کسان چې خبرې اوري او د هغو له غوره برخو څخه پیروي کوي؛ الله تعالی داسې خلکو ته هدایت کړی دی، او همدوی هوښیار خلک دي.)
دا آیت د مشورې د اهمیت په اړه عمومي اصول بیانوي او د ښه تصمیم نیولو لپاره د غوره نظرونو منل اړین ګڼي.
پایله:
د قرآن کریم آیتونه ښيي چې شورا په اسلام کې یوازې یو اختیاري عمل نه دی، بلکې د یو منظم ژوند د جوړولو لپاره یو اړین اصل دی. له دې امله، په اسلامي نظام کې د شورا اصل د عامه چارو د سمون او تدبیر لپاره یو اساسي بنسټ ګڼل کېږي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version